تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
درې کسان به د الله جل جلاله د رحمت څخه ليري وي
  تعلیم الاسلام ویب ياڼه
  April 25, 2021
  0

درې کسان به د الله جل جلاله د رحمت څخه ليري وي


ترتیب: عبدالرحیم راشد/تعلیم الاسلام ویب پاڼه 
 
 حضرت کعب بن عجرة رضي الله عنه  وايي، چي نبي صلی الله علیه وسلم  موږ ته وفرمايل: چي منبر ته رانژدې سئ. نو موږ منبر ته رانژدې سوو. نبي صلی الله علیه وسلم  منبر ته وختى پر اوله ځينه چي يې پښه کښېښودل آمين يې ووايه بيا چي يې پر دوهمه ځينه پښه کښېښودل آمين يې ووايه بيا چي يې پر دريمه ځينه پښه کښېښوده آمين يې ووايه.


 کله چي نبي صلی الله علیه وسلم  د منبر څخه راکښته موږ پوښتنه ځني وکړه چي يا رسول الله صلی الله علیه وسلم  ! نن موږ ستا څخه (د منبر ختلو په وخت کي) داسي څه واورېدل چي نور وخت مو نه وه اوريدلي؟


 رسول الله صلی الله علیه وسلم  راته وويل چي جبرائيل  علیه السلام  زما مخته راغلى (ما چي د منبر پر اوله ځينه پښه کښېښوده) ده راته وويل چي هغه څوک دي هلاک وي چي د روژې مياشت راسي او ده ته مغفرت نه وسي ما ورته وويل آمين. 


کله چي ما پر دوهمه ځينه پښه کښېښوده جبرائيل علیه السلام  راته وويل چي هغه سړى دي هلاک  وي چي ستا نوم د ده په وړاندي ذکر سي او دى پر تا باندي درود ونه وايي ما ورته وويل آمين.


کله چي ما پر دريمه ځينه باندي پښه کښېښوده جبرائيل علیه السلام  را ته وويل چي هغه څوک دي هلاک وي چي مور او پلار دواړه او يا يو د دوى څخه د سپين ږيروالي په وخت کي ولري او دى په دوى باندي جنت ته داخل نه سي ما ورته وويل آمين. 


عن کعب بن عجرة رضي الله عنه  قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم  احضروا المنبر فحضرنا فلما ارتقى درجة قال آمين فلما ارتقي الدرجه الثانية قال آمين فلما ارتقى الدرجة الثالثه قال آمين فلما نزل قلنا يا رسول الله صلی الله علیه وسلم ! لقد سمعنا منک اليوم شيئا ماکنانسمعه قال ان جبرائيل عرض لي بعد من ادرک  رمضان فلم يغفرله قلت آمين فلمارقيت الثانية قال بعد من ذکرت عنده فلم يصل عليک قلت آمين فلما رقيت الثالثة قال بعد من ادرک ابويه الکبر عنده او احدهما فلم يدخلاه الجنة قلت آمين.


  (رواه الحاکم و قال صحيح الاسناد کذا في الترغيب  وقال السخاوي رواه ابن حبان في ثقاته وصححه والطبراني في الکبير والبخاري في برالوالدين له والبيهقي في شعب وغير هم ورجاله ثقاة وبسط طرقه وروي الترمذي عن ابي هريرة وقال ابن حجر طرقه کثير کما في المرقاة)

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته