تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
هوښیار څوک دی؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 13, 2021
  0


هوښیار څوک دی؟ 


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د حضرت عبدالله بن عمر(رضي الله عنه) څخه روایت دی وايي زه د رسول الله صلی الله عليه وسلم په مجلس کي حاضر وم چي د انصارو څخه یو نفر ولاړ سو او ویل یا رسولَ الله په خلقو کي څوک ډېر هوښیار او د حکمت خاوند دی .

 

(وړونو! دغه پوښتنه که نن ورځ زموږ او ستاسي څخه وسي قِسم قِسم جوابونه به و وایو او هم به یې واورو خو تاسي د رسول الله  صلی الله عليه وسلم و بلیغ او جامع جواب ته غوږ ونیسی)

 

رسول الله صلی الله عليه وسلم  و فرمایل: هغه څوک چي مرګ ډېر یادوي او هغه څوک چي د مرګ دپاره یې پوره آمادګي نیولې وي دغه خلق هوښیاران دي ځکه دوی د  دنیا شرف او د آخرت کرامت یووړی. سبحان الله! دا څومره پوره او جامع جواب دی، ځکه که موږ فکر وکړو دغه جواب دوه اړخه لري یو دا چي (مرګ ډېر یادوي) دا معلومه خبره ده هر هغه څوک چي مرګ یادوي هغه انسان هیڅکله شر او شرارت نه پېښوي، خو یواځي د شر نه پېښول د ټولني د خوشبختۍ دپاره کفایت نه کوي نو د جواب دوهم اړخ ته متوجه سی چي فرمايي (او هغه څوک چي د مرګ دپاره یې پوره آمادګي نیولې وي) د مرګ دپاره آمادګي په څه شي نیول کیږي؟

 

په عدل، په صدق، په ښو اخلاقو، یو د بل سره کومک کول، د مور او پلار، همسایه، اقرباوو د حقوقو مراعتول، حلاله نفقه خوړل او داسي نور صالح عملونه، نو که واقعاً هر انسان د شر او شرارته څخه ځان وساتي او هم دغه ذکر سوي صالح عملونه په ځان کي پیدا او عملي کړي، ټولنه به مو څومره خوشبخته، هوسا او آرامه وي، آخرت به مو کامیابه وي،


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته