تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د زبير د قلا فتحه کېدل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 23, 2020
  0

سیرت نبوي (۲۲۴برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د زبير د قلا فتحه کېدل

رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مسلمانانو يوه ډله پرېښوول چي د دغو دوو فتحه سوو قلاوو چي د ناعم او صعب قلاوي وې ساتنه او حفاظت وکړي او په خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم  د نورو اصحاب کرامو سره د خيبر و درېيمي قلا ته رهي سو چي د زبير قلا ده، د زبير قلا ډيره مظبوطه او محکمه قلا وه او د غره پر سر جوړه سوې وه چي نه آسان ورتلاى سواى او نه لښکر ور ختلاى سواى، دغه قلا د يهودو تر ټولو قلاوو مظبوطه او محکمه وه، مسلمانانو هرڅه کوښښ وکړی چي دغه قلا ونيسي مګر دا کار مشکل ؤ، د هره طرفه پر راغله بيا هم نه سوه کاميابه او يهودو بيا قصد کړى دى چي د قلا څخه هيڅ نه راوزي، يهودو يو د بل سره و ويل: د ناعم د قلا څخه ور وتلو هغه يې را څخه ونيول، بيا د صعب د قلا څخه ور وتلو هغه يې را څخه ونيول، اوس که دلته يو کال هم کښېنو په والله که ور ووزو، نو يې مسلمانانو ته و ويل:

 

تاسي هلته دباندي کښېنى خو موږ نه در وزو، دلته د مسلمانانو هيڅ لار نه جوړيږي چي و قلا ته ور ننوزي ځکه د ها خوا يې په غشو ولي، د قلا محاصره دوام لري مګر د مسلمانانو هيڅ اميد نسته چي دغه قلا دي ونيسي، څنګه يې ونيسي؟ مسلمانان ور نژدې کېدلاى نه سي او يهود نه را وزي، د مسلمانانو يوې ډلي کوښښ وکړی چي قلا ته ورسي خو څه يې و نه کړه، بلي ډلي کوښښ وکړی د هغو هم په وسه څه نه سوه پوره، ټول کوښښونه يې بې فايدې دي، قريبه ده چي مسلمانان نا اميده سي څنګه او په کومه طريقه سره دغه قلا ونيسي؟ دغه د نااُمیدی په وخت کي يو يهودي چي نوم يې غزال ؤ د نورو يهودو په پټه راغلى او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره يې د ملاقات غوښتنه وکړه، اجازه ورکول سوه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره کښېنستى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: څه خبر دي را وړى دى؟

 

غزال و ويل: خبره دا ده چي دغه قلا نه نيول کيږي د هيچا په وسه نه ده پوره  چي دغه قلا ونيسي قلا په خوراکي موادو ډکه ده، په خلکو او اسلحو ډکه ده، مالونه پکښې دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: راغلى يې چي ما و بېروې؟ الله جل جلاله  وعده را سره کړې ده چي خيبر به فتحه کوم، يهودي ويل: زه پوهېږم او زموږ په کتابو کي راغلي دي چي ته به خيبر فتحه کوې او زموږ مشکل هم دغه دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل:

 

نو د څه شي دپاره را غلى يې؟ يهودي ويل: زه به داسي لار در وښيم چي په هغه طريقه سره ته دغه قلا ونيسې مګر په دې شرط چي ما ته به أمان را کوې، زما ښځه، زما اولادونه، زما اقرباء او زموږ مالونه به ټول په أمان يو، بيا به زه داسي لار در وښيم چي قلا فتحه کړې او وې نيسې، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ويل: خوښه مي ده ته او ستا کورنۍ په أمان ياست، يهودي ويل: يا محمّد!  صلی الله علیه وسلم  دغه قلا اوبه نه لري په دغه قلا کي ټول شيان سته خو اوبه نه لري ته يې وينې چي قلا لوړه پر غره ده، نو اوبه دکومي خوا ورته راځي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  ويل:

 

نو دوى څه شي چښي؟ يهودي ويل: دوى لاندي په غره کي لاري لري  (چي په پښتو نغم ورته وايي) يعني: يهودو په دغه غره کي نغم جوړکړی دی چي هلته تر غره دباندي يې د چينو و منطقې ته ورباسي، نو دوى د شپې د هغو چينو څخه اوبه اخلي او بيرته قلا ته ځي او تاسي نه په خبرېږى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  په تعجب کي سو ويل: دغه چينې او نغم چيري دي؟ يهودي ويل: زه به يې در وښيم، نو يې مسلمانان رهي کړه او هغه  د نغم ځاى يې ور وښووى، رشتيا هم هلته دروازه ده او بيا په غره کي نغم دى چي د دغي لاري څخه يهود د اوبو وچينو ته ورځي اوبه اخلي او بيرته ځي. 

 

صحابۀ کرامو دغه دروازه وتړل او دلته يې نفر هم ورته کښېنول، يهود چي راغله غواړي چي اوبه واخلي که ګوري دروازه تړلې ده، په حيرت کي سوه چي دا څه پېښه ده؟ بيرته ولاړل يو څه صبر او انتظار يې وکړی مګر بېله اوبو کله ژوند کيږي، نو يهودو بله هيڅ لار او چاره نه درلودل د قلا دروازه يې خلاصه کړه او پر مسلمانانو يې هجوم ور وړى ډيره شديده حمله يې وکړه، مسلمانان هم ټينګ ورته و درېدل او پر يهودو يې حملې شروع کړې، څو د شديد جنګ په نتيجه کي يې د يهودو څخه قلا ونيول، نو د زبير قلا هم د مسلمانانو لاس ته ورغله چي دا د يهودو هغه ټينګه او محکمه قلا وه، دا د الله جل جلاله  نصرت او مرسته وه چي دغه غزال نومى يهودي يې و مسلمانانو ته مسخره کړى او دغه لار يې ور وښوول، که نه دغه قلا هيڅ نه فتحه کېدل.


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته