تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
خپل اولاد داسی تربیه کړئ
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  July 19, 2020
  0

خپل اولاد داسی تربیه کړئ 


ژباړه:  عبدالسلام حنفي 


یوه ماشوم خپله مور ولیدله چې د ګاونډي څخه د لږ مالګي غوښتنه کوئ ماشوم خپلې مور ته وایي موري ولي د ګاونډي څخه د مالګې غوښتنه کوې موږ کور کي دومره مالګه لرو چي زموږ بس کیږي. 

 

مور یي ورته وايي بچیه دوی همیشه زموږ څخه شیان غواړي او دوی فقیران دي،  نو زه دا خوښوم چي له دوی څخه یو داسي شئ وغواړم چي دوی یي په ورکولو قدرت لري او زموږ ګاونډیان په دې پوهه سي چې موږ هم دوی ته محتاج یو، او د دوی خیال رانسی چي همیشه زموږ څخه د شیانو غوښتونکي دي نو بل وخت به یي نه غواړي وایي به چي موږ همیشه له دوی څخه غوښتونکي یو نو زه ځکه ورڅخه دغه لږ مالګه غواړم چې د دوی څخه دا خیال لري کړم او په آینده کي چې زموږ څخه غوښتنه کوي چې موږ ته خجالت نه وي.
 

دا  داسي یو ادب دی چې لومړۍ خو باید دا خبره په سروزرو ولیکل سي او هر انسان باید خپل اولاد ته داسي تربیه ورکړي.

سرته