تازه سرليکونه
د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا- يو نفر د يو چا غيبت وکړي هغه بيا د دده غيبت وکړي
 
  November 23, 2011
  0

سوال: يو مسلمان چي د بل مسلمان ورور غيبت وکړي او هغه مسلمان بيا د دې بل ورور غيبت وکړي، نو په آخرت کي الله جل جلاله و دواړو ته سزا ورکوي اوکه يوه ته؟

 د سوال کوونکي نوم: محمد قاهر

ځواب: په دنيا کي چي انسانان يو پر بل تېرى او تجاوز کوي، يو د بل حقوق لاندي کوي، لکه څه ډول چي دلته وايي يو د يوه نفر غيبت کوي او هغه بيا د ده غيبت کوي د قيامت په ورځ د ټولو سره حساب كيږي د ټولو عملونه تلل كيږي څو خلگو ته د محشر پر عام ميدان په مشاهده وښودل سي چي د چا حق په چا پسي ورځي او بيا و مظلوم ته د ظالم څخه بدله ور اخيستل كيږي . امام ترمذي د عايشې رضی الله تعالی عنها څخه روايت كوي چي وايي : أَنَّ رَجُلًا قَعَدَ بَيْنَ يَدَيْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ يَا رَسُولَ اللَّهِ إِنَّ لِي مَمْلُوكِينَ يَكْذِبُونَنِي وَيَخُونُونَنِي وَيَعْصُونَنِي وَأَشْتُمُهُمْ وَأَضْرِبُهُمْ فَكَيْفَ أَنَا مِنْهُمْ قَالَ يُحْسَبُ مَا خَانُوكَ وَعَصَوْكَ وَكَذبُوكَ وَعِقَابُكَ إِيَّاهُمْ فَإِنْ كَانَ عِقَابُكَ إِيَّاهُمْ بِقَدْرِ ذُنُوبِهِمْ كَانَ كَفَافًا لَا لَكَ وَلَا عَلَيْكَ وَإِنْ كَانَ عِقَابُكَ إِيَّاهُمْ دُونَ ذُنُوبِهِمْ كَانَ فَضْلًا لَكَ وَإِنْ كَانَ عِقَابُكَ إِيَّاهُمْ فَوْقَ ذُنُوبِهِمْ اقْتُصَّ لَهُمْ مِنْكَ الْفَضْلُ قَالَت فَتَنَحَّى الرَّجُلُ فَجَعَلَ يَبْكِي وَيَهْتِفُ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَمَا تَقْرَأُ كِتَابَ اللَّهِ { وَنَضَعُ الْمَوَازِينَ الْقِسْطَ لِيَوْمِ الْقِيَامَةِ فَلَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا وَإِنْ كَانَ مِثْقَالَ }الْآيَةَ فَقَالَ الرَّجُلُ وَاللَّهِ يَا رَسُولَ اللَّهِ مَا أَجِدُ لِي وَلِهَؤُلَاءِ شَيْئًا خَيْرًا مِنْ مُفَارَقَتِهِمْ أُشْهِدُكُمْ أَنَّهُمْ أَحْرَارٌ كُلُّهُمْ .يو سړى د رسول الله صلی الله علیه وسلمپه مخ كي كښېنستئ ويې ويل : اې د الله رسوله صلی الله علیه وسلم! زه مريان لرم هغوى درواغ راته وايي ، خيانت را سره كوي حكم مي نه پر ځاى كوي او زه بيا هغوى ته ښكنځل كوم او وهم يې نو زما او د دوى حالت څه ډول دى .

 رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وويل : دوى چي ستا سره څوني خيانت كړى نافرماني يې كړې او درواغ يي درته ويلي دي او تا چي دوى لره څوني سزا وركړې ده دا ټول حساب كيږي كه ستا سزا د دوى د گناهونو په اندازه وه نو تاسو سر په سر سواست نه ستا په دوى پسي حق ورځي او نه د دوى حق په تا پسي درځي او كه ستا سزا د دوى تر گناهونو كمه وه ستا حق په دوى پسي ورځي او كه ستا سزا د دوى تر گناهونو زياته وه نو د هغه اضافي سزا كسات ستا څخه و دوى ته ور اخيستل كيږي .عايشةرضی الله تعالی عنها وايي : سړى گوښه سو ژړا او چغي يې وهلې . رسول اللهصلی الله علیه وسلم ورته وويل : ايا ته د الله كتاب قران نه لولې چي وايي :وَنَضَعُ الْمَوَازِينَ الْقِسْطَ لِيَوْمِ الْقِيَامَةِ فَلَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا وَإِنْ كَانَ مِثْقَالَ او مونږ د قيامت په ورځ د عدالت ترازوگان ږدو پر هيچا باندي ظلم نه كول كيږي .. دې سړي وويل : اې د اللهجل جلاله رسولهصلی الله علیه وسلم ! زما او د دوى د پاره تر دې غوره بل څه نه وينم چي دوى د ځان څخه بيل كړم نو زه تاسو په دې گواهان كوم چي ما دوى آزاد كړي دي .په دې نبوي حديث كي  چي څه ذكر سوي دي د غيبت حكم هم همدا ډول دئ خو دا هم بايد په پام كي ولرو چي انسانان چي په خپل منځ كي يو پر بل كوم ظلمونه كوي دا يو د بل سره په قصاص اداء كيږي البته د اللهجل جلاله د حكم څخه سرغړونه ځان ته جرم دى كه الله جل جلاله بخښنه ورته و نه كړي نو  د سزا سره به يې هرومرو مخامخ كيږي ، غيبت دا ډول گناه نه ده چي يوازي د بل انسان حق په كښي پايماله كيږي بلكي د خپل رب او خالق د حق پايماله كول هم دي نو ځكه د غيبت كونكو غيبت كول كه په خپل منځ كي سره برابر هم سي د الله جل جلاله د حكم د نافرمانۍ له كبله كه اللهجل جلاله وغواړي سزا به وركوي څوك بايد داسي فكر و نه كړي چي زه كه د بل غيبت كوم هغه بيا زما غيبت كوي نو د اخرت په ورځ به سر په سر كيږو دا ډول فكر كول شيطاني چال او د ځان تېرايستنه ده .د دې تر څنگ غيبت هم بايد وپيژنو ځكه ډېر نفر غيبت كوي خو غيبت ته غيبت نه وايي :

امام مسلم  رحمة الله علیه د ابوهريرة رضی الله عنه څخه روايت كوي وايي رَسُول اللَّهِ صلی الله علیه وسلم وفرمايل : أَتَدْرُونَ مَا الْغِيبَةُ قَالُوا اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ قَالَ . ايا تاسو پوهيږى چي غيب څه ته وايي ؟ هغو ورته وويل : الله جل جلالهاو د الله رسول صلی الله علیه وسلمتر بل هر چا ښه په پوهيږي رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وويل :  ذِكْرُكَ أَخَاكَ بِمَا يَكْرَهُ د خپل ورور په داسي څه يادونه كول چي هغه يې بد گڼي غيبت دئ .قِيلَ أَفَرَأَيْتَ إِنْ كَانَ فِي أَخِي مَا أَقُولُ قَالَ يو چا وويل : ته راته ووايه كوم عيب چي زه د خپل ورور بيانوم كه هغه په ده كي وي نو دا هم غيبت دى ؟ رسول اللهصلی الله علیه وسلم ورته وويل : إِنْ كَانَ فِيهِ مَا تَقُولُ فَقَدْ اغْتَبْتَهُ وَإِنْ لَمْ يَكُنْ فِيهِ فَقَدْ بَهَتَّهُ . كوم څه چي ته يي پر خپل ورور وايې كه هغه په ده كي وي نو تا يې غيبت وكړئ او كه هغه عيب په ده كي نه وي او ته يې پر وايي نو دا بيا تا پر خپل ورور بهتان ووايه .

د تعلیم الاسلام مجلې د دوهمه ګڼې څخه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته