تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي په جنګ کي د غشو ويشتونکو حصه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 15, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۷۲برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

په جنګ کي د غشو ويشتونکو کاميابه او فعاله حصه

 

هغه د غشو ويشتونکو ډله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر هغه کوچني غره کښېنولې وه هغو د جنګ په إداره کولو او د مسلمانانو د لښکر په ګټه ډېره فعاله او مثبته حصه درلودل، د مشرکانو د لښکر د سپرو ټولۍ چي مشر او قومندان يې خالد بن وليد ؤ او ابو عامر الفاسق يې معاون ؤ درې واره پر دغه غشي ویشتونکو شديده حمله وکړه، کفارو غوښتل چي د اسلامي لښکر دغه چپه طرف مات کي او د شا د طرفه پر مسلمانانو حمله وکړي چي په دې ډول سره د مسلمانانو د  لښکر په صفو کي بلبله او بې نظمي را ولي او د مسلمانانو دغه کوچنئ لښکر د کفارو د لښکر په منځ کي محاصره سي، مګر د دغو غشو ويشتونکو د غشو ويشتلو په واسطه د كفارو دغه درې حملې ناکامه سوې او دې ته به مجبوره سوه چي بیرته پر شا ولاړ سي، چي همدا د غشو ويشتونکو هغه اساسي وظيفه وه چي دوی ته ورسپارل سوې وه.

 


د جنګ ژرنده پر دغه قسم ګرځېدل چي دغـه کوچنئ اسلامي لښکر د جنګ پر ټول ميدان مسلط ؤ تر څو چه د مشرکانو د جنګي پهلوانانو عزم او همت مات سو د کاميابۍ اميدونه يې و شکېدل، د مشرکانو صفونه د مخ او شا، د چپه او راسته طرفو څخه سره پاشل کېدل، داسي معلومېدل لکه درې زره مشرکان چي د ديرشو زرو مسلمانانو سره جنګيږي، نه د څو سوو سره او مسلمانان ډېر شجاع او دکاميابۍ د يقين سره ښکاره کېدل، پسله هغه څخه چي مشرکانو خپل آخرني کوښښونه د مسلمانانو د هجوم او حملو د بندولو دپاره وکړه بيا يې هم د عُجز او نا اميدۍ احساس کاوه، همت يې تر داسي اندازې کښته او مات سو چي يوه نفر هم دا جُرئت او دلاوري نه سواى کولاى چي و هغه خپل لوېدلي بيرغ ته دي هغه چي د (صواب) تر وژل كېدلو  وروسته ولوېدى ور نژدې سي، هيچا نه سواى کولاى چي دغه لوېدلى بيرغ پورته کړي نو کفارو د ميدانِ جنګ څخه پر شا تلل شروع کړه او ځينو يې و تيښتي ته مخ و نيوى، د کفارو هغه خپلي لويي لويي خبري چي د خپلو ځانو سره به يې کولې ټولي هيري سوې چي دوی به ويل: د خپلو وژل سوو کسانو انتقام او بدله به اخلو، خپل بايللى نوم او نښان به بيرته لاس ته را وړو.


 ابن اسحاق(رض) وايي: الله جل جلاله  خپل نصرت پر مسلمانانو نازل کړى او هغه خپله وعده يې ور سره رشتيا کړه مسلمانانو کفار وځغلول، تر داسي اندازې چي د تورو په زور يې هغه خپل د اړولو تر ځاى چي (قرارګاه) ورته ويل کيږي تير کړل د کفارو په شکست او ماته کي هيڅ شک او ترديد نه ؤ پاته، عبدالله بن زبير رضی الله عنه  د خپل پلار څخه روايت کوي چي وايي: په والله ما هند بنت عُتبه او د دې نوري ملګري وليدلې چي لمني يې پورته کړي وې او تښتېدلې او د خپلو سامانو څخه يې هيڅ شئ نه ؤ ور سره اخستى. 


په هغه حديث شريف کي چي امام بخاري يې د براء بن عازب رضی الله عنه  څخه را نقلوي وايي:کوم وخت چي مسلمانان دکفارو د لښکر سره مخامخ سوه پسله لږ وخته څخه کفارو په تېښته شروع وکړه تر داسي اندازې چي ما په خپلو سترګو د کفارو ښځي وليدلې چي د تېښتې په حال کي به يې پښې د خيمو په تناوو کي بندي سوې، دوى به لمني پورته کړې هغه د پښو پاى زېبونه به يې ښکاره سوه، په دغه حال کي ځيني مسلمانان توري په لاس په پسې دي او ځيني يې غنيمتونه ټولوي.

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته