تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مسیلمة الکذاب سره د خالد بن ولید(رض) جنګ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 5, 2020
  0

د مسیلمة الکذاب سره د خالد بن ولید(رض)  جنګ 


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 


هلته په يمامه کي مسيلمة الکذاب د حالاتو خبر اخلي او ځان په خبروي، هغه ته هم دا معلومه وه چي عِکرمه او شرحبيل(رض)  د لښکرو سره تر يمامې دباندي اړولي دي او دا خبر هم ور رسېدلى ؤ چي سُجاح هم يمامې ته را رهي ده. 


د بنوحنيفه د قبیلې چي د يمامې خلک دي او د بنوعامر چي هغه هم په نجد کي بله قبیله ده په منځ کي د يوه پخواني قتل دښمني پاته وه، چي د هغه قتل د انتقام اخستلو دپاره بنو عامر هم د يمامې د حملې دپاره ځانونه تيار کړي دي، اوس پر مسيلمه مځکه تنګه سوه، ټول لښکري د يمامې پر طرف ور رهي دي، مسيلمه و ویل: ښه خبره دا ده چي سُجاح په يوه شي راضي کړو او بيرته وګرځي، ځکه د هغې د ګرځېدلو امکانات سته او بيا چي موږ د مسلمانانو څخه فارغه سوو بيا به يې بيرته د هغې سره معلومه کړو، مګر لوى او سخت مشکل د مسلمانانو دى چي بېله جنګه په بل هيڅ شي يې نه سو ګرځولاى، نو مسيلمه او د ده قوم پر يوه فيصله اتفاق وکړى چي څو بنده یا مادې يې درلودې. 


اول: يوه ډله به بنو عامر ته ولېږو چي جنګ ور سره وکي، هغه به هلته مات او خنثْى کړو. 


دوهم: که سُجاح راغله هغه به د يمامې په حاصلاتو راضي کړو، په حاصلاتو کي به حصه ورکړو او دا به بېله جنګه ولاړه سي.


درېیم: د مسلمانانو د لښکرو سره به جنګ وکړو . 


دا د مسيلمه فيصله وه، خير سجاح را ورسېده او مسيلمه د خبرو دپاره ور و وتى، مسيلمه او سجاح د دوو لښکرو په منځ کي د خبرو دپاره په يوه خېمه کي سره کښېنستل، د دوى فيصله پر دې وسوه چي سُجاح ته به د يمامې د يوه کال نيم حاصلات ورکوي او دا به بېله جنګه بيرته ځي، د مسيلمه مقصد دا ؤ چي د اوس دپاره د سجاح له شره خلاص سي، نو يې ځکه د يمامې نيم حاصلات ورکړې او سُجاح يې راضي کړه، سُجاح هم بيرته ولاړه. 


په دغه وخت کي خالد بن وليد(رض)  و عِکرمه او شُرحبيل(رض)  ته ور ورسېدى، خو په لار کي د عربو د يوې قبيلې سره مخامخ سو او هغو دا ښکاره کړه چي دوى مسلمانان دي، خالد(رض)  ورته و ویل: چي تاسي مسلمانان ياست نو ستاسي وظيفه دا ده چي زموږ تر شا چي هرڅوک راپسي راغلى تاسي به هغه ګرځوی نه به يې پرېږدى چي راپسي راسي، يا به موږ ته خبر راکوى، هغو ويل دا کار يې پر موږ، خالد(رض)  رهي سو تر شا نه ګوري ځکه زړه يې بېغمه دى، څو عِکرمه او شرحبيل ته ور ورسېدى په دغه وخت کي لکه ابوبکر الصّدِّیق(رض)  ته چي الْهي الهام وسو او دا يې په فکر کي ور وګرځېده چي د خالد تر شا څوک نسته چي د شا له طرفه يې وساتي، نو يې څومره نفر چي پيدا کولاى سواى د هغو څخه يې يوه کوچنۍ ډله جوړه کړه او ويل تاسي به په خالد پسي يمامې ته ولاړ سى، د خالد تر شا څوک نسته تاسي به يې شا ساتى،

 

دا ډله هم پسي رهي سوه، ترڅو هغه د اعرابو ځاى ته ورسېده چي هغو بايد د خالد(رض)  شا ساتلې واى خو هلته هيڅوک نه وه، يعني هغه اعرابو پر خپله وعده وفاء و نه کړه او په خپل کار پسي تللي وه، نو دغه د مسلمانانو ډلي هلته واړول چي د خالد(رض)  شا و ساتي، خالد(رض)  هلته د عِکرمه او شُرحبيل په ملګر تيا د يمامې وطرف ته رهي دى، عِکرمه د لښکر پر راسته طرف دى او شُرحبيل د لښکر پر چپه طرف دى او مخ ته ځي، دوى د شپې تګ کوي او د ورځي پټيږي، غواړي چي د مسيلمه په بې خبرتيا کي يمامې ته ورسيږي، د مسلمانانو لښکر د شپې رهي دى چي يوه سياهي يې وليده، هلته چي ورغله يوه ډله مسلح خلک بيده دي، څوک وايي څلوېښت نفره وه څوک وايي شپېته نفره وه، د دې ډلي مشر مَجاعه بن مراره ؤ، چي دغه مجاعه هم د بنو حنيفه د رئيسانو څخه يو رئيس دى، مسلمانانو دغه نفر ټول بنديان ونيول، او ويل تاسي څوک ياست؟ خو دوى د بنو حنيفه هغه ډله وه چي د مسيلمه له طرفه د بنو عامر د حملې دپاره لېږل سوي وه، نو په شپه کي دوى بيده وه او مسلمانانو ټول بنديان ونيول، دغه نفر يې و خالد(رض)  ته راوستل، خالد(رض)  پوښتني ځني کوي چي ستاسي دين څه شي دى او څه عقيده مو ده ؟ دوى وايي مسيلمه زموږ نبي دى، نو د هغو نفرو څخه يې يو يو نفر پسله پوښتني وژى،

 

خالد(رض)  غواړي چي دوى د هغه خپل کفره څخه واوړي خو فايده نه کوي دوى پر هغه خپل کفر ټينګ دي، نو يې يو يو ځني وژى، کوم وخت چي هغو وليده چي بېله مرګه مو نه پرېږدي او دوى هم د خپله کفره نه اوښته، نو يوه نفر ورته و ویل: يا خالد! ته د يمامې د خلکو دپاره خير غواړې که شر ؟ په هر حال دغه يو سړئ چي زموږ د ډلي مشر دى او نوم يې مُجاعه بن مُراره دى پرېږده مې وژنه،  دئ زموږ د رئيسانو څخه دى، دئ پرېږده ضرر نه در رسوي، که ته د يمامې دپاره شر غواړې چي د يمامې خلک دي ټول مړه کړه بيا دئ هم و وژنه، او که د يمامې د خلکو دپاره خير غواړې ښايي دئ ستاسي منځګړيتوب وکي ځکه دئ هم يو مشر دى، خالد(رض)  د سړي خبره ومنل، مجاعه بن مراره يې پرېښاوه، او په خپله خېمه کي يې بندي کړى، اوس مسلمانان د يمامې پر طرف رهي دي، هلته مسيلمه هم د خالد(رض)  د لښکر په رسېدلو خبر سوى ؤ، مسيلمه هم خپل لښکر و يوې منطقي ته را ايستلى ؤ چي عَقرِبا ورته ويل کيږي، د دغي منطقې شا ته دښت ؤ، عَقرِبا د يمامې تر قلاوو دباندي ځاى دى، که څه هم يمامې ډيري ټينګي او مظبوطه قلاوي درلودې، مګر څرنګه چي دوی د خپل لښکر پر ډيروالي او پرخپل قوت باور او اعتماد درلودی نو يې لښکر تر قلاوو دباندي را ايستلى ؤ .

 


خالد بن وليد(رض)  هم خپل لښکر پر داسي ځاى سره ځاى پر ځاى کړى چي يمامه تر لاندي وه، بيانو خالد(رض)  د لښکر بيرغونه و وېشل،  
د مهاجرينو بيرغ د سالم مولْى ابي حذيفه سره ؤ، د انصارو بيرغ د ثابت بن قيس سره ؤ، او نورو عربي قبيلو ځان ته جلا جلا بيرغونه درلودل، اوس نو دوه لښکره سره مخامخ دي او د جنګ دپاره تياري او آمادګي نيسي، خالد بن وليد(رض)  د مسيلمه په باره کي د رسول الله(ص)  څخه يو حديث اورېدلى ؤ، چي رسول الله(ص)  و فرمايل:

 

مسيلمه لره يو شيطان دى چي حالات ورته وايي، کوم وخت چي دغه شيطان ورته راسي د ده تر خولې ځګان راوزي، كله چي مسيلمه و وينى که مو کولاى سواى چي وې وژنى مې پرېږدى، او که مو کولاى سواى چي په چم سره یې و وژنی هم یې و وژنی، نو رسول الله(ص)  د مسيلمه په باره کي د غدر اجازه ور کړې وه، او اوس خالد(رض)  غواړي چي د مسيلمه سره چم وکي او په مناسب وخت پسي ګرځي، نو يې مسيلمه ته نفر ور ولېږى، ويل: دمخه تر دې چي جنګ شروع سي زه او ته به سره کښېنو خبري به سره وکو، مسيلمه هم قبوله کړه او راغلى د خالد(رض)  سره کښېنستى، ويل وايه څه وايې ؟


 خالد(رض)  ويل: زه آماده يم چي بيرته ولاړ سم خو په دې شرط چي د يمامې نيم حاصلات راکړې، مسيلمه ويل صبر وکه، مسيلمه لاس پورته کى هغه د ده شيطان ورته راغلى، د مسيلمه تر خولې ځګان را وزي، او ويل: يا ! نيم حاصلات به سُجاح اخلي او نيم به ته اخلې، نو موږ ته څه شي را پاته سوه.


 خالد(رض)  و ويل: د حاصلاتو درېيمه حصه راکه زه درڅخه ځم،

 
مسيلمه ته بيا هغه د ده شيطان راغلى او تر خوله يې ځګان راوتل ويل: يا.


خالد(رض)  ويل: د حاصلاتو څلورمه حصه راکه زه درڅخه ځم، 


مسيلمه ته بيا شيطان راغلى اوس غواړي چي تر خوله يې ځګان راووزي، خالد(رض)  حمله پر وکړه، مسيلمه په ځغستا ځني وځغستل او ځان يې خلاص کړى، دلته نو د دوو لښکرو په منځ کي جنګ شروع سو. 


اوس د مسلمانانو ټوله لښکري د عِکرمه لښکر، د شُرحبيل لښکر، د خالد لښکر دوولس زره نفره دي او د يمامې يا بنو حنيفه لښکر څلویښت زره نفره یا په بل روایت سل زره نفره دى او د دوی په منځ کي شديد جنګ شروع سو. 


مؤرخين وايي: د اسلام په تاريخ کي چي هر څومره جنګونه پر مسلمانانو تېر سوي وه، تر دغه جنګ شديد جنګ نه ؤ پر تېر سوى، تر ټولو هغه شديد جنګ د يمامې جنګ دى، بنو حنيفه يو قوم دى چي عصبيت یا قوم پرستي پکښې ده تر هغه وخته جنګ کوي چي يو نفر يې پاته وي مرګ په سترګو ويني او پر ورځغلي، نو ډير شديد جنګ جاري او روان دى، د مسلمانانو د ټولو لښکرو عمومي قومندان خالد بن وليد (رض)  دى او د کفارو د لښکر قومندان مُحَکّم بن طُفَیل دى چي د مسيلمه وزير ؤ، په خپله مسيلمه د لښکر تر شا ولاړ دى جنګ نه کوي فقط خلک و جنګ ته تشويقوي، نارې وهي چي نن ورځ د غيرت ورځ ده ښځي او مالونه مو وساتى، شرف او نسب مو وساتى، د مسيلمه لښکر د ښځو او مالو د پاره جنګ کاوه، خو په دغه جنګ کي د مسلمانانو شعار (وَا محمدا) ؤ چي رسول الله(ص) يې ياداوه او جنګ يې د هغه د دين دپاره ؤ .

 


جنګ ډير شديد سو په دغه وخت کي د مسلمانانو لښکر سره وپاشل سو او د مسيلمه لښکر وکولاى سواى چي د أعرابو له طرفه د مسلمانانو په لښکر ور ننوزي، د مسلمانانو خېمې د دوى د لښکر و شا ته وې چي د خالد بن وليد په خېمه کي هغه مَجاعه بن مَراره بندي ؤ، او د هغه د پيرې دپاره د خالد(رض)  ښځه پاته وه، ښځه ده توره ورسره ده او د بندي ساتنه کوي. 


د مسلمانانو لښکر داسي سره وپاشل سو چي د مسيلمه د لښکر مقدمه يا اولني خلک د مسلمانانو و خېمو ته ور و رسېدل، حتّْی د خالد(رض)  و خېمې ته ور ننوتل توره يې پورته کړه غواړي چي د خالد(رض)  ښځه و وژني خو هغه د دې سره بندي مَجاعه بن مَراره پر ناري کړه: ښځه مه وژنى پرې يې ږدى، يعني: مجاعه د خالد(رض)  و ښځي ته امان ورکړى . 


په دغه وخت کي د مسلمانانو لښکر بيا سره يو ځاى کيږي، مهاجرين او انصار سره یو ځای سوه او بيا يې جنګ شروع کړى، براء بن مَعرُور(رض)  داسي عادت درلودى چي جنګ به يې وليدى د لښکر شا ته د خېمو سره به کښېنستى، د بیري څخه به رېږدېدى، تر څو إدرار به ځني وسو او بيا به په یوه وار را و غورځېدى، د زمري غوندي حمله به يې کول او څوک يې مخ ته نه سواى درېدلاى، په دغه وخت کي براء(رض)  هم د خپل عادته سره سم تود سو او په جنګ يې شروع وکړه، د دوو لښکرو په منځ کي داسي جنګ شروع دى چي چا يې مثل نه دى ليدلى، په دې حمله کي يې د مسيلمه لښکر بيرته شا ته کړى، دلته نو هغه د جهاد او شجاعت عجيب او نادره حالات ښکاره کيږي.
د مسلمانانو بيرغ د زيد بن الخطاب(رض)  څخه ورڅخه دى او ور دمخه کيږي، 


(زيد بن الخطاب(رض)  د عُمر بن الخطاب(رض)  ورور دى او تر عُمر(رض)  دمخه مسلمان سوى دى د هغه اولو مسلمانانو څخه دى)
زيد بن الخطاب(رض)  په جنګ کي مخ ته رهي دى او د کفارو په لښکر کي په يوه خاص او معلوم شخص يا سړي پسي ګرځي چي دغه شخص رَجَال بن عُنفُوه ؤ، (په يوه روايت کي د دغه سړي نوم نهار بن ضَحال ذکر سوى دى) تر څو په رَجَال بن عُنفوه پسي ور ورسېدى. 
زيد بن الخطاب (رض) نېزه پورته کړه او نهار يې په قوت په و واهه، نېزه د نهار په ځيګر ننوته او تر شا يا ملا يې و وتل او و وژل سو.

 


د دغي واقعې په ليدلو د يمامې يا مسيلمه د لښکر معنويات کمزوره سوه، زيد بن الخطاب(رض)  و يوې لوړي ته وختى او په لوړ آواز يې و ویل:

 

اې خلکو غاښونه ټينګ کى او پر دښمن وارونه کوى او مخ ته ځى که څه هم يو قدم وي، زيد(رض)  نور هم پسي و ویل: او زه په خپله والله تر هغو خبري نه کوم چي الله(ج)  کفارو ته ماته ور نه کړي، يا زه د الله(ج)  سره ملاقي نه سم، بيا به زه خپل رب ته خپل دليل و وايم، يعني : تر هغو خبري نه کوم چي يا کفارو ته شکست ورکوو، يا زه شهيد و وژل سم، او زيد(رض)  په دغه جنګ او معرکه کي هغه وخت شهيد و وژل سو چي د مسلمانانو نصرت او برئ ډېر نژدې سوى ؤ. 


وروڼو! څرنګه چي زموږ په بحث کي زيد بن الخطاب(رض)  او رَجَال بن عُنفُوه دوه مهم شخصيتونه ياد کړل سوه، نو دا ښه او بهتره بولم چي ستاسي د پوره معلوماتو دپاره دغه دوه نفره يو څه معرفي کړم .


يوه ورځ رسول الله(ص)  د څو نفرو اصحابِ کرامو سره ناست ؤ او خبري يې سره کولې، رسول الله(ص)  څو لحظې ساکت او پټه خوله سو، بيا يې و اصحابِ کرامو ته مخ ور واړاوه او وې فرمايل: په تاسي کي يو سړئ دى چي د دوږخ په اور کي به يې يو غاښ د اُحُد تر غره لوى وي، يعني په تاسي کي يو دوږخي دى او د دې دپاره چي ډېر عذاب ورکول سي يو غاښ به يې دومره لوى وي لکه د اُحُد غر، نو نور بدن به يې څومره وي، د دغه خبر په اورېدلو سره د مجلس ټول حاضرين په بېره کي سوه، هر يو پر ځان بېريږي چي دغه نفر زه نه يم، او يو وخت په امتحان کي و نه لوېږم، هر يو پر ځان بېرېدى چي آخره خاتمه مي بده يا پر کفر نه سي، مګر د ټولو هغو کسانو چي په دغه ورځ دغه خبره ورته سوې وه خاتمه یې په خير سره سوه، یا خو یې في سبيل الله شهادت په نصيب سو یا د اسلام او مسلمانۍ په حالت کي مړه سوه، د هغه مجلس د خلکو څخه فقط دوه نفره ژوندي پاته وه چي يو يې ابوهريره(رض)  ؤ او بل يې رَجَال بن عُنفوه ؤ، ابوهريره(رض)  همېش په بېره او وارخطايي کي ؤ چي دغه پېش بيني زما په نصيب نه سي، تر څو چي الْهي تقدير دغه پر ده د دغه بد بخت د خاوند څخه پورته کړه، رَجَال بن عُنفوه مرتد سو او د مسيلمة الکذاب ملګرى سو، دلته نو هغه څوک معلوم سو چي رسول الله(ص)  د هغه په باره کي د بد مستقبل او بدي خاتمې خبر ور کړى ؤ، چي هغه دغه رَجَال ؤ. 


رجال بن عُنفوه څوک ؤ؟ رَجال د يمامي د خلکو څخه يو نفر ؤ چي يو وخت و رسول الله(ص)  ته بيعت کونکى او مسلمان ورغلى، کوم وخت چي يې اسلام او قرآن زده کړه نو بيرته خپل قوم ته ولاړى، بيا مدينې منورې ته نه ولاړى، مګر هغه وخت ولاړى چي رسول الله(ص)  رحلت کړى ؤ او ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د رسول الله(ص)  خليفه ټاکل سوى ؤ، رَجال وابوبکر الصّدِّیق(رض)  ته د يمامې د خلکو حالات بيان کړه او دا يې ورته و ویل چي هغه ټوله پر مسيلمه را ټول سوي دي، بيا يې ابوبکر(رض)  ته دا وړانديز هم وکړى:

 

که ته ما د يمامې خلکو ته د خپل قاصد په صفت ولېږې چي هغه خلک پر اسلام ټينګ کړم، ابوبکر الصّدِّیق(رض)  هم اجازه ورته وکړه او رَجال يمامې ته ولاړى، هلته مسيلمة الکذاب ورته و ویل: که ته خلکو ته و وايې چي مسيلمه هم نبي دى، زه به تا ته وزارت او ډير مال درکړم، اوس چي رَجال د مسيلمه پر شاوخوا دغه ډېر خلک وليده د ده دا خيال سو چي دوى غالبه کيږي، نو د ده غادر او خائن نفس ورته و ویل: ښه خبره دا ده چي د اوسه څخه لا د مسيلمه په حکم او دولت کي هغه چي ژر راتلونکى دى يو مقام او کرسۍ لاس ته راوړم، نو يې اسلام پرېښاوه او د مسيلمه و ډلي ته ور داخل سو، حقيقت خبره دا ده چي و اسلام ته د دغه رَجَال خطر په خپله د مسيلمه تر خطر ډېر ؤ، ځکه ده د هغه خپل پخواني اسلام او هغه مودې څخه ګټه اخسته چي د رسول الله(ص)  په وختو کي يې په مدينه منوره کي تېره کړې وه، خاصتاً چي د قرآن مجيد ډېر آياتونه يې هم په ياد وه، او اوس د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  خليفة المسلمين له طرفه قاصد او سفير هم دى، نو  د دغو ټولو اوصافو څخه يې د مسيلمه د درواغجن نبوت د اثبات دپاره په خبيثه طريقه ګټه واخسته، د خلکو په منځ کي به ګرځېدی او ويل به يې: ما د رسول الله(ص)  څخه اورېدلي دي چي وې فرمايل: مسيلمه زما سره په رسالت کي شريک کړل سو. 


او دا به یې هم ور سره و ویل: اوس چي رسول الله(ص)  وفات سو نو د نبوت او وحيو د بيرغ اخستلو دپاره تر ټولو خلکو حقداره مسيلمه دى. 
د رَجَال د دغو درواغو په سبب د مسيلمه پر شا و خوا ډېر خلک را وګرځېده او مسيلمه يې په نبوت و مانه. 


د رَجَال دغه خبرونه و مدينې منورې ته رسېدل، او مسلمانان و دغه خطرناکه مرتد ته هغه چي خلک يې په لويه ګمراهي کي اچولي وه د قهره څخه سره ايشېده، مسلمانان پوهېده چي رَجَال به په دغه خپله ګمراهي سره مسلمانان و يوه لوى جنګ ته مجبوره کړي، خو په ټولو مسلمانانو کي هغه چي په ډېر قهر او غضب کي ؤ او د الله(ج)  څخه يې غوښته چي د دغه رَجَال سره مخامخ سي هغه، هغه صحابي ؤ چي د سيرت او تاريخ په کتابوکي په دغه خواږه نامه سره: زيد بن الخطاب(رض)  يا ديږي، زيد بن الخطاب څوک ؤ ؟

 

تاسي يې خامخا پېژنى چي دئ د عُمر بن الخطاب(رض)  ورور دى، هو د عُمر بن الخطاب مشر ورور دى، تر عُمر(رض)  دمخه و اسلام ته داخل سوى دى او تر عُمر(رض)  دمخه په في سبيل الله جهاد کي شهيد سوى دى، زيد(رض)  د جنګ د ميدان مشهوره پهلوان ؤ، پټ خولى او ساکت انسان ؤ، پر الله او رسول الله او الْهي دين يې راسخ او ثابت ايمان درلودى، د رسول الله(ص)  څخه په هيڅ غزاء کي نه دى پاته سوى، په هر جنګ او غزاء کي دومره په نصرت پسي نه ګرځېدی لکه په شهادت پسي چي ګرځېدی. 

 


د اُحُد په ورځ چي د مسلمانانو او مشرکانو په منځ کي جنګ شديد سو، زيد بن الخطاب(رض)  د جنګ په ميدان کي ولاړ ؤ هم يې وهل کول هم وهل کېدى، د ده ورور عُمر بن الخطاب(رض)  وليدى چي د وروره څخه یې سپر لوېدلی دی او دښمن يې په آساني سره وژلاى سي، عُمر(رض)  پر ناري کړه: يا زيد! دغه زما سپر واخله په دغه جنګ کوه. 


زيد بن الخطاب(رض)  په جواب کي ورته و ویل: زه هغه شهادت غواړم کوم چي ته يې هم غواړې او بېله سپره يې په پوره قهرماني او فداکاري جنګ کاوه. 


موږ مخ کي و ویل: چي زيد(رض)  ډېر کوښښ کاوه چي د رَجَال سره په جنګ کي مخامخ سي او دا يې تمنا وه چي د رَجال د خبيث ژوند پاى ته رسېدل یوازي د ده پر لاس وي، د زيد بن الخطاب(رض)  په فکر رَجال یوازي مرتد نه ؤ او د هغه مرتد کېدل هم د قناعت په لحاظ نه وه چي اسلام دي باطل دین ورته ښکاره سي بلکه هغه د دنیا او دکُرسۍ په اميد او د منافقت په حيله مرتد سوى ؤ.


زيد بن الخطاب(رض)  په دغه صفت کي چي د درواغو او نفاق څخه يې ډېر بد راتله عيناً داسي ؤ لکه د ده ورور حضرت عُمر بن الخطاب(رض)  هيڅ شي او هيڅ کار د دوى  قهر او غضب دومره پر جوش نه راوستل لکه هغه منافقت چي د ذلیلي دنيا د حاصلولو دپاره وي يا د کښتو او شهواني غرضو د لاس ته راوړلو دپاره وي، او رَجَال هم د دغه پست او کښته اغراضو دپاره دغه د منافقت ګنهکاره رول لوباوه، د ده په رول لوبولو د مسيلمة الکذاب د ملګرو شمېر ډېر زيات سو، نو دئ ؤ چي په دغه خپل عمل سره يې ډېر انسانان که د مسلمانانو څخه وه که د مرتدينو څخه وه و مرګ او هلاک ته برابر کړه چي د رِدت په جنګو کي و وژل سوه، اول يې ګمراه کړه او آخر يې هلاک کړه، دا ټوله د څه شي دپاره؟ دا ټوله د هغي لئيمي طمعي په سبب چي د ده نفس و ده ته ښايسته کړې وه. 


زيد بن الخطاب(رض)  خپل ځان د دې دپاره آماده کړى ؤ چي خپل مؤمن حيات د دغه فتنې په محوه کولو کي د لاسه ورکړي، زيد بن الخطاب(رض)  په مسيلمه پسي نه ګرځېدی بلکه په داسي چا پسي ګرځېدی چي د خطر له لحاظه تر مسيلمة الکذاب لوى ؤ او د جُرم په لحاظ اشد مجرم ؤ چي هغه، هغه مرتد  رَجَال بن عُنفُوه ؤ. 


نن دا ده د يمامې ورځ راغله خالد بن وليد(رض)  اسلامي لښکر و خپلو ځايو ته سره و وېشى او د لښکر بيرغ يې و چا ته ورکړى؟ و زيد بن الخطاب(رض)  ته. 


بنو حنيفه چي د مسيلمه لښکر ؤ په مرګ جنګ کاوه، په شروع کي جنګ د يمامې په ګټه ؤ او د مسلمانانو څخه ډېر نفر شهيدان سوه، زيد بن الخطاب(رض)  وليده چي د ځينو مسلمانانو په زړوکي بېره پيدا سوه، نو زيد بن الخطاب(رض)  و يوې لوړي ته وختى او په لوړ آواز يې ناري کړه: اې خلکو! خپل غاښونه ټينګ کړى پر دښمن وارونه کوى او مخ پر وړاندي ځى، والله زه به تر هغو خبري و نه کم تر څو چي الله(ج)  کفارو ته ماته او شکست ورکوي يا زه د الله(ج)  سره ملاقي سم او بيا به خپل دليل ور ته و وايم، وروسته د هغي لوړي څخه راکښته سو، خپل غاښونه يې ټينګ ونيول او شنډان يې سره جفت کړه، او د ده په نېز د جنګ مرکزيت او حالت په رَجَال پوري تعلق درلودى، د دښمن په صفو داسي ور ننوتى لکه غشى او په رَجَال پسي ګرځي، تر څو چي رَجَال يې وليدى، دلته نو كله د چپه طرفه پر راسي او كله د راسته طرفه پر راسي، هر وخت چي به رَجال د لښکر او جنګ په څپو کي ځني ورک سو زيد(رض)  به بيا په پسې ؤ،

 

چي بيا به يې رَجَال وليدى توره به يې ورته برابره کړه مګر د لښکر څپو به بيا رجال ځني ورک کړى، زيد به بيا په پسې ؤ چه د لاسه يې و نه وزي، څو په آخر کي يې تر غاړه و نيوى او توره يې پر هغه سر ور پورته کړه چي په غرور، درواغو او خباثت ډک ؤ او په نېزه يې داسي په نس کي و واهه چي تر شا يې و وتل، د درواغجن او منافق رَجَال په وژلو سره د مسيلمه او د هغه د جنګ د قومندان (مُحَکّم بن طُفَیل) په زړو کي بېره پيدا سوه او د دوى په لښکر کي د رَجَال د وژل کېدلو خبر داسي ژر نشر سو لکه د باد په ورځ چي اور نشريږي، دا ځکه چي مسيلمه وخپل لښکر ته د قطعي کاميابۍ وعدې ورکولې او ورته ويل به يې چي د کاميابۍ په سهار به دئ او رَجَال او مُحَکّم بن طُفَیل خپل دين نشروي او خپل دولت به جوړوي، خو اوس هغه دى رَجَال و وژل سو، نو د مسيلمه دغه پېش بيني درواغ سوه، داسي معلوميږي چه سبا به مُحَکّم هم و وژل سي او بل سبا به په خپله مسيلمه هم و وژل سي. 

 


په دغه قسم د زيد بن الخطاب(رض)  ضربې او واري د مسيلمه د لښکر په صفو کي تزلزل او وارخطايي پيدا کړه، مګر کوم وخت چي د رَجَال د وژل کېدلو خبر په مسلمانانو کي نشر سو د دوى عزم او همت د لويو غرو پر قسم لوړ او ثابت سو، هغه زخميان چي يې پراته وه بيا راپورته سوه تورو ته يې ور حمله کړه، هغه خپل زخمو نه او دردونه يې هېر کړه، حتّْی هغه کسان چي د مرګ  په حالت کي وه، د دوى د ژوند څخه بل څه نه وه پاته بېله يو څو ساوي يا څو نفسه، دغه خبر د هغو و غوږو ته داسي ور و رسېدى لکه يو خوږ او شيرين خوب چي څوک ويني، دايې خوښه وه چي په دوى کي يو څه قوت واى او بيا د جنګ دپاره را پورته سوي واى، دغه د کاميابۍ منظر يې په دغه آخري حالت کي ليدلى واى، مګر هيهات! دا کله کېدلاي سي، و دوى ته اوس د جنت دروازې د دوى د استقبال دپاره خلاصي سوي وې او دوى اوس اورېدل چي د جنت د دروازو څخه د دوى په نومو ور ناري کېدل. 


د رَجَال تر وژلو وروسته زيد بن الخطاب(رض)  خپل لاسونه و آسمان ته پورته کړه و خپل رب ته يې دعاء کول او د خپل رب د نعمتو شکر يې آداء کاوه، بيا يې په هغه پټه خوله خپلي توري ته ور حمله کړه او په جنګ يې شروع وکړه، وې ليده چي جنګ د مسلمانانو په ګټه دى او د دوى حتمي نصرت را نژدې کېدونکى دى، نو د خپل ژوند د خاتمې دپاره تر دغه ښه وخت و ده ته نه ور معلومېدى، دلته يې دا تمنا او آرزو وکړه چي کشکي مي الله(ج)  دغه د يمامې په ورځ شهادت په نصيب کړي، د شهادت په شوق د دښمن په منځ کي داسي ودرېدى چي هغه خپله عظيمه خاتمه يې غوښته، او په آخر کي دغه زموږ جنګي قهرمان شهيد ولوېدى، بلکه داسي و واياست چي شهيد پورته سو. 


دا د زيد بن الخطاب(رض)  لنډه سوانح وه او اوس بيرته د بنو حنفه جنګ ته راسه.


جنګ ډېر شديد دى او د مسلمانانو لښکر په نوې حمله کي پر مخ ور رهي دى، هلته مسيلمه نارې وهي: الأموال، النّساء، يعني ښځي او مالونه! د لاسه مه ورکوی،بنو حنيفه بيا ټينګ سوه او جنګ يې شروع کړى، 


د زيد بن الخطاب(رض)  تر شهادت وروسته د مسلمانانو څخه يوه نفر بيرغ پورته کړى مګر د جنګ د شدته څخه پر شا ځي تر داسي اندازې چي د مسيلمه لښکر د بل وار دپاره د مسلمانانو خېمو ته و رسېدى، دلته مسلمانانو نارې شروع کړې: يا لَلاَنصار! يا لَلاَنصار! دلته بيا د مسلمانانو لښکر سره يو ځاى سو خاصتاً انصار سره را ټوليږي، يو د هغو کسانو څخه چي دغه جنګ يې ليدلى دى او پکښي حاضر ؤ عبدالله بن عُمر بن الخطاب(رض)  دی هغه وايي: کوم وخت چي دغه ناره وسوه: يا لَلاَنصار! يو د انصارو څخه چي د جنګ په شروع کي په چپه اوږه کي په غشي ويشتل سوى ؤ دغه چپه طرف يې شل او بدن يې بې حرکته سوى ؤ، هغه شل نفر چي دغه ناره واورېده چي: يا لَلاَنصار! توره يې واخسته غواړي چي د جنګ ميدان ته ور داخل سي، خو تګ نه سي کولاى حتّْی ولاړېدلاى نه سي، نو يې په څکېدلو شروع وکړه ور څکيږي، 


عبدالله بن عُمر(رض)  وايي ما ورته و ویل: يا ابن اخي! اې وراره! څه کوې؟ ته نه سې تلاى، ده ويل: هغه ناره کونکى زما په نامه نارې را وهي، ما ورته ويل: هغه ستا په نامه نه دي در ناري کړي بلکه هغه وايي: يا لَلاَنصار! ده 


و ويل زه د انصارو څخه يم او دغه د دوى نارې ته بايد جواب و وايم، دغه د دوی بلنه باید قبوله کړم که څه هم په څکېدلو سره وي، او دغه سړئ تر هغه وخته د جنګ میدان ته ور څکېدى څو شهيد سو. 


دلته د مسلمانانو فداءکارۍ ښکاره سوې او مسلمانانو خاصتاً انصارو په نوې حمله شروع وکړه څو د مسيلمه لښکر يې بيا پر شا کړى، مسيلمه د لښکر تر شا ولاړ دى او خلک و جنګ ته تشويقوي. 


مُحَکّم بن طُفَیل د مسيلمه د لښکر قومندان دى او درېيم وار يې بيا د مسلمانانو پر لښکر حمله وکړه، دا ځل بيا د مسلمانانو لښکر ماته وخوړه او په تېښته يې شروع وکړه، د جنګ ميدان يې پرېښاوه، په دغه وخت کي د مسلمانانو بيرغ سالم مولْى ابو حذيفه(رض)  پورته کړى او دغه نارې وهي: يا أهلَ القرآن! دا ځل د مسلمانانو شعار او ناره  يا أهلَ القرآن  سوه، او وايي: {يا أهلَ القرآن! زَيِّنوا القُرآنَ بالفِعَال} يعني اې د قرآن اهله! اې د قرآن حافظانو ! قرآن په عمل سره ښايسته کړى، عمل په وکړى. 


په دغه ناره سره په سوو د قرآن مجيد حافظان را ټول سوه، د هر چا چي قرآن مجيد په ياد ؤ هغه په ميدان جنګ کي و درېدى او په جنګ يې شروع وکړه، دغه د قرآن مجيد د حافظانو شمېر اوه سوه او څو نفره ؤ، دغه اووه سوه نفره د څلویښتو زرو یا یو لک نفرو په مقابل کي جنګيږي، چي د دوى د جملې څخه پنځه سوه نفره حافظان شهيدان سوه. 


سبحان الله! دغه د قرآن مجید واقعي حافظان وه چي د قرآن کريم د عملي کولو دپاره پنځه سوه نفره په يوه وار په دغه جنګ کي شهيدان سوه، عبد الله بن عُمر(رض)  چي په دغه جنګ کي حاضر ؤ او د دغه جنګ ځيني حالات يې ليدلي دي هغه خپل لیدلي حالات بيانوي او وايي: والله عمار بن ياسر(رض)  مي وليدى چي پر يوه ډبره ولاړ ؤ او نارې يې وهلې: (يا أهلَ القرآن! زيّنوا القرآن بالفعال )د هغه غوږ پرې ؤ او په سر يې ځړېدى، خپل غوږ يې هېر ؤ د هغه په فکر کي نه ؤ او نارې يې وهلې . 


همدارنګه ثابت بن قيس بن شماس(رض)  شدید جنګ کاوه او کفار يې وژل خو د کفارو له طرفه و وهل سو، د اوښه و لوېدى شهيد کړل سو، دغه کافر ور تېر سو غواړي چي نور يې هم و وهي، مګر د ثابت بن قيس(رض)  اوښ پښه پورته کړه او کافر يې پر مخ و واهه او وې وژى.
موږ مخ کي و ویل چي سالم مولْى ابو حذيفه(رض)  د مسلمانانو بيرغ پورته کړى خو د کفارو حملې پر ډيري سوې، سالم(رض)  نه غواړي چي پر شا ولاړ سي نو يې د مځکي په ريګو کي غار جوړ کړى او دئ پکښي و درېدى، دا د دې دپاره چي پر شا ولاړ نه سي، او تر هغو يې جنګ کاوه چي دواړه لاسونه يې د تورو په ضربو يا وارو پرې سوه، بيا يې هم تر هغو بيرغ لوړ نيولى ؤ څو شهيد و وژل سو. 


حضرت عُمر فاروق(رض)  وايي: په والله که سالم مولْى ابو حذيفه ژوندئ واى ما به د خلافت دپاره شورْی نه واى جوړه کړې، يعني : وصيت به مي کړى واى چي تر ما وروسته هغه خليفه دى، د شورْی جوړولو ته ضرورت نه ؤ، دا د سالم(رض)  درجه او مقام دى .


په دغه جنګ کي د جهاد او شجاعت داسي نمونې ښکاره سوې چي په هغو سره مثال راوړل کيږي. 


او بيا د مسلمانانو د صبر په سبب او د قرآن کريم د حافظانو د ثُبات او شجاعت په سبب د مسيلمه لښکر شا ته و وهل سو او مسلمانانو پر کفارو شديده حمله شروع کړه، د مسلمانانو له طرفه يو غشی‌ ورغلى او پر مُحَکّم بن طُفَیل و مښتى، مُحَکّم د مرتدينو د لښکر مشر او قومندان دى، ويل کيږي چي د دغه غشي ويشتونکى عبدالرّحمْن بن ابوبکر الصدیق(رض)  ؤ.


مُحَکّم وليده چي د مسلمانانو د دغه شديدي حملې په مقابل کي د ده لښکر پر شا ځي، پوه سو چي لښکر يې ماتيږي او شکست خوري نو يې ناري کړه: يا اهلِ يمامه ! باغ ته ننوزى.  


دلته د عَقرِبا و منطقې ته نژدې يو باغ ؤ چي شا وخوا ډېر لوى او لوړ دېوال پر راګرځېدلى ؤ او دغه باغ د يمامې د قلاوو څخه د باندي ؤ، مُحَکّم بن طفیل خپل لښکر امر کړى چي دغه باغ ته ننوزى، د مسيلمه الکذاب لښکر باغ ته ننوتى او په خپله مسيلمه هم په دغه باغ کي دى، کوم وخت چي ټول لښکر باغ ته ننوتى د باغ دروازه يې وتړل، مسلمانان په پسې دي خو د باغ دېوالونه ډېر لوړ دي نه سي کولاى چي تر دغه لوړو دېوالو ور واوړي. 


د ننه په باغ کي د مرتدانو د لښکر په زرهاوو نفر موجود دي، نو مسلمانانو باغ محاصره کړى مګر اوس څنګه ور ننوزي؟ د ننوتلو لار نسته، که مسلمانان و غواړي چي تر دېواله ور واوړي هلته د مسیلمه لښکرچي په زرهاوو نفر دي ورته ناست دي او وژني يې، دلته د براء بن مالک (رض)  عظمت ښکاره سو، هغه براء بن مالک چي رسول الله(ص)  د هغه په باره کي فرمايي: 


« ډير خيرن او سپېره سړئ به وي چي د دروازو څخه شړل کيږي مګر که يې الله(ج)  ته قسم ورکړى الله(ج)  دغه د ده قسم ور پوره کوي او د هغو کسانو څخه یو هم براء بن مالک دی». 


يعني ډېر داسي کسان سته چي په ظاهري شکل به خوار او غريب وي څوک به اعتبار نه ورکوي مګر که دغه سړي و ويل: يا رب و تا ته قسم درکوم چي داسي به کوې الله(ج)  دغه د ده قسم ور پوره کوي او د هغو کسانو څخه يو هم براء بن مالک دى، د براء(رض)  هر ناز پر الله(ج)  قبليږي، نو يو د هغو کسانو څخه چي مستجاب الدعوه دي هره دعاء يې قبليږي براء بن مالک(رض)  دى. 


د براء بن مالک (رض)  عظمت یوازي په ايمان او عبادت کي نه دى، بلکه براء(رض)  مجاهد في سبيل الله دى، او څنګه مجاهد ؟


په دغه وخت کي چي مسلمانان د باغ دروازې ته ولاړ دي او د ور تګ لار هم نسته براء بن مالک (رض)  و ویل: ما پر ور وغورځوى، يعني: تر دېوال مي ور پورته کړى او ور ايله مي کى، صحابۀ کرامو ويل: وَيحَک! څنګه دي دغه په لسهاوو زرو نفرو ته ور و غورځوو؟ براء(رض)  په قهر ورته و ویل: زه درته وايم پر ور و مي غورځوى، د ده د ټينګار په سبب صحابۀ کرام مجبوره سوه سپر يا زغره يې د نېزو پر سرو کښېښوول او دئ(رض)  پر دغه سپر يا زغره کښېنستى، صحابۀ کرامو نېزې دومره پورته کړې چي دئ(رض)  تر دېواله لوړ سو، او د ننه باغ ته يې ځان ور واچاوه، يوه نفر د لسهاوو زرو دښمنانو و منځ ته د مقابلې دپاره ځان ور وغورځاوه، فقط د ده په لوېدلو سره مر تدان پر را ټول سوه او له هره طرفه وهل کيږي،

 

د براء(رض)  توره په لاس کي ده او د ځان دفاع کوي، خو وارونه دي پر مښلي او دئ(رض)  زخمي کيږي، څوک يې په توره وهي څوک په نېزه او څوک يې په غشو ولي، مګر دئ(رض)  ټينګ ولاړ دى مقاومت کوي، په دغه حالت کي کرار کرار دروازې ته نژدې کيږي، غواړي چي در وازه خلاصه کي، مرتدان غواړي چي د دروازې څخه يې را وګرځوي او له هره طرفه يې وهي، خو دئ(رض)  د ځان څخه دفاع کوي او په عين حال کي دروازې ته نژدې کيږي، څو دروازې ته ورسېدى او په داسي حال کي یې در وازه خلاصه کړه چي دئ(رض)  هم څو اتيا ځايه زخمي سوى ؤ، د تورو، نېزو، غشو  او هر قسم اسلحې وارونه پر سوي وه، د دروازې د خلاصېدلو سره سم مسلمانان باغ ته ور ننوتل، مرتدانو چي دا حال وليدى چي يوه نفر څنګه وکولاى سوای چي دروازه خلاصه کړي او دلته نور مسلمانان هم ور ننوتل نو ټول مرتدان په بېره کي سوه او معنويات يې ضعيفه سوه، نو يې دننه په باغ کي په تېښته شروع وکړه، دې خوا ها خوا ته ځغلي، مسلمانان نور هم باغ ته ور ننوزي، په اولو کسانو کي چي باغ ته ننوتل يو هم سماک بن خرشه (ابو دجانه الانصاري(رض) ) ؤ او يو هم وحشي ؤ، وحشي هغه مريئ دى چي سيدنا حمزه(رض)  يې په شهادت ورساوه او بيا په وروسته کي مسلمان سو. 


ابو دجانه(رض)  او وحشي چي باغ ته ور ننوتل دواړه په مسيلمه پسي ګرځي، اول هغه څوک چي مسيلمه يې وليدى هغه ابو دجانه(رض)  ؤ، پر مسيلمه يې توره پورته کړه غواړي چي وې وهي، په دغه وخت کي وحشي چي د ابو دجانه(رض)  تر شا په پسې ؤ د هغه ځايه څخه نېزه ورته برابره کړه (دا خو تاسي ته معلومه ده چي وحشي د نېزې په ويشتلو کي ډېر مهارت درلودى) د هغه ځايه څخه يې پر مسيلمه وارى وکى، د وحشي نېزه د مسيلمه په نس ننوته او تر شا يې و وتل، فوراً دوهم وارى د ابو دجانه(رض)  د توري ؤ چي مسيلمه يې په و واهه او وې وژى، دلته دننه په دغه باغ کي يو قصر ؤ چي د دغه قصر څخه يوې ښځي دغه حالات ليدل او ناري يې کړه:( وَا أمِيرَ الوَضَاءَةِ، قَتَلَهُ العَبدُ الاَسوَدُ ) يعني: د ښايست امير تور مريي و وژى، د دغي نارې په سبب ډير مؤرخين وايي: چي د مسيلمه الکذاب وژونکى وحشي دى نه ابودجانه(رض) ، مګر په حقيقت کي دوى دواړه د مسيلمه په وژلو کي شريکان او ملګري دي.


کوم وخت چي مرتدانو دغه ناره واورېده چي مسیلمه و وژل سو نور هم وارخطا سوه او هر طرف ته ځغلي، خالد(رض)  امر وکړى: هيڅوک مه پرېږدى، هغه چي نه تسليميږي وژنى يې، مرتدانو په تسليمېدلو شروع وکړه او هغه چي جنګ کوي وژل کيږي او کوم څوک چي تښتي په هغو پسي خالد(رض)  نفر ولېږل، ځکه دا امکان لري چي هغه دي بيا د جنګ تياري ونيسي، دغه د يمامې په جنګ کي د يمامې د خلکو څخه يو ويشت زره نفره و وژل سوه او بالمقابل د مسلمانانو څخه (د دې دپاره چي د دغه جنګ په شدت پوه سو) د مسلمانانو دلښکر درېيمه حصه شهيدان سوه، يعني څلور زره نفره و وژل سوه، چي د هغې جملې څخه پنځه سوه نفره د قرآن کريم حافظان وه. 


ابوبکر الصّدِّیق(رض)  چي د حافظانو دغه يو ځايي شهادت وليدى، زيد بن ثابت(رض)  يې امر کړى چي د ورقو، پوستو، او د خلکو د سينو څخه قرآن مجيد سره راټول او يو ځاى کړي، نو د قرآن مجيد جمعه کېدل او يو ځاى کېدل هم د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  په خلافت کي سوي دي، چي دا هم پر امت مسلمه د ابوبکر الصدیق (رض)  احسان دى.


خالد(رض)  هغه باغ تر خپل تسلط لاندي راوستى او شا وخوا منطقې يې تسخير کړې، مګر هو دغه منطقې ټوله د يمامې تر قلاوو دباندي وې دلته نو مجاعه بن مَراره د خالد(رض)  سره د ملاقات غوښتنه وکړه، خالد(رض)  هم اجازه ورکړه، مجاعه و ویل: يا خالد ! والله دغه ستاسي و جنګ ته نه وه راوتلي مګر هغه تلواريان، يعني : هغه کسان چي و جنګ ته يې ډير تلوار ؤ هغه د قلاوو څخه را وتلي وه، مګر هلته قلاوي په خلکو ډکي دي، نو که ستا خوښه وي او اجازه راکوې ستا او د دوى په منځ کي به صلحه وکم، هغه هم داسي چي د يمامې نيم حاصلات به تاسي مسلمانانو ته درکوي، خالد(رض)  ويل ښه دى صلحه ور سره وکړه.


 اوس نو خالد (رض) ولي صلحه قبوله کړه؟ ځکه ده په جنګ کي د يمامې د خلکو قوت وليدى، درې واره د مسلمانانو لښکر شکست و خوړى، او بل د مسلمانانو لښکر ستړى ؤ، حتّْی د لښکر درېيمه حصه يې شهيدان سوي دي، په زياته بيا د مسلمانانو هغه جنګي پهلوانان په دې جنګ کي شهيدان سوه، ده وليده چي دغه اوسنی جنګ ډير شديد جنګ ؤ او دا د هغو کسانو جنګ ؤ چي پر ميدان او تر قلاوو دباندي وه، نو هغه کسان چي دننه په قلاوو کي دي د هغو جنګ خو به تر دغه ډير شديد وي، ځکه هغه خلک په قلاوو کي محفوظ او ساتل سوي دي، نو خود خالد(رض)  په دې راضي سو چي د يمامې نيم حاصلات واخلي او د پاته خلکو سره صلحه وکړي. 


نو مجاعه بن مراره د يمامې قلاوو ته د خبرو دپاره دننه ورغلى، اصلاً هلته په قلاوو کي نارینه څوک نه وه موجود، هلته فقط ښځي، کوچنيان او سپين ږيري وه چي دغه ټول بنديان نيول کېده، مجاعه و ښځو ته و ویل: تاسي ټوله د جنګ لباس واغوندى، ښځو هم ټولو زغري واغوستې او خولونه يې پر سر کړه، ويل: اوس نو لوړ د قلا بام ته و خېژى، په لسهاوو او سلهاوو نفر د قلا پر بام معلوميږي، خالد(رض)  ورته ګوري چي رشتيا هم قلاوي په خلکو ډکي دي، ځکه په زغرو کي نه معلوميږي چي دا نارینه دي که ښځي، خو قلاوي په نفرو ډکي دي. 


خير مجاعه د قلاوو څخه را و وتى او د خالد(رض)  سره کښېنستى، ويل: يا خالد! قوم د يمامې په نيم حاصلاتو نه راضي کيږي، خو ما کوښښ وکى چي د حاصلاتو په څلرمه حصه يې راضي کم، نو د حاصلاتو څلرمه حصه قبلوې که جنګ کوې؟ خالد(رض)  چي خپل لښکر ته وکتل:

 

ستړي او ستومانه دي، ډير نفر يې شهيدان سوي دي، هلته قلاوي په خلکو ډکي دي او ټول هم په اوسپنه پټ دي، نو خالد(رض)  د يمامې د حاصلاتو پر څلرمه حصه موافقه وکړه او صلحه نوشته سوه، خو وروسته چي قلاوي خلاصي سوې دا معلومه سوه چي هلته نارینه هيڅوک نسته، فقط سپين ږيري، ښځي او کوچنيان دي، خالد(رض)  و مجاعه ته و ويل: خطا دي ايستم. مجاعه و ویل: اوس صلحه وسوه او کار تر کار تېر سو. 


کوم وخت چي خالد(رض)  د مسيلمه الکذاب او يمامې څخه فارغه سو، نو تقريباً ټوله جزيرة العرب د کفر او رِدت څخه خلاصه سوه، د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  لښکري په جزېرة العرب کي د اهلِ رِدت يا مرتدانو د جنګ دپاره شا و خوا ګرځېدې، تر څو چي هغه د دينه اوښتي خلک بيرته و دين ته راوګرځېدل او بيا پر جزیرة العرب حق دین حاکم او غالبه سو.


ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: خلفاء راشدین


www.taleemulislam.net

سرته