تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دديني فهم نشتوالي
  تعليم الاسلام ویب پاڼه
  December 20, 2020
  0

دديني فهم نشتوالي 

 

لیکنه (محمد شفیق)/  تعليم الاسلام ویب پاڼه


 که څه هم چې نن روځ په نړۍ کې (٥٧) اسلامي هيوادونه موجود دي اوپخپلو منځوکې داسلامي کنفرانس دسازمان په نوم يوه اداره يې هم جوړه کړيده خو ولې بياهم ددومره تعداد دولتونو سازمان  دکفري نړۍ دهيوادونو په پر تله ډيروروسته پاتې دى که تاريخ ته نظر وکړو هغه وخت چې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په مدينه منوره کې داسلامي حکومت داساس ډبره کيښوده نو دوخت په تيريدوسره دغه حکومت دومره قوي اومضبوط شو چې دقيصر اوکسرى په شان لوېې  امپراتورۍ يې راونړولې هغه وخت په مسلمانانو کې ايمان ، ديني فهم ، دجهاد جذبه اوولوله  موجوده وه .

 

چې باالاخره دوى  دهمدغه ديني فهم اوايماني وجدان په وسيله  پرټولو ملتونواو قومونواوچت شو اودنړۍ  بادشاهانوخپل تاجونه پخپلو لاسونود مسلمانانو په سرونو کيښودل ، خوداچې نن په نړۍ کې (٥٧ )اسلامي هيوادونه موجوددي ولې ديوکفري هيوادمقابله هم نه شي کولى ، عـــلت يې دادى چــــــــــــــــــــې دوى ديــــــــــــــــــــن ته شاکړې ده اودين ته دشاکيدو وجه يې دديني شامل فهم نشتوالى دى چې دوى په خپل دين کې زيات معلومات نه لري  اوهر کله چې په مسلمان ملت کې ديني فهم موجود نه وي اوپخپل دين کې مطالعه ونه لري ، دصلاح الدين ايوبي تاريخ ونه ګوري، محمد بن قاسم ونه پيژني ، سلطان نورالدين زنګي دخيال په تصوير کې خپل مخ ته ونه دروي او دعمر بن الخطاب زړورتيااوشهامت ته حيران نه شي نو څرنګه به ددغه ملت سره دجهاد جذبه پيداشي تر څو دجهاد پواسطه دښمن تس نس کړي .

                                                                                        
        دغه صليبي پلان دډيرپخوا څخه اسلامي امت ته جوړ شوى دى ترڅو په اينده کې مسلمانان ديني فهم ونه لري نو له همدې امله دوىدا پلان لري چې په ګردو اسلامي هيوادونوکې بايدديني مدارس بندکړاى شي اوپه خلکوکې دتبليغات وکړاى شي چې دمسلمانانوديني مدارس دتروريزم اډې دي او تروريستان پکې روزل کيږي او ترڅو پورې چې دمسلمانانو ديني مدرسې موجودې وې تروريزم نه ختميږي نو په همدې وجه بايد ديني مدارس جبرا وتړل شي ،ښوونځى اودعصري علومو دزده کړى مرکزونه زيات کړاى شي ترڅوددموکراسي پلوي وگړي پکې وروزل شي او همدارنگه ولسونه پرې نه ښودل شي چې ترڅو دديني مدارسو سره ما لي مرسته وکړي   . 

ماخذ :داسلامي کنفرانس نومي کتاب څخه .

taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته