تازه سرليکونه
د (عقايد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د شیخ عبدالقادر جیلاني وعظ خپل خلیفه ته
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 1, 2022
  0

د خدایي او نبوت دعوه مه کوه

 

 حضرت شیخ عبدالقادر جیلاني رحمه الله یوه مرید ته خلافت ورکړی او ويې فرمایل چي فلاني ځای ته ولاړ سه، د دین تبلیغ او اشاعت وکړه. په تلو تلو کي مرید عرض وکړی چي څه نصیحت راته وکړه.

 
شیخ ورته وفرمایل چي د دوو خبرو نصیحت درته کوم:
 
۱: هیڅکله هم د خدايي دعوه مه کوه
 
۲: د نبوت دعوه مه کوه.
 
هغه حیران سو چي زه په کلونو کلونو ستاسو په صحبت او تربیه کي پاته سوم، ایا اوس هم دا احتمال او خطره ده چي زه به د خدايي او نبوت دعوه کوم؟
 
شیخ ورته وفرمایل چي د خدايي او نبوت د دعوې په مطلب ځان پوه کړه، بیا خبره کوه، الله تعالی هغه ذات دی چي څه ووايي هغه قاطع او پرېکنده فیصله وي، له هغه سره اختلاف نسي کېدای نو کوم بنده چي خپله رایه داسي پیش کړي چي پرېکنده وي چي د هغه خلاف به نه کیږي نو هغه هم د خدايي دعویدار وي.
 
او نبي هغه دی چي څه هم په ژبه ووايي هغه رښتیا وي ، هیڅکله درواغ کېدلای نسي، نو څوک چي د خپلي خبري په اړه داسي ووايي چي دا دومره رښتیا خبره ده چي له دې څخه بله نه سي کیدای نو دا داسي سوه لکه چي په پټه يې د نبوت دعوه وکړه چي زما خبره هیڅکله غلطه نسي کېدلای حال دا چي دا به د هغه ذاتي رایه وي. 
 
(پاشلي ملغلري، مولانا محمد یونس پالنپوري: ج۱، ص۹۴/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه)
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته