تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
صِهْرِي مُحَرَّمَاتُ
 
  December 27, 2011
  0

د ښځو دوهمه ډله كومي چي هيڅ كله د هغو سره نكاح نه تړل كيږي هغه ښځي دي چي د نكاح د خپلوۍ لكبله د هغو سره هيڅ كله نكاح نه صحيح كيږي ، دغو ښځو ته صِهْرِي مُحَرَّمَاتُ وايي .

صِهْرِي مُحَرَّمَاتُ دا دي :

خواښې : د خپلي ښځي نَسَبِي مور او رضاعي مور د سړي خواښې بلل كيږي ، دغه ډول د خپلي ښځي نَسَبِي او رضاعي اناگاني هم د سړي خواښياني كيږي او هيڅ كله يې د هغوى سره نكاح نه صحيح كيږي .
د ښځي سره چي يو ځل نكاح وتړل سي ، كه را واده سي او كه را واده نسي د دغي ښځي مور او اناگاني د سړي مُحَرَّمَاتُ گرځي هيڅ كله يې هم نكاح نه ورسره صحيح كيږي .

بچندره : بچندره د خپلي ښځي هغي لور ته وايي چي د بل مېړه څخه يې وي ، بچندري ته په عربي رَبِيبه وايي.
همدا ډول د خپلي ښځي هغه لمسۍ چي د بل مېړه د اولاد څخه يې وي هم د بچندري حكم لري .

د هغي ښځي لور د سړي بچندره گرځي ، هيڅ كله يې نكاح نه ورسره صحيح كيږي چي هغه را راوده سوې وي او څښتن يې نژديكت ورسره کړى وي .
كه څوك د داسي ښځي سره نكاح وتړي چي هغه لور ولري خو د را واده كولو دمخه يې طلاقه كړي د دې ښځي د طلاق عده چي تېره سي نو بيا دا سړى د هغې د لور سره نكاح تړلاى سي .
ځكه بچندره هغه مهال مَحرَمه ګرځي چي سړى يې د مور سره نكاح وتړي او را واده يې كړي .

ميره : ميره د پلار وهغي ښځي ته وايي چي د سړي خپله مور نه وي بلکى د مور بن يې وي .
د سړي پلار يا نيكه چي د ښځي سره نكاح وتړي فقط د نكاح په تړلو دا ښځه د سړي ميره ګرځي .
ميره كه څه هم راواده سوې نه وي بيا هم د تل د پاره پر سړي حراميږي .

مږور :  د خپل زوى ښځه د سړي مږور بلل كېږي او هيڅ كله يې نكاح نه ورسره صحيح كيږي .
همدا ډول د لمسيانو او كړوسيانو ښځي هم د سړي مږندي بلل كيږي هيڅ كله د هغو سره د سړي نكاح نه صحيح كيږي .
پورتنى ښځي يعني خواښې ، بچندره ، ميره ، مږور د سړي د نكاح د خپلوۍ لكبله مُحَرَّمَاتُ دي هيڅ كله د سړي نكاح نه ورسره تړل كيږي .

د دغو ښځو سره ليدنه كتنه ، ناسته ولاړه جائز ده او همدا ډول ښځه د همدغو خپلوانو يعني خپل زوم ، پلندر ، بنزي او خسر سره سفر كولاى سي البته چي امين هم وي .
 ځکه كه امين نه وي او خطره ورڅخه ليدل كېدله بيا به ښځه د هغه د فسق او بې باورۍ لکبله سفر نه ورسره كوي .

ماخذ: فقه المبتدي، دريم ټوک-نکاح

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته