تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د موسيقۍ تاوانونه د غربي پوهانو له نظره
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 30, 2020
  0

د موسيقۍ تاوانونه د غربي پوهانو له نظره


لیکنه : مولوي نورالحق مظهري/تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د ډيرو اروا پوهانو په نظر موسيقي د بشر احساسات پر يو غير طبيعي او غير عادي مسير باندي روانوي او منفي توسعه ورکوي پدې معنی چي انسان د يو ګډوډ او نامعلوم عالَم په لوري رهنمايي کوي او غير طبيعي خيالات او تصورات ورته پیدا کوي.


موسيقي د خوند او لذت سبب ندی بلکي تنها هغه د تخيل او سوچونو قوه او ماده تحريکوي چي انسان د واقعيت پر خلاف د لذت احساس کوي چي سړی ورته کاذب او يا درواغجن لذت ويلای سي، پدې خاطر دی چي داسي ويل کيږي: ډيري روحي ناروغۍ د همدغه ځايه څخه شروع کيږي چي کله انسان په يو ورک او ګډوډ جهان کي سردرګمه او يا ورک سي داسي جهان چي خپله يې تعريف نسي کولای.


آن تر دې چي ډيری غربي کارپوهان هم پدې باور دي چي موسيقي د انسان روح ته ډېر تاوانونه لري.


۱. ډاکټر ولف آدلر (دکلمبيا دپوهنتون پروفيسور) وايي: علاوه پردې چي موسيقۍ ته په غير طبيعي توګه ډېره توجه کول زموږ اعصاب ډېر ستړي کوي بلکي د موسيقۍ د ږغ څخه د ارتعاشاتو د پورته کېدلو له وجهي د انسان په پوست کي غيرمعمول عکس العمل را پورته کيږي چي ډېر تاوان او زيان لري.


۲. ډاکټر آلکسيس کارل ( لوی فرانسوي فيزيولوژست) وايي: موسيقي د انسان په بدن کي ډېر کهالت او سستي راولي او زموږ د اولادونو روحيه فلج کوي.


۳. ډاکټر ارنولد فريدماني( په نيويورک کي دروغتون ډاګټر او د سردردۍ د کلينيک رئيس) د الکترونيکي دستګاو په مټ چي مغزي امواج ورباندي معلوميږي دډېری ناروغانو د کتلو او د هغوی څخه د ټسټونو د اخيستلو وروسته په تجربه ورته ثابته سوېده چي د روحي او فکري ستړيا او عصبي سردردونو د لويو لاملونو څخه يو هم موسيقۍ ته غوږ نيول دي په خاصه توګه هغه خلګو ته چي په ډېر دقت او غور ورته غوږ نيسي.


۴. ډاګټر رابرت (چي په انگليس کي د ماشومانو د اروا پوهني متخصص دی) وايي: ماشومان د مور په رحم کي د موسيقۍ تر منفي تأثير لاندي راځي، حامله ميرمن چي موسيقۍ ته غوږ نيسي په رحم کي يې د ماشوم د زړه تکان ډېريږي البته 6 مياشتي د حمل وروسته.


۵. ډاګټر اوريزن اسوت مارون، وايي: هغه نيشه او حالت چي انسان ته د موسيقۍ د اورېدلو له کبله پيدا کيږي تر ټولو لوی لامل او عامل د قلبي سکتي کيدلای سي.


۶. همدا راز د کارپوهانو په نظر د موسيقۍ د ږغونو اورېدل د انسان د بدن پر مختلفو غړو باندي د ويروس حملې کولو ته لاره آواره وي په ځانګړي توګه پر معدې، ګوردوکانو او غاښونو باندي. 


ډاکټر "لوديگ دومليگ" د موسيقۍ د مختلفو ډولونو پر روبدو او اخته انسانانو باندي آزموينه کړېده چي په نتيجه کي ورته ثابته سوېده چي د معدې مشکلات په هغه خلګو کي چي موسيقي اوري نسبت و هغه خلګوته چي نه يې اوري ډېر دي په ځانګړي توګه هغه خلګ چي د پاپ موسيقي اوري.


۷. ځيني کارپوهان پدې نظر دي چي موسيقي، په خاصه توګه هغه موسيقي چي ډيره تنده وي په سمپاتيک او پاراسمپاتيک سيستم کي تحريکات را پورته کوي چي په نتيجه کي اعصاب خپل تعادل دلاسه ورکوي، چي هم مهاله ورسره د اعصابو ضعف، د حواسو ګډوډ کېدل، خوابدي پيداکېدل، ليونتوب، په اورېدلو او ليدلو کي ستونزه پيداکېدل او نور مشکلات زيږوي.


ماخذ : اسلامي مقالي

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته