تازه سرليکونه
د (فتوا نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا- د آدم او حوا (ع) نکاح څنګه وسوه؟
 
  December 29, 2011
  0

پوښتنه : د بابا آدم  علیه السلام  او حوا انا نکاح څنګه سره رواه سوله؟ 

د سوال کوونکي نوم: عبدالرحمن

جواب: د حلالو او حرامو حکم ټول د الله جل جلاله  لخوا څخه کیږي، کوم شئ، چي الله جل جلاله  حلالوي هغه حلال دی او کوم شئ، چي الله حراموي هغه حرام دی .

عقیدوي مسایل لکه د الله جل جلاله  یوالی منل ، د الله ملایکي، کتابونه ، رسولان علیه السلام  او د آخرت ورځ منل دا په ټولو امتونو کي یو شان دي خو د شریعت په حکمونو کي ډېر دا ډول حکمونه شته، چي د یوه رسول او نبي په دین کي یې یو ډول حکم لاره او د بل رسول او نبي په دین کي یې بل ډول حکم لاره ، د بېلګي په ډول د غنیمت د مالونو څخه ګټه او کار اخیستل د نورو امتونو د پاره حرام ؤ خو ددې امت لپاره بیا جایز دي لکه څه ډول چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خپلو هغو ځانګړتیاو په لړ کي، چي پر نورو رسولانو ورکول شوي دي فرمایلي دي :  وَأُحِلَّتْ لِيَ الْغَنَائِم  (مسلم ) او ما لره غنیمتونه حلال شوي دي .

د سورة النساء په لومړي ایت کي الله جل جلاله  فرمایلي دي : يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَاءً ...(سورت النساء ايت ١ ) ژباړه: اې خلکو ! تاسو د خپل څښتن د عذابونو څخه ځانونه وژغورئ ، هغه رب، چي تاسو یې د یوه انسان یعني آدم څخه پیدا کړاست او د هغه څخه یې د هغه ښځه یعني حواء پیدا کړه او د دوی دوو څخه یې ډېر نارینه او ښځي د مځکي پر مخ خپاره کړه .پدې آیت کي الله جل جلاله  په واضح ډول فرمایلي دي چي موږ د آدم علیه السلام  ښځه (حواء) د هغه څخه پیدا کړه . نو چي الله جل جلاله  یې ښځه بللې ده او الله جل جلاله  ورته جایز کړې ده هیچا لره هم د اعتراض حق نشته، چي د کایناتو پر څښتن دي اعتراض وکړي .پدې امت کي وهیچا ته په یوه وخت کي تر څلورو زیاتي ښځي په نکاح کول جایز نه دي خو و محمد صلی الله علیه وسلم  ته الله جل جلاله  په یوه وخت کي د نهو ښځو سره نکاح تړل جایز کړي وه ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  چي وفات شو نو نهه ښځي یې پاته شوې .

د تعليم الاسلام مجله ،۵ ګڼه، د دارالافتاء څانګه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته