تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د فتنو په مقابل کي د حضرت عُمر(رض) دریز
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 30, 2020
  0


د فتنو په مقابل کي د حضرت عُمر(رض) دریز


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


حضرت عُمر فاروق(رض)  په خپل وخت او زمانه کي د فتنو په مقابل کي سخت او شديد ولاړ ؤ، هيڅ داسي کار ته يې لار نه ورکول چي هغه دي په مسلمانانو کي فساى او فتنه يا خرابي جوړه کړي، چي يوه د هغو عجيبو واقعاتو څخه چي د ده(رض)  عزم او إراده ښکاره کوي چي د فساد او فتنې په مقابل کي يې څومره سخت دريز درلودى، هغه واقعه ده چي په مصر کي پېښه سوه، هغه قصه يا واقعه داسي وه:


کوم وخت چي مصر فتحه سو او عَمرو بن العاص(رض)  د مصر والي ؤ، په دغه وخت کي په مصر کي يو نفر پيدا سو چي نوم يې اُسَيبِيغ ؤ، دا سړئ مسلمان سو مګر داسي تشويشي پوښتني او سوالونه يې کول چي مسلمانان يې په شک او تردُد کي اچول، د داسي شيانو پوښتني يې کولې چي په هغه کي شُبُهات پراته وه، خاصتاً چي په هغه وخت کي د مصر خلک نوي مسلمانان سوي وه نو هلته علماء هم نه وه، د اُسَيبيغ د پوښتنو څخه يوه پوښتنه داوه: چي مسلمانانو ته به يې ويل: تاسي واياست چي په آخره زمانه کي عيسْى بن مريم(ع) بيا راځي؟ خلکو ويل: هو، اُسيبِيغ ويل: محمد(ص)  هم بيا راځي ځکه چي محمد(ص)  تر عيسْى(ع) افضل او بهتر دى او الله(ج)  په خپل کتاب قرآن مجيد کي هم فرمايي:


إِنَّ الَّذِي فَرَضَ عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لَرَادُّكَ إِلَى مَعَادٍ [ قصص: 85 ] 
يعني: بېشکه هغه الله چي پر تا يې احکام د قرآن نازل کړي دي، خامخا هغه د وعدې و ځاى ته بيرته ستا ور وستونکی دى (چي مکه مکرمه) ده. 


دغه آيات شريف د هجرت په وخت کي نازل سو او الله(ج)  رسول الله(ص)  ته دا تسلّْى ورکول چي ته بيرته مکې مکرمې ته تلونکى يې. 


خو اُسيبيغ د خپلي باطلي خبري دپاره دغه آيات شريف دليل ګرځاوه او د آيات شريف ترجمه يې دا سي کول چي محمد(ص)  بيرته دنيا ته راتلونکى دى او داسي نور شُبُهات يې په خلکو کي نشرول، په مصر کي د اصحاب کرامو شمېر لږ ؤ او هغه نور خلک نوي مسلمانان سوي وه، داسي شيان نه وه ور معلوم.


 عَمرو بن العاص(رض)  چي د مصر والي دى په حيرت کي دى چي په دغه نفر څه وکم؟ نوره ګناه نه لري کوم جُرم يې نه دى کړى فقط دغه قسم پوښتني کوي چي په خلکو کي شک او ترديد پيدا کي، په خپله د عَمرو بن العاص(رض)  سره هم د دغسي مسائلو قاطع جواب نه ؤ موجود او سړئ هم د دغسي پوښتنو څخه نه سي منعه کولاى، نو عَمرو بن العاص(رض)  و اميرالمؤمنين عُمر فاروق(رض)  ته د دغه اُسيبِيغ په باره کي حال ولېږى، چي دغه سړئ دغسي خبري کوي زه څه ور سره وکم؟ عُمر فاروق(رض)  ورته وليکل:

 

زما د ليک په رسېدلو سره فوراً اُسَيبِيغ د پيره دارانو سره ما ته را و لېږه او احتياط کوه چي در څخه و نه تښتي، عَمرو بن العاص(رض)  هم ډير ژر اُسَيبيغ د پيره دارانو په لاس مدينې منورې ته ولېږى، هغه ډله مدينې منورې ته ورسېده او مسجد نبوي ته ورغله، حضرت عُمر فاروق(رض)  ته يې خبر ورکى چي اُسيبيغ مو راوستلى دى، حضرت عُمر(رض)  ډير په خوشاله سو او د پيره دارانو مشر ته يې و ویل: که اُسيبيغ درڅخه و تښتېدى د هغه پر ځای تا ته د هغه جزاء درکوم. 


بيانو حضرت عُمر(رض)  د اصحاب کرامو مشران راټول کړه او اُسيبيغ يې راوغوښتى، اُسيبيغ راوستل سو، عُمر(رض)  اُسيبيغ ته و ویل: ته دا پوښتنه کوې؟ هغه ويل: هو، او ويل: ته داسي پوښتنه کوې؟

 

هغه ويل: هو، ويل نوري څه پوښتني لرې؟ اُسيبيغ هم هغه خپلي د شُبُهاتو ټولي پوښتني بيان کړې او ويل: يا اميرالمؤمنين! زما د دغو پوښتنو جواب راکوې؟ عُمر و ويل هو جواب يې درکوم، عُمر(رض)  ناري کړه: يا جلاّد! جلاد و هغه چا ته ويل کيږي چي شرعي جزاوي او حُدود لکه د سر پرې کول، د لاس پرېکول، او په دُرو وهل پر خلکو عملي کوي، نو ويل يا جلاد! خلک په تعجب کي سوه چي دغه سړئ پوښتني کوي او عُمر(رض)  جلاد را غواړي، خير جلاد راغلى، عُمر(رض)  ورته ويل: وهه يې، جلاد هم د اُسيبيغ په وهلو شروع وکړه، دومره يې و واهه چي د اُسيبِيغ د ملا پوست واوښتى او ملا يې سرې غوښي سوه، بيا نو حضرت عُمر(رض)  و ویل: 


اوس يې بوزى او علاج يې وکى کوم وخت چي جوړ سو بيا ما ته خبر راکى، سړئ يې بوتلى او علاج يې په کاوه تر څو چي جوړ سو، نو يې عُمر(رض)  ته خبر ورکى چي سړئ جوړ سو، ويل رايې ولى، اسيبيغ را وستل سو، حضرت عُمر(رض)  ور ته ويل: جوړ سوې؟ ويل: هو، بيا يې ناري کړه: يا جلاّد! وهه يې، جلاد بيا دومره وهل ورکړه چي د اُسيبيغ د ملا غوښي ښکاره سوې، حضرت عُمر(رض)  بيا امر وکى چي بويې زى او علاج يې وکى درې واره يې دغسي وهل ورکړه چي د ملا غوښي به يې توى سوې او بيا به جوړ سو، څلورم وار چي يې راوستى عُمر(رض)  ور ته و ویل: جوړ سوې؟ ويل: هو، عُمر(رض)  ناري کړه: يا جلاّد! اُسيبِيغ ويل: يا امير المؤمنين! که مي وژنې و مي وژنه مګر نور د دغو وهلو طاقت نه لرم، عُمر(رض)  و ویل: بيا د دغو شيانو پوښتني کوې؟

 

اُسَيبِيغ ويل: په والله په ټول عُمر به بيا داسي پوښتني ونه کم، عُمر(رض)  و ویل: کوفې ته يې فراره کى، اُسيبيغ ويل: يا امير المؤمنين! ولي مي کوفې ته فراره کوې؟ زما وطن او کورنۍ، اهل او اولاد مي په مصر کي پاته کيږي، عُمر(رض)  ويل: کوفې ته يې فراره کى، اُسيبيغ ويل: ولي کوفې ته يا امير المؤمنين؟ عُمر(رض)  ويل: هلته يو امير دى چي د هغه په حضور دغسي فتنې نه سي ښکاره کېدلاى او که چا سر راپورته کړى سر يې ور پرې کوي، او ته د فتنو سړئ را معلومېږې، نو داسي چاته ضرورت لرې چي هغه پر تا مسلط وي. 


اسيبيغ کوفې ته فراره سو او هلته ژوند کوي، وختونه دي تېريږي، حضرت عُمرفاروق(رض)  شهيد او وفات سو، عثمان(رض)  شهيد او وفات سو، د حضرت علي(رض)  په خلافت کي د خوارجو فتنه را پورته سوه، خوارج فتنه ګر او د خبرو ډک خلک وه او دغسي شُبُهات يې نشرول، حتّْی عيناً هغه پوښتني يې هم کولې چي اُسيبيغ به کولې، خپل فتنه او فساد يې د دغو پوښتنو په واسطه په خلکو کي نشرول. 


نن ورځ هم په اسلامي ټولنه کي ځيني داسي خلک پيدا کيږي چي په بحث او پوښتنو سره يې ديني معلومات نه وي مقصد بلکه د فساد او فتنې د نشرولو دپاره بې معنْی او پوچي پوښتني کوي په اسلام کي شُبُهات پيدا کوي، ده ته به د لمانځه فرائض او واجبات نه وي ورمعلوم خو د رسول الله(ص)  يا خُلفاء راشدينو په سياست او کړنلاره کي يا د امت د امامانو په اجتهاد کي يا د نن ورځي د حقيقي علماوو پر کړو وړو به انتقادونه کوي، يا به د داسي پېچلو مسئلو پوښتنه کوي چي دئ به په ټول عُمر و هغسي مسئلو ته هيڅ ضرورت نه لري، دغه خلک اصلاً د اسلام زده کول نه غواړي بلکه په مسلمانانوکي فتنه او فساد نشرول غواړي، د مسلمانانو په عقيده کي شک او تردُد پيداکول غواړي،


 نو مسلمان وروڼو ته زما مشوره دا ده: چي د دغسي خلکو سره په بې ځايه بحثو او داسي مسئلو کي ګډون و نه کړي چي د دوږخ د ننوتلو سبب وګرځي، فقط تاسي د خپلو عقيدو په صحي ساتلو کي پوره کوښښ کوى.


نو خوارجو هم هغه د اُسيبيغ پرقسم پوښتني تکرارولې فتنه او فساد يې نشرول، نو يو نفر واُسيبيغ ته ورغلى ويل: يا اُسيبيغ! يو قوم پيدا سوى دى او هغه خبري کوي کومي چي تا کولې نو ولي د هغو سره نه ملګرى کيږې؟ اُسيبيغ شا وګرول، هغه د وهلو ورځي يې ور په ياد سوې، ويل: ما ته يوه صالح سړي درس راکړى دى او توبه مي وکړه، نو اُسيبيغ د خوارجو په فتنه او فساد کي ګډون او اشتراک و نه کړى. 


دا د حق او حقيقت په باره کي د حضرت عُمر(رض)  شدت او دريز ؤ، حضرت عُمرفاروق(رض)  په دغه سخت او شديد دريز فتنې ورکي کړي وې، دا د حضرت عُمر فاروق(رض)  له طرفه درس دى چي و موږ ته يې هم راښيي.


د حضرت عُمرفاروق(رض)  تر وفات وروسته عَمرو بن العاص(رض)  وايي: پسله رسول الله(ص)  او پسله ابوبکر الصّدِّیق(رض)  مي بل داسي څوک نه دى ليدلى چي تر عُمر(رض)  دي د الله(ج)  څخه زيات بېريږي، په دې يې هيڅ پروا نه کېده چي د شرعي حکم يا جزاء پر چا واقع کيږي یا چا ته ورکول کیږي، دې ته يې نه کتل چي دا مي زوى دى يا پلار، يعني د الله(ج)  د احکامو د عملي کولو په مقابل کي د دوستۍ او قرابت، هيڅ لحاظ او مراعت نه ؤ پکښي موجود، حضرت عُمر(رض)  د حق په عملي کولو او د فتنو په ورکولو کي شديد او قوي ؤ.

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: خلفاء راشدین.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته