تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د جنت د دروازې د خلاصولو لپاره د نبيﷺ سفارش
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  October 24, 2020
  0

د جنت د دروازې د خلاصولو لپاره د نبي کریم صلي الله علیه وسلم سفارش

 

جنت ته د ننوتو لپاره به انبیاء علیهم السلام د سفارش (درخواست) وکړي، بالاخره به سیدالاولین والاخرین محمد صلي الله علیه وسلم د رب العالمین په دربار کي په سجده پرېوزي او د خپل امت  لپاره  به  په جنت کي  د داخلېدو سفارش وکړي.

د نبي صلي الله علیه وسلم ارشاد دی:« فَآتِى تَحْتَ الْعَرْشِ فَأَقَعُ سَاجِدًا لِرَبِّى ثُمَّ يَفْتَحُ اللَّهُ عَلَىَّ وَيُلْهِمُنِى مِنْ مَحَامِدِهِ وَحُسْنِ الثَّنَاءِ عَلَيْهِ شَيْئًا لَمْ يَفْتَحْهُ لأَحَدٍ قَبْلِى ثُمَّ يُقَالُ يَا مُحَمَّدُ ارْفَعْ رَأْسَكَ سَلْ تُعْطَهْ اشْفَعْ تُشَفَّعْ. فَأَرْفَعُ رَأْسِى فَأَقُولُ يَا رَبِّ أُمَّتِى أُمَّتِى. فَيُقَالُ يَا مُحَمَّدُ أَدْخِلِ الْجَنَّةَ مِنْ أُمَّتِكَ مَنْ لاَ حِسَابَ عَلَيْهِ مِنَ الْبَابِ الأَيْمَنِ مِنْ أَبْوَابِ الْجَنَّةِ وَهُمْ شُرَكَاءُ النَّاسِ فِيمَا سِوَى ذَلِكَ مِنَ الأَبْوَابِ» (مسلم شریف ۱/۱۱۱)

ژباړه:  نو زه به د عرش لاندي راسم او خپل رب ته به په سجده پرېوزم بیا به الله عزوجل زما سینه پرانیزي او زما په زړه کي به خپله حمد او ثناء او د غوره تعریف کلمات القاء کړي، کومي چي زما څخه مخکي هیچا ته نه وې القاء کړي، بیا به الله عزوجل وفرمايي: ای محمدصلي الله علیه وسلم ! سر راپورته کړه، سوال کوه تا ته به درکول کیږي. او سفارش کوه، ستا سفارش به قبلیږي، نو زه به خپل سر پورته کړم او و به وایم چي : ای ربه ! زما امت، زما امت، نو و به ویل سي، چي ای محمده! د خپل امت څخه هغه خلک چي حساب کتاب پرې نه وي، هغوی د جنت د راسته دروازې څخه داخل کړه او دا خلک په نورو دروازو کي د نورو خلکو سره د شراکت حق هم لري. ( هغوی څخه به دا اعزاز حاصل سي چي په کومو دروازو وغواړي داخلېدلای سي)

او په یو روایت کي دي، چي نبي کریم صلي الله علیه وسلم ارشاد فرمایلي دی: « آتِى بَابَ الْجَنَّةِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَأَسْتَفْتِحُ فَيَقُولُ الْخَازِنُ مَنْ أَنْتَ فَأَقُولُ مُحَمَّدٌ. فَيَقُولُ بِكَ أُمِرْتُ لاَ أَفْتَحُ لأَحَدٍ قَبْلَكَ ». (مسلم شریف ۱/۱۱۲)

ژباړه: زه به په قیامت کي د جنت دروازې ته ولاړ سم او د هغې د خلاصولو کوښښ کوم، نو د جنت د دروازې پیردار به پوښتنه وکړي چي ته څوک یې؟

زه به ووایم: چي محمد صلي الله علیه وسلم یم.

نو هغوی به ځواب راکړي، چي ستا متعلق ما ته حکم سوی دی، چي ستا څخه مخکي به زه هیچا ته دروازه نه خلاصوم.

ماخذ: د جنت شوقیان

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته