تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي قرآن مجيد د بدر په باره کي بيان کوي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 9, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۵۲برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


قرآن مجيد د بدر د جنګ په باره کي بيان کوي

 

د سورة الانفال ډېر آياتونه د بدر د جنګ په باره کي نازل سوي دي، دغه سورة پر دغه جنګ الْهي تبصره ده، دغه تبصره د هغو تبصرو څخه ډېره مخالفه ده کوم چي پاچهان يا قومندانان يې پسله فتحي او کاميابۍ څخه پر خپلو جنګو کوي. 


تر هرڅه د مخه الله جل جلاله  د مسلمانانو نظر و هغو تقـصيراتو او اخلاقي کمبود تياوو ته ور واړاوه کـومي چي تر اوسه په دوى کي پاته وې او ځيني يې د ځينو مسلمانانو څخه پېښي هم سوې، نو هلته داسي آياتونه نازل سوه چي دوى د خپلو ځانو په پوره والي او د اخلاقو په پوره ښه والي کي کوښښ وکړي چي د دغو کمبود تياوو څخه خلاص سي. 


او بيا الله جل جلاله  هغه حالات بيان کړه چي په دغه فتحه کي د مسلمانانو سره الْهي تائيد، مرسته او نصرت ملګرى او ور سره ؤ، دا دپاره د دې چي دوى په خپل شجاعت او قوت مغروره نه سي، په زړو کي يې غرور او کبرياء ځاى و نه نيسي بلکه پر الله جل جلاله  به توکل کوي، د الله او رسول الله صلی الله علیه وسلم  اطاعت به کوي.


 او بيا يې هغه لوړ هدف او مقصد ورته بيان کړی کوم چي د هغه هدف دپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه خونړۍ جګړه وکړه او هغه صفات او اخلاق يې ور وښوول چي هغه په جنګو او معرکو کي د فتحي او کاميابۍ سبب ګرځي. 


او بيا الله جل جلاله  مشرکانو، منافقانو، يهودو او د جنګ بنديانو ته خطاب کوي، بليغ او فصيح او داسي کامل نصيحت ورته کوي چي دوى بايد و حق ته تسليم سي او د حق متابعت وکړي.


او بيا الله عزوجل  و مسلمانانو ته د غنيمتو په باره کي خطاب کوي او و دوى ته يې د دغي مسئلې په متعلق قوانين او اصول کښېښوول چي دا مسئله يې د هميش دپاره منظمه کړه. 


او بيا الله جل جلاله  د مسلمانانو دپاره د جنګ او صلحي قوانين کښېښوول ځکه اوس چي اسلامي دعوت دغه د جنګو مرحلې ته داخل سو نو و دغو قوانينو ته اشد ضرورت موجود ؤ، دا د دې دپاره چي د مسلمانانو جنګونه، يا عموماً ټول اسلامي جنګونه هغه د جاهليت او د جاهلانو د جنګو څخه فرق ولري، مسلمانان بايد په اخلاص، اخلاقو او په جنګي معامله کي تر نورو انسانانو تفوق او بهتري و لري او و جهان ته دا ور وښيي چي اسلام یواځي يو فکري او نظري خبري نه دي بلکه اسلام خپل متابعين پر هغو اساساتو، مباديو او تعاليمو تربيه کوي چي و هغه ته يې ور بولي. 


په سورةالانفال کي د اسلامي دولت د قانون داسي مادې مقرره سوې چي د هغو مسلمانانو، کوم چي د اسلامي دولت په داخل کي اوسيږي، د هغو مسلمانانو سره چي د اسلامي دولت څخه دباندي اوسيږي فرق يې معلوماوه او ثابتاوه يعني: د دواړو طبقو د ژوند د حالاتو پوره مراعت پکښي سوى ؤ، چي دغه ذکر سوي څو مفاهيم تقريباً د جنګ او د هغه د قوانينو دپاره د سورة الانفال خلاصه بلل کېدلاى سي. 
لکه څرنګه چي د مخه مو درته و ويل: د هجرت په دغه دوهم کال کي د رمضان د مياشتي روژه فرض سوه او زکوة الفطر يا د کوچني اختر سرسايه فرض سوه او د فرضي زکات دپاره د نصاب اندازې وښوول سوې، چي د دغه زکوة الفطر په فرضيت او د فرضي زکات د نصاب د ښووني په سبب د ډيرو هغو فقيرو مهاجرو د مشکلاتو بار سپک سو کوم چي دوى ته يې تکليف ورکاوه، د بډايانو په مالو کي د غريبانو حق پيدا سو.


سبحان الله! د يوه ښايسته تصادفي حالاتو څخه يو دا ؤ: چي د مسلمانانو اول اختر، هغه اختر چي په خپل ژوندکي يې د اول وار دپاره اسلامي اختر کاوه، هَغه اختر چي د هجرت د دوهم کال تر روژې وروسته د شوال د مياشتي اختر ؤ. 
(ځکه روژه په دغه کال فرض سوه او دا د مسلمانانو اول اختر ؤ) 
دغه اختر يې پسله هغه ښکاره او معلومداره فتحي څخه ؤ چي لږ ورځي مخ کي يې په بدر کي په نصيب سوه، دا څومره بختور او مبارک اختر دى چي پسله هغه څخه و مسلمانانو ته راغلى چي د فتحي او عزت تاج يې پر سرو ايښى ؤ او د دغه اختر د لمانځه منظره څومره خوږه او شانداره وه چي مسلمانان د تکبير، توحيد او تحميد په نارو سره د کورو څخه را وزي او د دوى زړونه د الله جل جلاله  و طرف ته په شوق سره ور الوتل او د الله جل جلاله  د رحمت او جنتو اميد يې پسله دغه اوسني نعمتو څخه چي أمن  او امان، فتحه او برئ ؤ درلودى او الله عزوجل  دغه اوسني نعمتونه د سورة الانفال په (26) نمبر آيات کي ورته بيانوي او فرمايي:

(وَاذْكُرُوا إِذْ أَنتُمْ قَلِيلٌ مُّسْتَضْعَفُونَ فِي الْأَرْضِ تَخَافُونَ أَن يَتَخَطَّفَكُمُ النَّاسُ فَآوَاكُمْ وَأَيَّدَكُم بِنَصْرِهِ وَرَزَقَكُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿٢٦﴾)

يعني: تاسي هغه وخت در په ياد کړی چي تاسي لږ او په مځکه کي مغلوبه او ضعيفه واست او د دې څخه بېرېدلاست چي تاسي به خلک وتښتوي، يعني: قريش، يا فارس، يا روم به مو مغلوبه کړي، نو الله جل جلاله  تاسي ته ځاى درکړى او تاسي ته يې په خپله مرسته سره قوت درکړى او د طيِّباتو پاکو شيانو څخه يې رزق درکړى، دپاره د دې چي تاسي د خپل رب عزوجل  شکر آداء کړی.


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

سرته