تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
حرص
 
  October 27, 2014
  0

 ژباړه: محب الله حقمل


شیخ سعدی رحمة الله علیه یوه قصه داسي بیانوي چي ما یو وخت د یوسوداګر سره ولیدل سوداګر څلويښت مریان او خدمتګاران د ځان د خدمت لپاره درلودل د تجارت سامان یې پریونیم سلو اوښانو بار وو ، دغه سوداګر زه میلمه کړم او خپل کور ته یې بوتلم ، ټوله شپه یې د خپل تجارت خبری راته کولې ، یوګړی یې هم آرام ته نه پرېښودم خپله هم ویده نسو، ده راته ویل:

 زما فلانی مال په ترکستان کي دی، فلانی مال مي په هندوستان کي دی، فلانۍ مځکه زما ده، فلانی شی زما دی. کله به یې راته ویل د اسکندریې ښار ته د تلو نیت لرم اورېدلي مي دي چي د هغه ځای اوبه اوهوا ډیره ښه ده بیا به یې وویل: یا هلته نه ځم ځکه هغه ښار د یوه ډیر خطرناک سمندر پرغاړه واقع دی داسي نه وي چي دغه ښار غرق سي.

بیا یې راته وویل :هو! یو سفر لا راته ګوري که مي هغه سفر وکړ نو پاته عمر به په کور کي په ارامه سره تېروم.

ما پوښتنه ځنې وکړه هغه سفرکومې خواته کوې؟

ده راته وویل نیت مي دی چي د فارس څخه تیزاب چین ته یوسم ولي چي په چین کي تیزاب ګران دي ، بیا مي د هغه ځایه څخه نیت دی چي د چین څخه لوښي روم ته یوسم ، تر هغه وروسته مي نیت دی ، چي د یمن څخه ټوکران فارس ته راوړم ، تر دې وروسته به سفرونه ختم کړم ، دې سوداګر دومره خبري راته وکړې چي آخر یې ستونی وچ سو نور یې د خبرو کولو طاقت نه درلودی  په آخر کي يې راته  وویل: 

اې شېخه!! اوس نوتا چي څه اوريدلي دي هغه راته بیان کړه.  ما ورته وویل: د غور په صحرا کي ما فقط دا ولیدل یوه سړي چي مال یي پر اوښ بارکړی وو یوځای يې وړۍ اوبار د اوښ څخه لاندې را ایله سو اوډیر په ارمان یې دا وویل د دنیا حرص یا په قناعت پوره کيږي یا د قبر په خاورو .


ماخذ: تعلیم الاسلام مجله
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته