آسمان ته سرپورته کړه...
آسمان ته سرپورته کړه او استغفار ووایه، الله تعالی په بلاکيف خندا سره عفوه کوي
رالېږونکی: محمد ذکریا
حضرت علي بن ربیعه رح وایي: زه حضرت علي رضي الله عنه خپل په ځان پسي شاته سپورکړم او د حره خواته یې بوتلم، بیايې آسمان ته سرپورته کړاو وې فرمایل: ای الله! زما ګناهونه معاف کړه، ځکه چي ستا څخه پرته بل څوک د ګناهونومعافوونکی نشته اوبیا زما خواته متوجه شو او مسکی شو.
ما وویل: ای امیرالمؤمنینه! اول تاله د خپل رب جل جلاله څخه بخښنه و غوښتله او بیا زما خواته متوجه شوې او ودي خندل.
داڅه وجه ده؟
هغوی وفرمایل : رسول الله صلی الله عليه وسلم یوه ورځ زه په خپل ځان پسي شاته سپور کړی وم او بیا يې د حره خواته بوتلی وم او بیا يې آسمان ته سر پورته کړی و، نوما ورته وويل: چي یا رسول الله ! اول تاله خپل رب څخه بخښنه وغوښتل او بيا زما خواته متوجه شوې او مسکی شوې، ددي څه وجه ده؟
نو وې فرمایل: زه ځکه مسکی شوم چي زما رب جل جلاله خپل بنده ته تعجب کوي او مسکی کیږي او وايي : دابنده خبرنه دی چي له ماڅخه پرته بل څوک ګناهونه نشي معافولای.
[حیاة الصحابه۳/۳۵۰] پاشلي ملغلري. ص، ۲۷۸ اول ټوک
--------------------------------------------------------
سرچينه : تعليم الاسلام ويب پاڼه