تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د شهیدانو يو څو ډولونه
 
  April 27, 2016
  0

 


سرچينه : تعليم الاسلام ويب پاڼه

د شهیدانو يو ډولونه 

(۱): د طاعون په ناروغي کي  وفات سوي شهید دی.
(۲):د نس په ناروغۍ یعني د ستوني او استسقاء په مرض کي وفات سوی شهید دی ( استسقاء داسي ناروغي ده چي نس پکښي پړسیږي او انسان ډیر زیات پکښي تږی کیږي)
(۳): په اوبو کي په بې اختیاره ډوبیدو سره مړ سوی شهید دی.

(۴): د دېوال یا چت لاندي وفات سوی شهید دی.
(۵):د الله تعالی په لاره کي وفات سوی شهید دی.
(۶): د نمونیا په ناروغي کي وفات سوی شهید دی.

(۷): په سوځیدلو وفات سوی شهید دی.
(۸): د حمل په حالت کي وفات سوی شهید دی.
(۹): پیغله وفات شوې ښځه شهیده ده.

(۱۰): کومه ښځه چي تر پیدا کیدو پوري یاد بچي له شیدو څخه تر پرې کولو پوري وفات سي نو شهیده ده
(۱۱): د سل په مرض کي وفات سوی شهید دی.
(۱۲): د سفر په دوران کي وفات سوی شهید دی.

(۱۳): د جهاد په سفر کي له سپرلۍ څخه په لوېدلو سره وفات سوی شهید دی.
(۱۴): د اسلامي ملک د سرحدونو د حفاظت په دوران کي وفات سوی شهید دی.
(۱۵): کوهي ، کندي او ژور ځای ته په لوېدلو سره وفات سوی شهید دی.

(۱۶): د درنده ګانو یعني زمري او داسي نوروپه ښکار مړسوی شهید دی.
(۱۷): د خپل مال، عیال، دین، مینځي او حق په دفاع کي مړ سوی شهید دی.
(۱۸): د جهاد په دوران کي په خدایي مرک وفات سوی شهید دی.

(۱۹): څوک جی په اخلاص سره د شهادت آرزولري خو د شهادت موقع په لاس ورنشي او پر دغه آرزولرلو سره وفات سي نو شهید دی.
(۲۰):د حضرت علی (رض) په روایت کي دي جي کوم څوک د وخت باچاد  زیاتي په توګه په قید خانه کي وچوي او هغه هلته مړ سي نو شهید دی.
 
------------------------------------
 
مأخذ : مظاهرحق جدید ج۲ ص ۳۴۷
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته