تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د يمامې رئيس هَوذه بن علي ته ليک
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 23, 2021
  0

سیرت نبوي (۲۴۵برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د يمامې رئيس هَوذه بن علي ته ليک

 

دغه رنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم  د سُليط بن عمرو العمري رضی الله عنه  په لاس يو ليک و هَوذه بن  علي ته ولېږى چي د يمامې مشر او پاچا ؤ، يمامه د جزيرة العرب په منځ کي ده او دلته د بنو حنيفه قبيله اوسېدل چي دغه قبيله په جزيرة العرب کي هغه ډيره لویه قبيله وه او د دغي قبيلې مشر او رئيس هوذه بن علي ؤ، ویل کیږي چي هوذه سل زره جنګي نفر درلودل، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و دغه هوذه ته ليک ور ولېږى چي داسي يې ورته ليکلي وه: 


«بسم الله الرّحمْن الرّحيم، من محمّد رسولِ الله الْى هَوذه بن علي، سلامٌ علْى من إتبع الهُدْى، واعلم أن ديني سيظهر إلْى منتهْى الخُفِّ والحافر، فَأسلِم تَسلَم، واَجعَلُ لَکَ ما تحتَ يديکَ». 


سُليط رضی الله عنه  چي دغه ليک و هوذه ته ور وړى، هوذه ته معلومه وه چي اسلام ورځ په ورځ غالبه کيږي نشريږي او ډېريږي نو يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د قاصد سُليط بن عمرو رضی الله عنه  ښه هرکلئ وکړی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ليک په جواب کي يې ليک وليکى چي داسي یې لیکلي وه: 


دا څومره ښه او ښايسته دين دى چي ته خلک ور بولې او عربو ته هم زما مقام او درجه ور معلوم دي نو ته ما ته په امر کي يوه حصه راکه چي زه دي متابعت وکم. 


او سُليط رضی الله عنه  ته يې هم ښه لباس او هِديې ورکړې، سُليط رضی الله عنه  ټول شيان و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ور وړه او د خپل سفر په حال يې خبرکړى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  چي د هَوذه ليک و وايه نو يې و فرمايل: چي د مځکي يوه ټوټه را څخه وغواړي ور به يې نه کړم، دئ او هر څه چي د ده په لاس کي دي  نيست او نابود دي سي. 


کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مکې مکرمې د فتحي څخه راغلى جبريل عليه السلام  خبر ور ته راوړى چي هَوذه مړ سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: مګر يمامه! په هغه کي به يو کذّاب پيدا سي چي د نبوت دعوه به کوي او تر ما وروسته وژل کيږي، يوه د اصحاب کرامو څخه و ويل: يا رسولَ الله! څوک به يې وژني؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل:

 

ته او ستا ملګري، چي داسي هم وسوه، په يمامه کي مسيلمة الکذاب پيدا سو او د ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  په خلافت کي د مسلمانانو په لاس و وژل سو. 


نو هوذه د يمامې پاچا د دنيا او آمريت طمعه وکړه، د ده د اسلام قبلول د صدق او ايمان په سبب نه وه بلکه طمعه پکښي پيدا سوه، ده ليدل چي اسلام ورځ په ورځ کامیابه کیږي او په ټوله جزیرة العرب کي نشريږي، نو يې دا اميد پيدا سو چي تر رسول الله صلی الله علیه وسلم  وروسته پر مسلمانانو خليفه وي خو نتيجه يې هغه سوه چي پر کفر مړ سو.


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته