تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ای ظالمه خبره واوره!!!
 
  July 6, 2017
  0

 ژباړه او ترتیب : غلام عمرعبدالله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


اى ظالمه خبره واوره !!!

ته چي هر څه يې او هر چېري چي يې 

ستا خپل سري به تر څو دوام ولري ؟

تر ځان کمزوري خلک تر پښو لاندي کوې او هيڅ باک هم نه په کوې !!

تا دا هېر کړي دي او هېروې يې چي هلته لوړ یو رب جل جلاله سته ؟!!

چي د شپو په تیارو کي (د مظلومانو ) آه ، فریاد او شکایت اوري ؟!!!

چي د مظلوم مرسته کوي که څه هم لږ وروسته وي

او هر ظالم به له منځه یو سي 

اى ظالمه خبره واوره !!!

ته که ځوان يې که سپین ږېری ، ځوانه يې که بوډۍ مور ، خاوند يې که مېرمن ، مور يې که پلار ، استاد یې که شاګرد ، حاکم او پاچا یې که رعیت ...

پوه سه!! چي په اسمان کي یو ذات سته ، حتی د (مظلوم ) د افسوس یو ( آه ) هم اوري هم يې ویني همدارنګه ستا ټول پټ او ښکاره اعمال ویني هیڅ څه هم ځيني پټ نه دي په ټولو خبر دی...

الله !!! مهربانه ، مشفق ذات او د مظلوم د زخمي زړه ټکورونکی دی 

د مظلوم لپاره يې د اوو اسمانو د پاسه جنتونه تیار کړي دي چي ډېر لوی لوی نعمتونه پکښې دي

خو !ٔ!! د ظالم او جابر لپاره يې د ډېر لوړ حرارت لرونکی اور تیار کړی دی 

اې ظالمه خبره واوره !!!

او پوه سه چي زموږ محبوب پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي : ( د مظلوم له ښېرا څخه وبېرېږه یقیناً د مظلوم د ښېرا او د الله تر منځ هيڅ پرده نسته ، یقیناً د مظلوم ښېرا تر وريځو لوړ پورته کېږي الله سبحانه وتعالی فرمایي : زما دي په خپل عزت او جلال قسم وي چي زه به ستا مرسته کوم که څه هم لږ وخت وروسته وي )... 

اى ظالمه خبره واوره !!! 

او اې صابره مظلومه !!! 

الله تعالی فرمایلي دي : وَلَا تَحْسَبَنَّ اللَّهَ غَافِلاً عَمَّا يَعْمَلُ الظَّالِمُونَ إِنَّمَا يُؤَخِّرُهُمْ لِيَوْمٍ تَشْخَصُ فِيهِ الْأَبْصَارُ. (سورة ابراهیم: ۴۲)

همدارنګه فرمايي :  وَسَيَعْلَمُ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَيَّ مُنْقَلَبٍ يَنْقَلِبُونَ. (سورة شعراء: ۲۲۷)
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته