تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اوسني حالت او دجال
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 24, 2020
  0

اوسني حالت او دجال


لیکنه : عبدالسلام حنفي  ::تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د تمیم الداري رضي الله عنه حدیث که چا ته یاد وي په کوم کې چې د دوي له دجال سره ملاقات شوي دي او دجال په هغه واقعه کې دجال  له دوي څخه  چې  دکومو ځایو اړوند  پوښتني کړي دي په هغو ځايو باندي اوس اسرائلو خپله ولکه ټینګه کړي ده او هغه ځایونه اوس د دوي په ملکیت کې دی ، او د هغو سره سره په مهمو ځایونو او سازمانو باندي هم یا اسرائل ، او یا عیسویان واکمن دي .

 

 مثلا کوم بحري غټ سمندرونه چې دي په هر ځاي کي امریکا خپلي بیړي لري او په هغه باندي ولکه لري، او همدارنګه وګورئ نړیوال سازمانو د  دوي په لاس کې دي ، او دا هڅه او کوشش هم کوي چې د اسلامي هیوادونو زراعت هم په خپل لاس کې واخلي  ، او اکثره يي اخیستي هم دي  هغه په دې ډول چې د هر شي تخمونه تصفیه کیږي او هغه تخم داسي اموخته کیږي چې په آینده کې ته هغه وکري هم نو کوم  کود  یا دوا  ته چې اړتیا لري.

 

 هغه به هغه دوا یا کود ورته فایده رسوي کوم چا چې همدغه تخمونه همداسي تصفیه کړي دي چې هغه هم همدا امریکا ده یا نور کفري هیوادونه دي نو کله چې په زراعت ، کې هم دوي ته محتاج شولي او د اوبو په هغه مهمو ځایونو باندي هم دوي وختي ولکه ټینګه کړي ده او ستا صحت هم د دوي په لاس کي دي ځکه چې د روغتیا نړیوال سازمان په سر کي هم دوي دي او ستا اقتصاد هم د دوي په لاس کې دي ځکه نړیوال جهاني بانګ هم د دوي په لاس کي دي  او ستا څخه يي ستا اقتصاد په یوه او بله بهانه واخیستي هغه هم په ډیر کم قیمت ستا څخه يي سره او سپین زر ټول کړل هغه هم په ډیر کم قیمت نو کله چې ته په هر شي کي دوي ته محتاج وي او دا خو زموږ یقین دي چې دجال راتلونکي دي او د دجال لښکر همدا اوس دا ټول شیان په خپله ولکه کې اخیستي دي ،

 

او کله چې دجال راڅرګندیږي هغه به هم په داسي طریقه سره چې په نړۍ کي به غربت او فقر  نهايي حد ته رسیدلي وي او دجال به د یو ښه سړي په څیر د فقیرانو او مسکینانو سره مرسته شروع کړي او په خلګو کې به ځان ښه مشهور او محبوب وګرځوي  او د هغه څخه وروسته چې بیا دې د خدايي دعوه کوي ،  نو کوم کسان چې د ده په مرستو را لوي شوي دي هغو ته دا خبره کوي چې زما خدايي مني او کنه ؟ نو دا چې ډیر خلک به د ده په مرستو او کومکونو  آموخته شوي وي نو ډیر کسان به د دې ملګري شي او کوم کسان چې د ده خدايي نه مني، نو په هغه به سختي او تکلیفونه راولي ، هغه نو لکه مثلا ستا زراعت اوبه ته ضرورت لري اوبه د ده په ولکه کې دي ستا زراعت دوا ته ضرورت لري هغه د ده په ولکه که ده که یوه خوا ته زراعت ته ګوري هغه د تباهي سره مخ د ي او که بل طرف ته دجال ته ګوري هغه د دې شیانو په درکولو سره چې ستا زراعت وچ نه شي ستا څخه دا غوښتنه کوي چې زما خدايي ومنه  ؟

 

همدا ډول ستا اولاد ستا مور او پلار ستا کورني اوبه ته ضرورت لري مریضان دي دوا  ته ضرورت لر ي ستا په مخ کي کړیږي ته ورته ګوري ستا څخه اوبه غواړي ستا څخه دوا غواړي ستا څخه د بل شي غوښتنه کوي هغه ټول د دجال او د دجالي لښکر په واک کې دي که چیرته ته  یو طرف ته خپل اولاد ته ګوري هغه تږي دي مریضان دي خو بل طرف ته که ته اوبه یا بل د ضرورت شي ورته پیدا کوي هغه د دجال او لښکر په ولکه کې دي او تا ته يي چې درکوي هم دا غوښتنه لري چې زما خدايي ومنه  بیا يي درکوم نو اوس ته د دومره سخت مشکل سره مخ يي ،  الله جل جلاله دې موږ  د دې فتني څخه وساتي نو په داسي حالت کې به ستا حالت څه وي نو مسلمانه وروره نور رابیدار شه چې دجالي لښکر همداوس څخه د دجال لپاره تیار نیولي دي نو ته ولي د غفلت په خوب ورته ویده يي کوچني هم یو وخت چې خوب يي پوره شي د خوب څخه راپورته کیږي  لیکن ستا خوب  به څه وخت پوره کیږي .

 

taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته