تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د فُرُع يا بَحران غزاء
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 11, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۶۰برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د فُرُع يا بَحران غزاء

 

اوس خو تاسي ته معلومه ده چي د هجرت درېیم کال داخل سو، د هجرت د درېیم کال د ربيع الآۤخر په مياشت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  په يوه بله جنګي دوره د درو سوو نفرو اصحاب کرامو په ملګرتيا د مدينې منورې و جنوبي طرف ته د قريشو ويوې قافلې ته چي د يمن څخه را رهي وه ور و وتى، چي و دغه مځکي ته بَحران ويل کيږي او د فُرُع په منطقه کي واقع دی، څرنګه چي قافله د دوى تر وتلو د مخه تېره سوې وه نو جنګ و نه سو، خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغه وتلو په سبب کي روايتونه مختلف دي، څوک وايي چي د قـريشو و قافلې ته ور وتلى ؤ او څوک وايي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته خبر ورسېدى چي د بني سُليم قبيله د مسلمانانو د جنګ دپاره سره جمع سوې ده نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  د هغو تر حملې د مخه ور و وتى، بني سُليم چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په ورتګ خبر سوه سره وپاشل سوه او ولاړل، خو اول روايت صحي دى ځکه د بني سُليم د قبيلې کورونه  د  فُرُع و طرف ته نه دي، بلکه بني سُليم په نجد کي پراته وه.

 


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته