تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دم او تعویذ کول د شریعت له نظره
 
  January 8, 2017
  0

 رالېږونکی: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


الله تعالی فرمايي چي قرانکریم شفاء ده او نبي کریم صلی الله علیه وسلم به د شفاء لپاره قراني ایتونه پر ځان دم کول چي په ډیرو صحیحو احادیثو  کي راغلي دي. 
 
د صحیح مسلم په حدیث شریف کي راځي:

عَنْ عَوْفِ بْنِ مَالِكٍ الأَشْجَعِىِّ قَالَ كُنَّا نَرْقِى فِى الْجَاهِلِيَّةِ فَقُلْنَا يَا رَسُولَ اللَّهِ كَيْفَ تَرَى فِى ذَلِكَ فَقَالَ « اعْرِضُوا عَلَىَّ رُقَاكُمْ لاَ بَأْسَ بِالرُّقَى مَا لَمْ يَكُنْ فِيهِ شِرْكٌ ». رواه مسلم تکملة فتح الملهم شرح صحیح مسلم: جزې۴، ص۲۵۷ کتاب الطب

یعني حضرت عوف بن مالک رضى الله عنه فرمايي چي موږ د جاهليت په زمانه کښي دمونه او تعويذونه کول موږ د رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه چي ته زموږ په تعويذو کښي څه حکم کوې ؟ ورسته پيغمبر صلى الله عليه وسلم وفرمايل تاسو خپل تعويذونه وماته وړاندي کړى هغه تعويذونه جائز دي چى په هغه کښي شرکيه کلمات نه وي.

د تعويذ د جواز لپاره شرائط

په دم، چوف او تعویذ سره علاج جائز دی خو په لاندي څو شرطونو سره:
 
۱:  د الله تعالی په کلام (قران شریف) یا په اسماءالله (د الله تعالی په نومونو) سره به وي.
۲:  په عربي ژبه سره به وي، که په عربي نه وي نو به يې معنی معلومه وي، الفاظ به یې ښکاره وي او د شرک الفاظ به نه وي پکښي.
۳: په دې عقیده به وي چي شفاء ورکونکی ذات یوازي الله جل جلاله دی- تعویذ نه دی.

تعويذ به د جائز مقصد لپاره وي . 

مشهور صحابي حضرت عبدالله بن عمرو رضی الله عنه یو خاص دم چي د نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه یې زده کړی وو خپلو اولادو ته یې ور ښاوه خو هغه کوچني اولادونه چي هغو به دم نه سوای ویلای هغو ته یې په غاړه کوی چي ددې څخه د تعویذ جواز ثابتیږي.

کوم احادیث چي د تعویذ د منعي په اړه راغلي دي د هغو څخه هغه تعویذ مراد دی چي پورته شرایط ونه لري، مثلاً شرکي الفاظ پکښې وي، معنی یې نه معلومیږي او په دې عقیده په غاړه کیږي چي ګواګي خپله دا تعویذ ما ته ګټه کوي، نو هغه د منعي احادیث ددغه ډول تعویذ په اړه راغلي.

مسلمان باید هیڅکله مسنون اذکار او دعاګاني ویل هیري نکړي ځکه په دې سره د هر ډول برکتونو او ثوابونو څخه برخمن کیږي او د هر ډول مصیبتو، انسي او جني آفاتو څخه خوندي ساتل کیږي، په حقیقت کي قراني ایتونه او نبوي مسنون اذکار ویل د مسلمان لپاره داسي دي لکه په یوه ډیره محکمه او مضبوطه کلا کي اوسیدل. همدا وجه ده چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم موږ ته د ژوند په هره برخه کي مسنونه اذکار راښوولي دي.
 
----------------
د دم او تعویذ نور معلومات
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته