تازه سرليکونه
د (اخلاق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
داخلاقو ټول اصول په څلورو احادیث کښې
  تعلیم الاسلام
  September 10, 2017
  0

 

ژباړه: غلام عمر عبدالله

 
داخلاقو او آدابو ټول اصول په څلور احادیث کښې
 
لمړی :عن أبي هريرة رضي الله عنه ، عن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال : من كان يؤمن بالله واليوم الآخر ، فليقل خيرا أو ليصمت ، ومن كان يؤمن بالله واليوم الآخر ، فليكرم جاره ، ومن كان يؤمن بالله واليوم الآخر ، فليكرم ضيفه (رواه البخاري ومسلم) . 
 
ژباړه : رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي : څوک چي پر الله او دقیامت په ورځ ایمان لري دخیر (خبره ) دي وکړي کنه چپ دي اوسي.(متفق علیه).
 
 
دوهم : عن أبي هريرة رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ( من حسن إسلام المرء تركه ما لا يعنيه ) (حديث حسن رواه الترمذي وغيره) .
 
 ژباړه : د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث دی فرمايي :  د سړي د اسلام له ښکلا څخه دا دي چي هغه څه ترک کړي چي (نه دنیوي نه اخروي ) ګټه پکښې وي(رواه الترمذي).
 
دریم : عن أبي هريرة رضي الله عنه ، أن رجلا قال للنبي صلى الله عليه وسلم : " أوصني " ، قال : ( لا تغضب ) ، فردّد ، قال : ( لا تغضب )( رواه البخاري) .
 
ژباړه : یو سړي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل :وصیت راته وکړه! رسول الله صلی الله وسلم ورته فرمایل : غوسه مه کوه ! سړي خپله خبره بیا تکرار کړه ، رسول الله صلی الله علیه وسلم بیا ځلي ورته وویل : غوسه مه کوه.(رواه البخاري).
 
څلورم : عن أنس بن مالك رضي الله عنه خادم رسول الله صلى الله عليه وسلم أن النبي صلى الله عليه وسلم  قال : ( لا يؤمن أحدكم حتى يحب لأخيه ما يحب لنفسه ) ، (رواه البخاري ومسلم) .
 
ژباړه : دالله رسول صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي : یو له تاسو څخه (کامل) مؤمن نه دي ترڅو دخپل (مسلمان) ورور لپاره هغه څه خوښ نه کړي کوم څه چي دځان لپاره خوښوي.(متفق علیه).
 
لنډيز: په لمړي حدیث کي د ژبي ساتني ته اشاره سوېده.
 
دوهم حدیث کي دبې ځایه(بې ګټو)شیانو دترکولو یادونه سوې ده.
 
په دریم حدیث کي دنفس مهارولو ته پاملرنه سوې ده.
 
او په څلورم حدیث کي دسالم زړه یادونه سوې ده.
 
-------------------------------------
سرچينه : تعليم الاسلام ویب پاڼه
 
اړونده ليکنه: د اخلاقو ارزښت...
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته