تازه سرليکونه
د (مطمئن ژوند) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تاسو کوم استعداد لری؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 24, 2022
  0

لیکنه: اصیل زارع / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


تل مو تر غوږو دا خبري ډيري رارسيږي چي په فلاني هيواد يا فلاني ځای کي فلانی کس ډېر مشهوره سو.


ایا کله مو پوښتلي:
۱- چي ولي دومره ژر مشهوره سو؟
۲- هغه کس کوم څه لري چي تاسو يې نه لری؟
۳- ولي تاسو دومره پرمختګ او شهرت تر لاسه نه کړ؟


دا چي ولي هغوی دومره پرمختګ او شهرت تر لاسه کړ، د دې راز یوازي او یوازي په خپل ځان کي استعداد لټول، پخه اراده درلودل، په خپل استعداد باندي کار کول، ژور کار کول  او يو هدف ځانته ټاکل دي.


خپل استعداد په خپله راويښ کړئ نه د يو بل کس په تشويق!
استعداد هر کس لري، خو فرق دومره دئ، چي يو کس په يو څه کي استعداد لري او بل کس په بل څه کي استعداد لري.


پخپل ځان کي استعداد ولټوئ! 
تاسو د څه شي لیوالتیا او مینه لری؟
پر خپل استعداد کار وکړئ، خپل استعداد پخپل راتلونکي بدل کړئ.
خپل په استعداد کي ژور فکر وکړئ، اسلامي اړخ يې وسنجوئ!
هيڅکله  په ژوند کي ډېر هدفونه مه ټاکئ!
داسي مه واياست چي زه غواړم په راتلونکي کي  يو ښه خبريال، اقتصاد پوه، اينجنير او ډاکټر واوسم.
بلکې يو انتخاب کړئ په ښه ژور توګه سره یې مطالعه کړئ.
اوس سوال پيداکيږي چي په دومره ډېرو انتخابونو کي کوم يو انتخاب کړم؟
څنګه زه زما په دومره هدفونو کي يو هدف وټاکم؟
تاسو خپل د ځان سره فکر وکړئ چي تاسو مينه، شوق او علاقه د کوم هدف سره لری؟
د کوم هدف سره تاسو دومره علاقه لری لکه د ګېم کولو سره؟
تاسو يو داسي انتخاب د ځان لپاره ولرئ، کوم چي تاسو همېش ورسره په  څنګ کي ضريب ولری.
يو کوچنۍ بېلګه يې پر ګېم درته وړاندي کوم!


۱- ګېم چيشي دئ؟
۲- ولي يې ځیني ځوانان کوي، مهارتونه یې زده کوي او د ګټلو هڅه یې کوي؟


دا ځکه چي شوق او لیوالتیا یې ورسره ده، تشویق ته اړتیا نلري، بهرنۍ انرژي نه غواړي، خپله ځان تشویق کوي او خپل دماغ پدې بې ګټي شي کي مصرفوي (کوم چي مالي ګټه یې بهرنیانو ته رسیږي او زیان یې استعمالونکي ته).


همدا ډول  يو انتخاب وټاکئ چي  ستاسو څخه هيڅ بهرنۍ انرژي ونه غواړي، ستاسو دماغ بېله کوم بهرني فشار څخه کار  پر وکړي او په يوې ښې  درجې سره پکښې يو  مقام ته ورسيږی.


هر کله چي يو څه ته مخه کوی، په پوره اراده سره مخه وکړئ، پوره جذبه ولرئ.


هدف ته د رسېدو لومړی ګام پخه اراده درلودل دي.

 

دا  خبره قبوله کړی چي هيڅکله د علمونو په پراخوالي باندي فکر مه کوئ، ځکه علم د درياب مثال لري، علمونه ډېر پراخ دي. تاسو د علم  په ژور والي فکر وکړئ او تل هڅه وکړئ چي يو علم وټاکئ او  په ژوره توګه سره يې مطالعه کړئ.


که چيري ستاسو علاقه د شرعیاتو، طب، اينجنرۍ، اقتصاد او يا نورو علومو سره وي، تل هغه څه انتخاب کړئ کوم څه سره چي تاسو مينه، شوق او لیوالتیا لرئ.


 د خلکو پر خبرو هيڅکله غوږ مه نيسئ، هغه څه انتخاب کړئ کوم څه چي تاسو بېله کوم بهرني فشار څخه ترسره کوی.


خپل د خوښي (هدف) د ځان لپاره وټاکئ، داسي (هدف) چي هر وخت د دې هدف لپاره په ډېره خستګۍ سربيره هم د دې موخي لپاره ډېره  انرژۍ ولرئ.


يو مشهوره قصه د البرټ انشټین د استعداد اړوند:
البرټ انشټین ته به ډیر خلک راتلل او ورڅخه به يې پوښتل:
«تاسو دومره لوی ساینس پوه جوړسولاست، د کوچني څخه تر لوی پوري د ټولو په خوله کي ستا نوم ژوندی دئ، د دې ټولو راز په څه کي دئ؟


البرټ په جواب کي ورته  وويل:
د دې سبب د خپل استعداد سره ليوالتيا، شوق او علاقه ده!
 البرټ د مکتب په دوران کي په ټولو مضمونونو کي ناکام سو، دوه مضمونونه وه چي البرټ انشټین پکښې ډېري نمرې وړي وې هغه رياضي او ساينس  وو.


دا ځکه چي د البرټ انشټین ليوالتيا د رياضي او ساينسي علومو سره ډېره زياته وه.
هغه خپل استعداد د پينځه کلنۍ په عمر کي په ځان کي ولټوئ او خپل په استعداد يې کار وکړئ.
استعداد ولټوئ، کار پر وکړئ، هدف ځانته وټاکئ، تګلاري ورته برابري کړئ او ژوره مطالعه پکښې وکړئ!
هو لومړی د خپلي خوښۍ اسلامي اړخ سنجوئ.


تاسو هيڅکله داسي فکر مکوئ چي نور تاسو د علم له اړخه پوره ياست بلکې همېش داسي فکر وکړئ چي اوس هم ستاسو په دماغ کي د زده کړي ګنجایش سته او ستاسو دماغ نوري مطالعې ته اړتيا لري.
هيڅکله داسي فکر مکوئ چي زه چي په خپله سيمه کي په ښه درجو يم نو په ښار يا مرکز کي به هم په ښه درجه پاته سم؟!


تاسو دا يو څه په ياد ولرئ (هر څوک په خپل ځای کي زمری وي).
که تاسو په خپله سيمه کي لوړه درجه شاګرد ياست، همداسي په بله سيمه کي لوړه درجه شاګرد سته!
 هر څوک خپل دماغ لري، هر کس خپل په دماغ کار کوي، دا چي څوک يې لږ کوي او څوک يې ډېر کوي هغه په کوښښ کولو پوري اړه لري.


هر کس نوي معلومات  په دماغ کي لري، چي تاسو هغه معلوماتو ته اړتيا لرئ.
 

ـــــــــــــــــــ
ذوق د استعداد تابع کړئ

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته