تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د مشرکانو د لښکر جوړېدل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 12, 2020
  0


سیرت نبوي (۱۶۳برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د مشرکانو د لښکر جوړېدل

 

اوس چي د بدر د غزاء پوره يوکال تېر سو په دغه موده کي قريشو وکولاى سواى چي خپل لښکر او اسلحه تيار او آماده کړي، قريشو د درو زرو جنګي نفرو لښکر جوړ کړی چي دا په خپله قريش، د دوى حليفي يا متحدي قبيلې، احابيش او نور وه، یا په اوسنۍ اصطلاح ټول دوست هیوادونه د مسلمانانو د جنګ دپاره سره یو ځای سوه.


قريشو ته ډېر لوى لښکر را ټول سو، يو کال د مخه په بدرکي د کفارو شمېر  زر نفره ؤ او اوس درې زره نفره سوه چي دا د خلکو پر را ټولولو او جمعه کولو د ابوسفيان قدرت ښکاره کوي او د قريشو مشرانو په دې جنګ کي ښځي هم ور سره رهي کړې ځکه د دوى په فکر دا کار په جنګ کي د خلکو د ثابته پاته کېدلو سبب ګرځي او د دغو ښځو شمېر پنځلس تنې ؤ، د دې لښکر د نقلولو حيوانات درې زره اوښان وه او دوه سوه د آسانو سپاره ور سره وه، د ساتني اسلحه يې اووه سوه زغري وې، د لښکر عمومي قومندان ابوسفيان بن حرب دى د آسانو د سپرو قومندان خالد بن وليد دى او د ده معاون عِکرمه بن ابوجهل ؤ، چي دغه دواړه په هغه وختو کي د خپلو پلرو پر دين يعني پر شرک وه، د مکې مکرمې دغه لوى او مسلح لښکر پسله دغه ټولو تياريو څخه د مدينې منورې پر طرف حرکت وکړی، پخواني انتقام، غرور او طُغيان، د دغه لښکر په زړو کي د بغض او عناد، قهر او غضب اورونه بل کړي وه، د دوى د حسده ډک او زخمي زړو ته تر هغو شِفاء نه حاصلېدل ترڅو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  او ټول مسلمانان و نه وژني او د اسلام دين د مځکي د مخ څخه  ورک نه کړي. 

 
عباس بن عبدالمطلب رضی الله عنه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اکا چي په مکه مکرمه کي دى د قريشو دغه حرکتونه او عسکري آمادګي یې تر نظر لاندي نيولي دي، کوم  وخت چي دكفارو لښکر حرکت وکړی عباس رضی الله عنه  په ډېر تلوار سره يو ليک و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته و لېږى چي په هغه ليک کي يې د قريشو د لښکر ټول حالات په تفصيل سره ليکلي وه، د عباس رضی الله عنه  قاصد هم د دغه ليک په رسولو  کي ډېره چابکي او چالاکي وکړه تر داسي اندازې چي د مکې مکرمې او مدينې منورې تر منځ پنځه شپږ سوه کيلو متره لار يې په درو ورځو کي طئ کړه او ليک يې  و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته چي په دغه وخت کي په مسجد قباءکي ؤ  ور کړى.


 ليک اُبى بن کعب رضی الله عنه  و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته و وايه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د حال په پټولو سره امرکړی او په خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم  ډېر ژر و مدينې منورې ته ولاړى هلته يې د مهاجرينو او انصارو مشران سره را ټول کړه مشوره ور سره کوي چي موږ بايد د دغه راتلونکي لښکر په مقابل کي څه وکړو؟ 


ټوله مدينه منوره د تيارسئ په حالت کي ده تر داسي اندازې چي مسلمانان د لمانځه په وخت کي هم اسلحه د ځانه څخه نه ليري کوي، د انصارو يوه ډله چي سعد بن معاذ، اُسيد بن حُضير او سعد بن عُباده هم پکښې وه مسلح د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ساتني دپاره و درېدل، شپه به يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دکور و مخ ته د اسلحې سره تېرول، پر هغو لارو چي د دباندي څخه مدينې منورې ته راتلې د مسلمانانو مسلحي ډلي د دې دپاره و درېدلې چي په بې خبري کي حمله پر و نه سي او د مسلمانانو ګښتي پيرې او ګزمې شروع سوې، مسلمانان د هغو لارو پر شا وخوا ګرځېدل چي د دې احتمال ؤ چي مشرکان دي د دغه طرفه څخه حمله وکړي. 


د مشرکانو لښکر چي د مکې مکرمې څخه را و وتى د مدينې منورې پر عمومي لار رهي ؤ، کوم وخت چي (اَبواء) ته ورسېدى دلته هند بنت عتبه چي د ابوسفيان ښځه وه و قوم ته دا مشوره ورکړه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مور قبر وشنى او دا د قبره څخه راوباسى، خو د لښکر مشرانو دا مشوره رَد کړه او د دې کار د عواقبو څخه وبېرېدل، ويل: که دا کار شروع سو په نتيجه کي يې موږ تاوانيان کيږو. 

 


لښکر بيا هم د مدينې منورې پر عمومي لار رهي دى څو و مدينې منورې ته نژدې سو، دلته د لاري و راسته طرف ته واوښتل ترڅو چي د اُحُد و غره ته نژدې يې په يوه ځاى کي واړول چي (عَينين) ورته ويل کيږي، دکفارو لښکر پر دغه ځاى د جمعې په ورځ چي د هجرت د درېیم کال د شوال د مياشتي شپږمه ورځ وه واړول.

 


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته