تازه سرليکونه
د (فتوا نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د بخښلو وروسته بيرته د مهر غوښتنه کول؟
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  July 28, 2020
  0
نوم: مولوي عبید الله صاحب
مسلسله شمېره: (2977)
 
پوښتنه: یو سړي له یوې ښځې سره نکاح شرعي وکړه په مقابل کښي د ۷ لکه کلدارې. ۶ لکه ئې ادا کړې یو لک کلدارې باقي پاته سوې او واده ئې وکړئ، څه وخت وروسته نوموړې ښځې باقی مهر خپل خاوند ته په رضا او رغبت په حضور کې د شاهدانو ور وبخښئ، وروسته نوموړي خاوند خپلې همدغې میرمنې ته طلاق ورکړئ، اوس د نوموړې ښځې پلار د باقی مهر غوښتنه کوي، ایا حق ئې کیږی؟
 
جواب: حامداً و مصلیاً
کله چي یوه ښځه په رضا او رغبت سره یو ځل خپل مهر معاف کړي نو بیا ئې دوباره د غوښتنی حق نلري، نو له همدي وجهې پلار د مطالبې حق نلري. 
والله اعلم بالصواب
 
------------------------------
 
لمافی الهندیة: ِللْمَرْأَةِ أَنْ تَهَبَ مَالَهَا لِزَوْجِهَا مِنْ صَدَاقٍ دَخَلَ بِهَا زَوْجُهَا أَوْ لَمْ يَدْخُلْ وَلَيْسَ لِأَحَدٍ مِنْ أَوْلِيَائِهَا أَبٌ وَلَا غَيْرُهُ الِاعْتِرَاضُ عَلَيْهَا. الفتاوی العالم ګیریه: ج۱/ص۳۱۶، الباب السابع فی المهر.
وقال الحصكفي رحمه الله): ( وصح حطها ) الحط الإسقاط كما في المغرب وقيد بحطها لأن حط أبيها غير صحيح لو صغيرة ولو كبيرة توقف علی إجازتها ولا بد من رضاها. ردالمحتار : ج۴/ ص۲۴۰ کتاب النکاح ، مطلب فی حط المهر.
فی الدرالمختار:ولوهب لا مراته لا کعکسه وفی الشامی: أي لو وهبت لرجل ثم نكحها رجعت ولو لزوجها لا . شامی :ج۵/ ص۵۷۸ باب الرجوع فی الهبة
وفی الموسوعة: والذی یوافق  الا براء من الهبة هو هبة الدین للمدین فهی والابراء بمعنی واحد عندالجمهور الذین لا یجیزون الرجوع فی الهبة بعد القبض، 
اماعند الحنفیة القائلین بجواز الرجوع  فی الجمله فالابراء مختلف عن هبة الدین للمدین للا تفاق علی عدم الرجوع فی الابراء بعد قبوله  لا نه اسقاط، والساقط لا یعود.   الموسوعة:ج۱/ص۱۴۴..
هکذافی الا شباه من الفن الثالث
 
------------------------
 
الجواب صحیح : مولوي محمد عمر خطابي 
المجیب: مفتي حمدالله  
 

سرته