تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مور مینه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 12, 2020
  0

 

د مور مینه


لیکنه: عبدالسلام حنفي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


 حضرت عامر رضی الله عنه وایي چې یوه ورځ موږ د نبي کریم صلی الله علیه وسلم سره ناست وو. چې په دې کې یو کس راغئ. څادر یي اغوستی وو. او په لاس کې ورسره څه وو. چي په څادر کي یې راتاو کړي وو. او وویل.

ای د الله رسوله! کله چي زه ستاسو د راتلو نه خبر شوم نو ستاسو ملاقات ته را روان شوم نو په لاره کي د ونو په یوه ځنګل راتیریدم. نو ما په دې ونو کې مې د مرغو د بچو آوازونه واوریدل. نو ما هغه بچي راواخیست او په دې څادر کي مي واچول چي کله را روان شوم. نو د دې بچو مور راغله او زما د سر د پاسه تاویده راتاویده. ما څادر د دې له بچو څخه لری کړو.

چي دا مور یي وګوري. کله چي دې مور یې دا بچي ولیدل. نو مور یي راغله او په دې بچو یي وزرې خورې کړې.او نه ورنه پاڅیده. نو ما په دې هم څادر واچولو. او دادي ټول د ماسره دي. نبی کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل ته دا کیږده دا صحابي وايی چې ما کیښودل. او څادر مي ورنه لری کړو نو دې مور هماغه شان په دې بچو خپلې وزرې خورې کړي وي.

او نه ورنه پاڅیده صحابه کرامو رضي الله عنهم چي دا ولیده نو ډیر تعجب یې وکړئ. چي دا مور په خپلو بچو څومره مهربانه ده چې خپل ځان یي قید کي ورکړو خو د بچو نه جدا نه شوه نو نبي کریم صلی الله علیه والسلام خپلو صحابه کرامو ته وفرمایل. اي صحابو! تاسو تعجب کوئ چې دا مور په خپلو بچو څومره مهربانه ده ؟ زما دې قسم وي په هغه ذات چا چي زه برحق رسول رالیږلي یم.

الله تعالی په خپلو بندګانو باندي د دې نه هم زیات مهربانه دي څومره چې دا مور په دې بچو مهربانه ده صحابي وايي چې بیا نبي کریم صلی الله علیه وسلم حکم وکړو. چې واپس دا ټول هماغه ځای ته یوسه له کوم ځاي نه دې چي راخستي دي. نو بیرته یي هماغه ځاي ته دغه د مرغه بچي یوړل.او مور یي هماغه شان ورسره وه


. ابـوداؤد رقم الـحدیث ۳۰۸۹ کتاب الـجنـائـز 


www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته