تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ستونزه مي په بدن کي نه بلکي په زړه کي ده
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 24, 2020
  0

ستونزه مي په بدن کي نه بلکي په زړه کي ده

 

لیکنه: دوکتور ابراهيم الفقيه :ژباړه: محمد نبي الدین/ تعلیم السلام ویب پاڼه

 

۱- کله د کار لپاره په ساعتونو ساعتونو درېږم نو بدن مي تحمل کولای سي .. او کله چي لمونځ کوم .. لنډ لنډ سورتونه وايم تر څو لمونځ پای ته ورسوم .. سره له دې چي بدن مي تحمل کولای سي چي ودرېږم او لمونځ وکړم مګر زړه مي نه سي کولای.

نو مشکل زما په زړه کي دی په بدن کي نه دی.
 

۲- ډېر ځلي مي پر يوه ډېر بېکاره شي شپه په ويښه تېره کړې ده . او کولای سم چي د شپې لمونځ هم وکړم مګر زړه نه سي کولای؛ ځکه هغه د شپې د بانډار د ستړيا له کبله ويده سو.

نو مشکل زما په زړه کي دی په بدن کي نه دی.


۳- کله چي زه کوښښ کوم چي اولادونه مي د هغوی د زده کړي د دورې ۱۶ کاله پرلپسې د مکتب لپاره وختي را ويښ کړم
او په په دې کي بيا پاتي راځم چي هغوی د سهار د لمانځه لپاره را ويښ کړم.
بلکي کله نا کله د ځان په را ويښېدلو کي هم پاتي راځم.


نو زما مشکل دا نه دی چي زه نو نه سم کولای چي پر وخت را ويښ سم بلکي مشکل دا دی چي زما زړه د الله تعالی لپاره نه سي را پورته کېدلای خو د دنيوي چارو لپاره بيا را پورته کېدلای سي.

نو مشکل زما په زړه کي دی په بدن کي نه دی.
 

۴- کله چي په ساعتونو ساعتونو د دې لپاره کښېنم تر څو د نړۍ له خبرو ځان خبر کړم  او له دې څخه بيا عاجز يم چي د قرآن کريم د تلاوت او ذکر لپاره نيم ساعت کښېنم.
نو مشکل زما په زړه کي دی په بدن کي نه دی.

 

۵- کله چي درسونه ښه زده کوم او امتحان ته ورځم تر څو پکښي کامياب سم .. او دا مي هېره کړې ده چي و يوه بل امتحان ته په لاره کي يم، زه به مړ سم او په يوه داسي مضمون کي به امتحان راڅخه واخستل سي چي په هغه کي مي ډېره بې پروايي کړې ده حال دا چي زه د هغه لپاره پيدا سوی يم چي هغه د الله تعالی طاعت دی.
نو مشکل زما په زړه کي دی په بدن کي نه دی.

 

۶- کله چي دې ته وخت لرم چي حمام وکړم، خوراک وکړم، کار وکړم، درس ووايم، خبري وکړم او وخاندم .. نو مشکل دا نه دی چي زه د طاعت لپاره وخت نه سم پيدا کولای بلکي مشکل دا دی چي زړه مي دومره وخت نه لري چي د طاعت فکر وکړي.

نو مشکل زما په زړه کي دی په بدن کي نه دی.
 

ستونزه دا نه ده چي موږ نه سو کولای؛ ځکه الله تعالی موږ يوازي په هغه څه مکلف کړي يو چي موږ يې کولای سو مګر زموږ زړونه يې نه کوي.

 

له ژوند سره اړيکي او د بدن د خواهشاتو پوره کول زموږ زړونه خراب کړي دي.

ربه! موږ، زموږ اولادونو او دوستانو ته سالم زړونه ورکړه.

وصل وسلم وبارك على نبينا العظيم والحمد لله رب العالمين

www.taleemulislam.net

 

 

 

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته