تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د غشو ويشتونکو رسوا کونکې غلطي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 16, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۷۳برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د غشو ويشتونکو رسوا کونکې غلطي

 

په دغه وخت کي چي اسلامي کوچني لښکر د بل وار دپاره بيا د مکې مکرمې پر مشرکانو ښکاره او واضحه داسي برئ لاس ته را وړى چي د بدر تر بري او نصرت په کمه نه ؤ د غشي ويشتونکو د ډلي ډيرو نفرو داسي رسوا کونکې غلطي وکړه چي د ميدانِ جنګ وضعه يې پر بل مخ واړول او مسلمانانو ته يې ډېر درانه تلفات و رسول. 


دغه د دوى غلطي قريبه وه چي ن‌‌‌ژدي وو رسول الله صلی الله علیه وسلم  د وژل کېدلو سبب وګرځي، دغه د دوى غلطي د مسلمانانو پر هغه شهرت او هيبت، پر هغه دبدبې او کاميابۍ ډېر بد اثر وکړی کومه چي تر بدر وروسته يې لاس ته را وړي وه، موږ مخ کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  هغه واضح او شديد اوامر درته بيان کړه کوم چي دغه د غشو ويشتونکو و ټولۍ ته يې صادرکړي وه چي ويل: تاسي به په دغه غره کي پر خپل ځاى ناست ياست، ستاسي زموږ د کاميابۍ او شکست سره هيڅ تعلق نسته ترڅو چي ما امر نه وي درته کړى خپل ځاى به نه پرېږدى، پر دغو شديدو او واضحه اوامرو سر بېره کوم وخت چي غشي ويشتونکو وليدل چي دښمن ځغلي او مسلمانان د دښمن څخه غنيمتونه ټولوي، پر دوى هم حُب د دنيا غالبه سو نو ځينو وځينو نورو ته و ويل: غنيمتونه! غنيمتونه! وڅه ته ګورى؟ ستاسي ملګري کاميابه سوه.


 د غشو ويشتونکو مشر او قومندان عبدالله بن جبير رضی الله عنه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اوامر ور په ياد کړه او ويل: آيا هغه مو هېر سوه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  درته ويلي وه؟ مګر ډيرو کسانو د خپل آمر و دغه امر او لار ښوونو ته غوږ و نه نيوى او ويل: يا والله موږ ورځو چي د نورو مسلمانانو سره په غنيمتو کي حصه واخلو.


بيا نو د دغو غشي ويشتونکو څخه څلويښتو نفرو خپل ځاى پرېښاوه او د مسلمانانو د لښکر سره يو ځاى سوه چي د غنيمتو په ټولولو کي حصه واخلي، په دغه ډول سره د مسلمانانو د لښکر شا بېله ساتونکو پاته سوه، هلته پر غره باندي فقط عبدالله بن جبير رضی الله عنه  او نه نفره نور د ده ملګري پاته سوه، دغو لسو نفرو دا عزم او إراده وکړه چي موږ به دغه ځاى تر هغو پرې نږدو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د تلو اجازه را ته ونه کړي یا ټول ونه وژل سو.


کوم وخت چي دغه غشي ويشتونکو خپل ځاى پرېښاوه دا د خالد بن وليد دپاره يو طلايي چانس او مناسبه موقع وه، تر دغه وخته پوري خالد بن وليد نه ؤ مسلمان سوى او دکفارو په لښکر کي د سپرو د ټولۍ قومندان ؤ، خالد د دغه ټوله جنګ په وخت کي د هغه خپلي ټولۍ سره نژدې و هغه غره ته موجود ؤ کوم چي هلته د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په امر د مسلمانانو غشي ويشتونکي ناست وه، هر وخت چي به خالد د حملې او په جنګ کي د ګډون إراده وکړه غشي ويشتونکو به دئ او د ده ملګري په غشو ويشتل او د ده ټولۍ به بيرته شا ته ولاړل، هغه وخت چي د کفارو پر بيرغ مسلمانانو حملې کولې خالد د خپلي ټولۍ سره درې واره کوښښ وکړی چي د بيرغ اخستونکو و مرستي او کومک ته ورسي مګر درې سره واره غشي ويشتونکو د غشو په ويشتلو سره منعه کاوه او نه يې پرېښاوه چي په جنګ کي ګډون وکړي.

 


 نو خالد بن وليد او د ده د سپرو ټولۍ په ټوله جنګ کي معطله پاته وه نه د غره د طرفه پر مسلمانانو ور تلاى سي او نه جنګ ته داخلېدلاى سواى، مقصد دا چي دغه غشي ويشتونکو د اُحُد په غزاء کي ډېر اهميت درلودى د ميدانِ جنګ ډيره مهمه نقطه يې نيولې وه، اوس چي غشو ويشتونکو خپل ځاى پرېښاوه او په ميدانِ جنګ کي د غنيمتو په ټولولو مشغوله سوه، خالد بن وليد چي د دغي لحظې په انتظار ولاړ ؤ او ويې ليدل چي هغه غشي ويشتونکي چي دئ يې نه پرېښاوه ولاړل، ژر يې خپله ټولۍ امر کړه چي دغه غره ته درځى، اوس نه غواړي چي د غره تر شا و ميدان جنګ ته ورسي بلکه په خپله پر غره ور و ختى هغه لس نفره چي پر غره پاته وه هغو کوښښ وکړی چي د غشو په ويشتلو يې وګرځوي، مګر لس نفره د پوره لښکر په مقابل کي څه کولاى سي؟ 


خالد د خپلي ټولۍ سره غره ته ور و ختى، عبدالله بن جُبير رضی الله عنه  او د هغه سره پاته ملګري يې ټول په شهادت و رسول، اوس غر د خالد او د ده د ټولۍ تر تسلط لاندي سو او بيا د غره ترشا د جنګ و ميدان ته ور داخل سوه، اوس د خالد ټولۍ د مسلمانانو د لښکر تر شا سوه، د مخه ټول کفار د مسلمانانو د لښکر و مخ ته وه او اوس چي دغه ټولۍ د غره ترشا ميدانِ جنګ ته ور تېره سوه نو د خالد ټولۍ د مسلمانانو د لښکر تر شا سوه، هلته ځيني مسلمانان په ميدان جنګ کي غنيمتونه ټولوي او ځيني يې د پاته کفارو سره په جنګ مشغوله دي، دلته د خالد د سپرو ټولۍ نارې او پر مسلمانانو حملې شروع کړې، په دغه نارو سره هغه مات سوي مشرکان پوه سوه چي د جنګ په حالاتو کي بدلون راغلى هغو هم پر مسلمانانو مخ را وګرځاوه، مسلمانان د شا د طرفه وهل کيږي او هغه مسلمانان چي د جنګ په اولو قطارو کي وه هغه نه دي خبر چي تر شا څه پېښه  سوه؟ هغه بيرته پرشا را وګرځېدل، په دغه وخت کي د کفارو څخه يوې ښځي چي (عَمره بنت علقمه الحارثيه) وه د کفارو لوېدلى بيرغ پورته کړی او شا وخوا مشرکان پر را وګرځېدل، يو د بله يې سره نارې کړې چي را ټول سى او جنګ مه پرېږدى. 


اوس هغه مسلمانان چي د شا د طرفه د دوی په بې خبري کي د خالد ټولۍ پر راغله او په تورو یې وهي د خالد د ټولۍ څخه د مخ و طرف ته ځغلي او د ميدانِ جنګ د اولو صفو مسلمانان چي په هيڅ حال نه دي خبر د شا و طرف ته را وګرځېدل چي څه پېښه ده؟ هغه مسلمانان چي د خالد د ټولۍ څخه ځغلي د دوى په مخه ورځي او دوی یې په تورو  وهي، ځکه جنګ دى او خلک په زغرو پټ دي، دوست او دښمن نه سره پېژندل کيږي اوس په خپله د مسلمانانو په منځ کي د نه پېژندلو په سبب جنګ شروع سو او د بلي خوا مسلمانان د مخ او د شا د طرفه څخه وهل کيږي، مسلمانان د ميدانِ جنګ په منځ کي داسي سوه لکه د  ژرندي د دوو پلو په منځ کي چي وي يا لکه د غچي په خوله کي چي راسي د دواړو طرفو څخه وهل کيږي.


په دغه وخت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مسلمانانو د يوې کوچنۍ (9) نفري ډلي سره د لښکر تر شا ولاړ ؤ د مسلمانانو قهرمانانه جنګ او دکفارو  تېښته يې ليدل چي ناڅاپه او په پوره بې خبرتيا کي يې د خالد بن وليد د سپرو ټولۍ د مسلمانانو ترشا وليدل. 
اوس نو دلته د رسول الله صلی الله علیه وسلم  و مخ ته دوې لاري وې چي يا به خپل ځان او دغه (9) نفره ملګري په ډېره چابکي سره د امان او پټ ځاى ته رسوي او خپل محاصره سوى لښکر به و خپل تقدير ته پرېږدي چي څه ورته پېښيږي هغه به ورته پېښ سي. 


يا دا چي خپل ځان په خطر کي واچوي خپلو پاشلو اصحابو ته ور ناري کي چي د ده صلی الله علیه وسلم  پرشا وخوا را ټول سي او د هغو څخه بيرته يوه قوي جبهه جوړه کي چي د هغو په واسطه خپل محاصره سوى لښکر د  محاصرې څخه خلاص او د اُحُد د غره ولوړو ته يې بوزي، دلته نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  بې مثله شجاعت او عبقريت وځلېدى، په لوړ آواز سره يې خپلو اصحابو کرامو ته ورناري کړه: عِبادَالله! رسول الله صلی الله علیه وسلم  پوهېدى چي د ده آواز به تر مسلمانانو د مخه هغه مشرکان واوري چي په ټولو  مسلمانانو کي يې تر هر چا د مخه رسول الله صلی الله علیه وسلم  په کار ؤ، مګر بيا يې هم په لوړ آواز سره ناري کړه:


«عباد الله! انا رسولُ الله» د الله بندګانو زه رسول الله يم دلته راسى، په دغه خطرناکه وخت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دغه ناره سره خپل ځان په خطرکي واچاوه.


 مګر مسلمانان چي د کفارو په محاصره کي لوېدلي وه صحي فکر يې د لاسه ورکړى ؤ بېله خپلو ځانو څخه د بل شي په فکر کي نه وه، ډيرو يې د تيښتي لار اختيار کړه او د جنګ ميدان يې پرېښاوه او دوى نه پوهېدل چي وروسته څه کيږي او څه پېښيږي؟ تر داسي اندازې چي ځيني تښتېدونکي خلک و مدينې منورې ته ورسېدل او ځيني يې و غره ته وختل، ځيني چي د جنګ د اولو صفو څخه را ګرځېدل د مشرکانو په لښکر ګډ سوه، دوه لښکره سره ګډ  وډ دي، مسلمان او مشرک يې نه سره معلوميږي، دلته نو په خپله په مسلمانانو کي قتل او وژنه پېښ سوه، ځينو مسلمانانو ځيني نور مسلمانان د نه پېژندګلوۍ په سبب و وژل. 


امام بخاري د حضرت عائشې  رضی الله عنها  څخه روايت کوي چي وايي: کوم وخت چي د اُحُد ورځ وه او کفارو واضحه ماته وخوړل ابليس ناري کړه: يا عِبادالله! اُخراکم، يعني: د شا و طرف ته متوجه سى چي دښمن د شا د طرفه درغلى، په دغه ناره سره د مسلمانانو د اولو صفو خلک را وګرځېدل او د خپلو وروستنيو صفو سره يې په وهلو شروع وکړه.

 
حتّْی حُذيفه بن يمان رضی الله عنه  وايي: چي ما خپل پلار وليدى چي مسلمانان يې د دوو طرفو څخه وهي او ما پر نارې کړې: عباد الله! دا زما پلار دى، مګر د جنګ ميدان تود ؤ او چا زما نارې نه اورېدلې تر هغو يې واهه چي وې وژى او بيا حذيفه رضی الله عنه  و ويل: الله دي عفوه درته وکړي. 


نو هغه کسان چي په ميدانِ جنګ کي پاته وه په هغو کي دغه ګډ وډي پېښه سوه، ډېر کسان لکه ورک داسي وه نه پوهېدل چي چيري ولاړ سي او څه وکړي، دوى په دغه سر ګردانه حال کي وه چي هلته يوه ناره کونکي په لوړ آواز سره ناري کړه: (محمّد و وژل سو)د دغه خبر په اورېدلو سره مسلمانانو نور هم حواس بايلول قريبه وه چي د ډيرو افرادو معنوي روحيات مړه سي، ډيرو کسانو اسلحه و غورځول او جنګ کول يې پرېښوول، ځيني بيا په دې فکر کي سوه چي د عبدالله بن اُبى رئيس المنافقين سره ارتباط ونيسي چي د ابوسفيان څخه د دوى دپاره امان وغواړي.

 
مصعب بن عمير رضی الله عنه  چي د شيطان دغه ناره واورېدل چي محمّد صلی الله علیه وسلم   و وژل سو، نو يې و ويل: 

 

(وَمَا مُحَمَّدٌ إِلَّا رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ أَفَإِن مَّاتَ أَوْ قُتِلَ انقَلَبْتُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ وَمَن يَنقَلِبْ عَلَى عَقِبَيْهِ فَلَن يَضُرَّ اللَّهَ شَيْئًا وَسَيَجْزِي اللَّهُ الشَّاكِرِينَ ﴿آل‌عمران: ١٤٤﴾   )يعني: نه دى محمّد صلی الله علیه وسلم  مګر د الله جل جلاله  يو رسول دى، په تحقيق سره تر ده د مخه ډېر رسُولان تېر سوي دي، آيا که محمّد صلی الله علیه وسلم  مړ سي يا شهيد کړه سي نو تاسي بيرته پر شا خپل کفر ته ور ګرځی؟ (يعني: دا نه ده صحي، ځکه هر بشر آخر د دنيا څخه تلونکى دى) او هر څوک چي بيرته و هغه خپل کفر ته وګرځي نو الله جل جلاله  ته هيڅ تاوان نه رسوي او ډېر ژر به الله جل جلاله  و شکر کونکو بندګانو ته د خير بدله او جزاء ورکړي. 

   
د شيطان د نارې په اورېدلو سره دغه جملې د مصعب بن عمير رضی الله عنه  د خولې څخه را و وتلې او دا د مخه تر دې وې چي دغه آيات په قرآن مجيدکي نازل سي، الله جل جلاله  دغه آيات د ده رضی الله عنه  پر ژبه جاري کړی او بيا په وروسته کي جبريل عليه السلام  دغه آيات د الله جل جلاله  د طرفه و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته را وړى. 


انس بن نضر رضی الله عنه  پر هغه ډلـه ورغلى چي حواس يې بايللي او په فکر کي ناست دي، انس بن نضر هغه څوک دى چي د بدر و غزاء ته نه ؤ حاضر سوى او بيا يې قسم ياد کړی: که بل وار د رسول الله صلی الله علیه وسلم  او قريشو په منځ کي جنګ پېښ سو زه به و الله جل جلاله  ته هغه کارونه ور ښکاره کړم چي زه يې کوم، (یعني د مرګ تر وخته به جنګېږم) نو رشتيا هم انس بن نضر رضی الله عنه  دلته خپل شجاعت او مړانه ښکاره کړه. 


انس بن نضر رضی الله عنه  چي پر هغه ډله ورغلى چي حواس يې بايللي وه او په فکر کي ناست دي نو يې ورته و ويل: د څه شي انتظار کوى چي ناست ياست؟ دوى و ويل: رسول الله صلی الله علیه وسلم  و وژل سو، ده ويل: که رشتيا هم رسول الله صلی الله علیه وسلم  وژل سوى وي نو تاسي تر ده وروسته ژوند څه کوى؟ ولاړ سى او ځانونه پر هغه لار و وژنى چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر و وژل سو او بيا انس بن نضر رضی الله عنه  و ويل: الْهي!

زه د هغه څه څخه عفوه غواړم کوم چي مسلمانانو وکړه او الْهي!  زه د هغه څه څخه بري او بېزاره يم کوم چي مشرکانو وکړه، يعني: نه د مسلمانانو په دغه تېښته او حواس بايللو خوښ يم او نه د مشرکانو دغه عمل خوښوم او بيا رهي سو، سعد بن معاذ رضی الله عنه  په مخه ورغلى او ورته ويې ويل: چيري ځې؟ يا ابا عُمر! انس بن نضر رضی الله عنه  و ويل: والله يا سعد! د اُحُد څخه د جنت بوى را باندي لګيږي او ولاړى تر هغو يې د کفارو سره جنګ کاوه ترڅو چي شهيد و وژل سو، پسله جنګه څخه د ده جسد چا نه پېژندى چي دا څوک دى ځکه د ده پر بدن درو اتيا زخمه وه، چي ځيني يې د تورو ځيني يې د نېزو او ځيني يې د غشو وه نو د ده بدن هيچا و نه پېژندى بېله د ده د خور څخه چي هغې هم د ده پر يوه ګوته و پېژندى چي پخوا لا پرې سوې وه، سعد بن معاذ رضی الله عنه  و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته و ويل: والله يا رسولَ الله زما په وسه نه وه پوره چي داسي کار وکم لکه انس بن نضر چي وکړى.


 وروڼو! څوک داسي جهاد کولاى سي؟ څوک د دښمن سره دومره مخامخ کېدلاى سي؟ څوک دومره تحمل او مقاومت کولاى سي؟ چي درو اتيا زخمه دي زخمي سي او دئ دي جنګ کوي، يو سړئ يو ځاى زخمي کيږي او د جنګ د ميدانه څخه وزي، دوه زخمه خو څوک په تکليف زغملاى سي، مګر درو اتيا زخمه او بيا دي هم جنګ کوي، سعد رضی الله عنه  وايي موږ يې بدن لڅ کړی په ټول بدن کي يې د يوې لويشتي ځاى نه ؤ پاته چي زخم دي يې نه وي خوړلى د الله جل جلاله  په لار کي يې ټول بدن خوړين سوى ؤ. 


ثابت بن دحداح الانصاري رضی الله عنه  و خپل قوم ته ورناري کړه: يا معشر الانصار! که محمّد صلی الله علیه وسلم  وژل سوى وي الله جل جلاله  حَى او ژوندی دى نه مري، پرخپل دين و جنګېږى، الله ستاسي ناصر او کاميابه کونکى دى، د انصارو څخه څو نفره د ده ملګري سوه او د خالد د سپرو پر ټولۍ يې حمله وکړه تر څو چي خالد په نېزه و وژى او د ده نور ملګري هم شهيدان سوه. 


د مهاجرينو څخه يو نفر په ميدان جنګ کي پر يوه انصاري ورغلى چي په خپلو وينو کي سره اوښتى، مهاجر ورته و ويل: اې فلانيه! آيا ته خبر سوې چي محمّد صلی الله علیه وسلم  و وژل سو؟ يعني: تا دغه خبر واورېدى؟ مهاجر ځان ته معلومات کوي چي خبر رشتيا دى که درواغ؟ نو ويل: ته خبر سوې چي محمّد و وژل سو؟ انصاري و ويل: که محمّد صلی الله علیه وسلم  وژل سوى وي هغه خپل رسالت ورساوه اوستاسي پر خپل دين و جنګېږى.


 وروڼو! دغه خبره و موږ ټولو مسلمانانو ته خطاب دى،که محمّد صلی الله علیه وسلم  د دنيا څخه رحلت کړى دى خو دين يې موږ ته پوره را ورساوه، اوس نو د دغه دين ساتل او تر نورو پوري رسول زما او ستا پر غاړه امانت او ایماني وظيفه ده. 


په دغه قسم قربانيو او شجاعت سره د مسلمانانو د جنګياليو معنويات او احساسات بيرته را ژوندي سوه، و دوى ته د دوى عقلونه او تدبير بيرته را وګرځېدل، نو يې هغه د تسليمېدلو، يا دا چي د عبدالله بن اُبى سره د خلاصون دپاره رابطه ونيسي فکرونه د دماغه وايستل خپلي اسلحې يې واخستې او د مشرکانو پر لښکرو يې حملې شروع کړې کوښښ کوي چي خپل د قيادت مرکز ته ځانونه ورسوي، په عين وخت کي دا معلومات هم ورته وسوه: چي هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د وژل کېدلو خبر هم يو جوړ سوي درواغ وه، دې معلوماتو د دوى قوت او همت نور هم ور زيات کړه، نو خود پسله ترخه جنګه او ټينګ مقاومته څخه هغه د محاصري د حالته څخه خلاص سوه او په کراره کراره د خپل مرکز پر شا وخوا سره جمعه کېدل. 


هلته د صحابۀ کرامو په جمله کي يوه بله درېیمه ډله هم وه چي د هغو دپاره بل هيڅ شئ دومره مهم نه ؤ بېله د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ساتنه چي دغي ډلي د محاصرې په ماتېدلو او و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته د ځان په رسولو کي هجوم او حملې شروع کړې. 


د دغي ډلي په مقدمه کي حضرت ابوبکرالصِدِّیق، حضرت عمرِفاروق او حضرتِ علي بن ابي طالب(رض) وه، که څه هم دوى د جنګ په اولو صفو کي وه خو کوم وخت چي يې د جنګ دغه بد حال ولیدی او د رسول الله  صلی الله علیه وسلم پر مبارک ذات یې خطر حِس کړی نو اوس د ده صلی الله علیه وسلم  څخه د دفاع کونکو په مقدمه کي ودرېدل. 


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

 

سرته