تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د شریعت مطابق د خاوند او میرمني ژوند
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 27, 2020
  0

ژباړه: سمیع الله دُرانی


یو سړي له یوې عالِمي ښځي سره واده کړی ؤ، د واده څخه وروسته یې میرمني ورته وویلي وه: زه د شریعت مطابق ژوند تیرول غواړم!


هغه سړی په دې خبره ډیر خوشحاله سو چي دا خو بیخي ښه خبره سوه چي د خپلي میرمني په برکت سره ژوند د شریعت مطابق تیروم.


ښځي یې څه وخت وروسته ده ته وویل: وګوره! موږ په کور کي د شریعت مطابق د ژوند تیرولو وعده کړې وه، او په شریعت کي پر ښځي باندي د کور خدمت واجب نه دئ او د شریعت مطابق خاوند باید د میرمني لپاره د علیحده کور د پیدا کولو بند وبست وکړي، نو لهذا زما لپاره علیحده کور جوړ کړه.


هغه سړی ډیر پریشانه سو، له ځان سره یې ویل چي د جلا کور نیول دومره قصه نه ده خو زما د مور او پلار سره به څه کیږي؟!


زه به د خپل مور او پلار سره څه کوم؟!


پدې تشویش کي سو، ددې اړوند مفتي صاحب ته ورغلی، مسئله یې مفتي صاحب ته بیان کړه؛


مفتي صاحب ورته وویل: چي هغه خو سمه خبره کوي.


سړي مفتي صاحب ته وویل: زه تا ته د مسئلې د حل لپاره راغلی یم د فتوا اخیستلو لپاره نه.


مفتي صاحب ورته وویل: یوه طریقه سته، هغه طریقه داسي ده، ته ولاړسه خپلي میرمني ته ووایه چي په شریعت کي دوهم واده جواز لري، لهذا زه دوهم واده کوم او هغه به زما د والدینو خدمت کوي، ستا لپاره علیحده کور رانیسم، ته به هلته اوسېږې.


میرمني یې په دغه جواب سره پریشانه سوه او ویې ویل: ودریږه! دوهم واده مه کوه، زه همدلته ستا د والدینو سره اوسیږم، ستا والدین زما والدین دي او د هغوی خدمت او اکرام ثواب هم لري.


سبق: ددې لپاره وخت وباسئ چي د یو مولوي صاحب سره کښینئ او مسئلې ځني وپوښتئ، د هري مسئلې حل په ګوګل کي نه وي.


همدارنګه د شریعت مطابق ژوند تیرول موږ مسلمانان د ژوند له سختو مشکلاتو خلاصوي.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته