تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دحضرت سلمان فارسي(رضي الله عنه)د تواضع یوه کیسه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 12, 2021
  0

دحضرت سلمان فارسي(رضي الله عنه)د تواضع یوه کیسه

 

لیکنه : قاري خبیب (پشت رودي )/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

کوم وخت چي حضرت سلمان فارسي (رضي الله عنه)د مدینې والي ؤ ، نو یوه ورځ په بازار کي تېرېدی،چي یو چا د مزدور ګمان پر وکړ او ور ږغ يې ګړل چي راشه زما سره دا سامان یوسه، سلمان فارسي (رضي الله عنه)هم ورغی په ډېره خوشحالي سره یې د هغه سامان پورته کړ او ورسره روان شو، په لاره کي کومو خلکو چي دی یې پېژنده حیران او پرېشانه شول، دی یې ودراوه او ورته ویې ویل:

 

الله (جل جلاله)دي پر تا باندي رحم وکړې ای امیرالمؤمنینه! دا سامان موږ ته را کړه موږ به یې ورسره یوسو، ده د خلکو له دې خبري  څخه انکار کاوه او مخته روان ؤ.

 

هغه سړی چي کله په دې پوه شو چي دا مزدور نه، بلکي دمدنیې والي دی، نو پر خپلی غلطۍ ډېر پښېمانه شو، معافي او معذرت يې غوښت، ویل ای امیرالمومنین ماته ونه پېژندلې،  ماوبخښه او زما سامان پرېږده، زه یې خپله وړم،.

سلمان فارسي (رضي الله عنه)وفرمایل وروره! د خلکو هیڅ پروا مه کوه، درځه ته زما ورور یې زه ستا سره مرسته کوم، په تې سره خو زه نه کم اصل کېږم چي د خپل یو ورور سره مرسته وکړم، هغه سړي ډېر کوښښ وکړ چي زما سامان کښېږ ده، زه یې خپله وړم ، ده د هغه خبره نه منل، سامان یې اخيستی ؤ تر دې چي دهغه و کورته یې د هغه مال ورساوه، هغه سړی په دې کار سره دومره شرمینده شو چي له خپله ځانه سره یې دا وعده وکړل چي د آئنده لپاره به بیا د هیڅ مزدور څخه کار نه اخلم.

 

ماخذ : افضل الحکایات

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته