تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د (ژوند اووه رازونه) د کتاب د چاپ خبرتیا
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 1, 2018
  0

رالېږونکی: حضرت عثمان نوري

 

د کتاب خپرنځي اداره لیکي:

د "ژوند اووه رازونه" کتاب په ننګرهار کې "کتاب خپروندویه اداره" چاپوي، دا کتاب د هېواد د نوي کهول ځوان ليکوال او ژباړن "حضرت عثمان نوري" خپلې مورنۍ ژبې "پښتو" ته را ژباړلی دی


دغه ګټور کتاب د بهر پوهنتونونو د بېلابېلو پېاوړو او نامتو استادانو او ارواپوهانو له لیکنو ژباړل شوی دی. د ژوند اووه رازونه کتاب د ارواپوهنې برخه ده، ژباړه یې روانه، فصیحه او مننونکې ده، د کتاب لومړۍ، منځنۍ او د پای برخه ګټوره او په زړه پورې موضوعات لري او د نن عصر د ځوان کهول لپاره خورا ښه او ارزانه درملنه پکې تر سترګو کېدای شي. 


د "ژوند اووه رازونه" چاپچارې د ۱۰۰۰ ټوکو په شمېر په ننګرهار کې د "کتاب خپرندویه ادارې" په لګښت په نړیوال معیاري نمبر (( ISBN چاپ او بازار ته وړاندې کیږي. دغه کتاب به په ننګرهار کې "کلاسیک، ختیځ، دعوت، مومند او میهن کتاب پلورنځېو؛ په پلازمېنه کابل کې انتشارات سعید او اکسوس کتاب پلونځېو؛ په پکتیا کې د علمي کتاب پلورځي، په کندهار کې د کروړ کتاب پلورځي او په خوست ښار کې به د لېوال کتاب پلورنځي څخه ترلاسه کولای شئ.


کتاب به ډېر ژر له چاپه را ووځي او تر تاسو به یې ورسوو. چاپ یې پر موږ او لوستل یې پر تاسو.


کتاب خپرنځي اداره

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته