تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
زه او زما مېرمن ولي روژه نیسو؟
  تعلیم الاسلام
  June 2, 2017
  0

لیکنه: عبدالغفار جبیر

زه او زما مېرمن ولي روژه نیسو؟

موږ اسلام نه دی قبول کړی، اوهره میاشت درې روژې نیسو، اوګټه ورڅخه پورته کوو، موږ غواړو چي خپل د هاضمې سیستم (Digestive System) څه هوسا اوارام کړو او ددې روژې ښکلې ګټه دا ده چي هغه فاسد رطوبات چي په زهرو (Toxic) باندی بدل شوی دي، روژه دا ټول له مینځه وړی؛ وبل لورته روژه ټولې پېچلې ناروغیانې  (Complicated Diseases) هم له مینځه وړي، هضمیه مضبوطوي، مقاومت ئې ډېروي، قوت وربخښي نوځکه ما او زما مېرمنې ټینګ هوډ کړی دی چي هره میاشت درې روژې ونیسو.(Views and News/ the Philosophy of Fasting)
 
معده اوروژه
 
روژه د معدې لپاره زښته بې مثله او بې جوړې او ګټوره کیمیا ده، روژه د لومړي ځل لپاره د معدې ټول نظام برابر ساتي، او بله عجیبه او ښکلې خبره داده چي په روژه کې په معدې کی هېڅ اسیدونه (Acidity) نه یو ځای کیږي او په بل لور ته په عادي لوږه کې د معدې تیزاب ډېریږي؛ لکه څرنګه چي د روژې په میاشت او د روژې په حالت کي د معدې اعصابي نظام او هغه حجرې چي د معدې رطوبات ترشح کوي هغه ټولې ارامې اوهوساوې، نو ځکه د روژه مات وروسته معده وپوره فعالیت او کار کولو ته ډېره اماده او تکړه وي.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته