تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د دعوت او اسلام تعریف
 
  October 5, 2014
  0

رالېږونکې خور: ح. نوري

 د دعوت تعریف، موضوع او غرض


د دعوت (بلنه) تعریف : دعوت د عربي ژبي له دعی یدع دعوتاً څخه اخیستل شوی چې د الله جل جلاله د دیـن لور ته د بلني په معنی دی ،

او الله تعالی ته د بندګۍ غاړه ایښودل، د رسول الله صلی الله علیه وسلم اطاعت ته غاړه ایښودلو او په  مقدس او سپڅلي اسلام باندي التزام کول یعني د دین ټول احکام پر ځان پلي کول عبارت له دعوت څخه دي.  او له دعوت څخه مقصد د الله جل جلاله لور ته دعوت کول دي .

لکه چې الله (جل جلاله) فرمايي:
(قُلْ هَٰذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللَّهِ ۚ عَلَىٰ بَصِيرَةٍ أَنَا وَمَنِ اتَّبَعَنِي ۖ وَسُبْحَانَ اللَّهِ وَمَا أَنَا مِنَ الْمُشْرِكِينَ).  
تـرجـمه : اي محـمده (صلی الله علیه وسلم) ووایه چې دا زما لاره ده چې په ښه بصیرت او پوهـي سـره زه او زما پیـروان د الله (جل جلاله) په لور بلنه کوو او زه له مشـرکانو څخه نه یـم.. 

د دعوت موضوع:
د دعوت موضوع د اسلام مقدس دیـن دی چې الله جل جلاله خپل ګران استازي حضرت محـمد صلی الله علیه وسلم ته وحي کړی. لکه چې الله جل جلاله فرمايي: (إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ) . 
تـرجـمه : بیشکه چې د الله (جل جلاله) په وړاندي تـر ټولو غوره دیـن د اسلام مقدس دیـن دی .

اسلام هغه دیـن دی، چي حضرت محـمد رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل رب له لوري راوړی دی او اسلام د دعوت لـمړنی اصل دی. او نبي کریم صلی الله علیه وسلم اسلام په ښه او پـوره توګه رسولی دی. او د الله جل جلاله لور ته به يي هغه وخته دعوت او بلنه کوله له کومه وخته چې يي خپل رب په رسالت مشـرف کړی وو. او د خپل ژوند تـر پایه يي دعوت جاري ساتلی وو او یواځي د هـمدغه رسالت د سـرته رسولو لپاره الله تعالی را استولی وو.

د دعوت د موضوع د ښه روښانتیا لپاره لومړی باید د دعوت موضوع چي اسلام دی وپیژنو :
 

اسلام او د درو سوالونو جواب
اسلام:     

لومړی تعریف : 
چې په حدیث جبریل کي يي یادونه شویده او په واسطه يي له نبي کریم صلی الله علیه وسلم سـره ناستو صـحابه کرامو د خپل دیـن مکـمـله او بشپړه پیژندګلوي پیداکړه، هغه داسي ؤ چې یو وخت حضرت محـمد صلی الله علیه وسلم ته جبریل امین علیه السلام راغی او پوښتنه يي تـري وکړه چې (فاخبرني عن الاسلام فقال صلی الله علیه وسلم الاسلام ان تشهد ان لا اله الا الله وان محـمد رسول الله وتقیم الصلوة وتؤتي الزکاة وتصوم الرمضان وتحج البیت ان استطعت الیه سبیلاً
 
 ژباړه : د اسلام په باره کي خبر راکړه. رسول صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل اسلام دا دی چې ته شاهدي ورکړې چې د عبادت لائق نشته مګر یواځي الله تعالی دی او محـمد صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله استازی دی، لـمونخ اداء کړې، زکات ورکړې او د بیت الله حج وکړې که د حج کولو لپاره د لاري توان ولري.

دوهـم  تعريف:
 اسلام د عالـمیانو رب ته تسلیـمـیدل او غاړه ایښودل دي پدي شرط چې دغه تسلیـمیدل به اختیاري وي او د ځواک او زور زیاتي له لاري به نه وي ځکه د عالـمیانو د رب کوني سنتو ته د ځواک له لاري غاړه ایښودل د ټولو مـخلوقاتو په نسبت عام کار دی په هغه کي نه ثواب او نه هـم سـزا شته لکه چې الله متعال فرمايي.

 (أَفَغَيْرَ دِينِ اللَّهِ يَبْغُونَ وَلَهُ أَسْلَمَ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ طَوْعًا وَكَرْهًا وَإِلَيْهِ يُرْجَعُونَ
ژباړه : آیا کافران د الله (جل جلاله) له دیـن څخه پـرته بل دیـن لټوي حال دا چې په آسمانونو او ځـمکه کي ټولو موجوداتو هغه ته په خوښه او نا خوښه غاړه ایښې ده او ټول هغه ته بیرته ورګرځول کیـږي.
نو ټول مـخلوقات الله او د هغه سنتو ته په خپل وجود بقا او فنا کي تابع دي .

دریـم تعریف :
 اسلام یو عام نظام دی او د ژوند هغه امورو، سلوکو، او تګلارو ته شامل قانون دی چې د انسان لپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم  د الله جل جلاله له لوري راوړی او الله جل جلاله ورته امر کړی څو يي خلکوته ورسوي او متابعت کوونکو ته ثواب او مخالفت کوونکو ته سزا ورکول کـیـږي لکه الله پاک چې فرمايي. (وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ) . 
 
ژباړه : اوهر څوک چې پـرته له اسلام څخه بل دیـن ولټوي هیڅــکـله به تـري ونه منل شي او په آخرت کي به له تاوانیانو څخه وي .

څلورم تعریف : 
اسلام د عـقــیدې عباداتو معاملاتو او پـــــيښو حکـمونه دي چې په قرآن کریـم او نبوي احادیثو کي شته او آن حضرت صلی الله علیه وسلم ته الله تعالی امر کړی دی څو يي خلکو ته ورسوي الله تعالی فرمایلي دي: (يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ ۖ وَإِن لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ ۚ وَاللَّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ) . 
 
تـرجـمه : اي رسوله (صلی الله علیه وسلم) هغه څه خلکو ته ورسوه چې ستا د رب له لوري پـر تا نازل شوي او که دا کار دي ونه کړ نو د خپل رب پیغام دي په بشپړه توګه خلکو ته ونه رساوه او الله (جل جلاله) تا له خلکو څخه ژغوري....

 او هغه څه چې الله جل جلاله په محـمد صلی الله علیه وسلم نازل کړي قرآن کـریـم او نبوي سنت دي او لکه چې ومو ویل ټول احکام پـکي شته او هـمدغه احـکام د الله جل جلاله دین، اسلام دی .

پنځم تعریف :
 اسلام د دریو هغه سوالونو لپاره سـم او حق ځوابونه دي چې په پخوا او اوس کي يي بشـري عقلونه مشغول کړي دي. او هغه درې سوالونه دا دي:

له کوم ځای څخه راغلي يو؟
ولي راغلي یو؟
چیرته به ځو؟

چې دې دریو واړو سوالونو د الله جل جلاله په استولي دیـن او خپل مقدس کلام کي داسي ځوابونه فرمایلي دي چې د لومړي سوال په ځواب کي فرمايي:
 
(يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّنَ الْبَعْثِ فَإِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ مِن مُّضْغَةٍ مُّخَلَّقَةٍ وَغَيْرِ مُخَلَّقَةٍ لِّنُبَيِّنَ لَكُمْ ۚ وَنُقِرُّ فِي الْأَرْحَامِ مَا نَشَاءُ إِلَىٰ أَجَلٍ مُّسَمًّى ثُمَّ نُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوا أَشُدَّكُمْ ۖ وَمِنكُم مَّن يُتَوَفَّىٰ وَمِنكُم مَّن يُرَدُّ إِلَىٰ أَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَيْلَا يَعْلَمَ مِن بَعْدِ عِلْمٍ شَيْئًا ۚ وَتَرَى الْأَرْضَ هَامِدَةً فَإِذَا أَنْزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَاءَ اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ وَأَنْبَتَتْ مِنْ كُلِّ زَوْجٍ بَهِيجٍ) .
 
تـرجـمه : اي خلکو که له مرګه وروسته په بیا ژوندي کیدو کې مو څه شک وي نو باید پوه شئ چې تاسي مو له خاوري پیدا کړي يـۍ بیا له نطفي بیا د ویني له یوي ټوټي بیا د غوښي له یوي بوټۍ چې روغ بدن تـري جوړ شوی وي او یا تـري پوره بدن نه وي جوړ شوی تـرڅو درته خپل قدرت او حکـمت څرګند کړو او چې زمونـږ خوښه شي نو په رحـمونو کي ځني نطفي تـر ټاکلي مودي پورې ساتو بیا مو کوچني راباسو بیا مو پالو تـرڅو چې بشپړي ځوانۍ ته ورسیږئ ځیني مو مړه کـیـږي او ځیني مو د ناکاره عـمر خواته ګرځول کیـږي چې په هر څه باندي له پوهیدلو وروسته بیا په هیڅ و نه پوهیـږي اوته ګوري چې ځـمکه وچه کلکه وي خو کله چې مونـږ پـري اوبه را ووره وو نو نا ببره ډډه او خوزیـږي او هر ډول ښکلي او تازه بوټي را زرغون کړي . 

او د دوهم سوال په ځواب کي الله جل جلاله فرمایلي دي. (وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ) .
تـرجـمه : او ما پیریان او انسانان نه دي پیداکړي مګر د دي لپاره مي پیداکړي دي چې زما عبادت وکړي .

هـمدارنـګه الله جل جلاله دریم سوال ته هم داسي ځواب فرمايي:
(يَا أَيُّهَا الْإِنسَانُ إِنَّكَ كَادِحٌ إِلَىٰ رَبِّكَ كَدْحًا فَمُلَاقِيهِ) .
 تـرجـمه : ای انسانه ته خپل رب ته تـر ورتـګه پورې هلې ځلې کوونکی يي نو د خپلو هلو ځلو سـره به خامـخا مخ کیـږي . 

نو دغه مبارک آیت له مرګه وروسته  دانسان مسیر بیانوي چې د هغه د خپل خالق لور ته رجوع ده او هـمـاغه مقدس ذات ته به ورګرځي.

دغه تعریفونه چې مونـږ يي یادونه وکړه، ټول سـم دي او د هغوی په منځ کي تناقض او اختلاف وجود نلري ځګه هر یو يي هغه څه له ځانه سـره لري کوم چې هغه بل تعریف يي هـم لري ددغه تعریفونو په منځ کي اختلاف یواځي لفظي اختلاف دی او لږ اندازه اختلاف د تعریفونو د مضمون په یووالي او په شـمـولي او لزومي توګه د اسلام د معنا په دلالت کي اغـیزه نه اچوي.   

د تعریف دګڼ توب مقصد یا موخه :
د اسلام لپاره د ګڼ شـمیر تعریفونو له راوړلو څخه زمونـږ غرض دا دی چې دعوت کوونـکی په خپل مخ کي ګڼ شـمیر تعریفونه ولري او وکولای شي له هغي څخه د دعوت کړل شوي انسان له حال سـره مناسب او متناسب تعریف غوره کړي، او د دعوت کړل شوي د فهم ، کلتور ، علم ، د هغه د فطرت سلامتیا ، د هغه د شبـهاتو د نوعیت چې د هغه زړه يي پټ کړی او د اسلام د معناګانو پیـژندنه، چې د انسان په ذهن کي ګرځـیږي، له هغو ټولو په مطابق تعریف غوره کړل شي.

د دعوت غرض:
لومړی : دعوت کول یا رابلل د خلکو د الله د وحدانیت لوري ته او توحید ته او صحیح عقیدې ته ځکه الله رب العزت ټول پیغمبران علیهم السلام ددغي رسالت او دعوت لپاره رالیږلی وو . 

دوهم : په داعي باندی لازمه ده چي خلک د خیر لوري ته راوبلي او سمي لاري ته یې برابر کړي اساسي غرض د دعوت هم دغه دی چي خلک د سمي او سالیمي عقیدې او د توحید لوري ته راوبلل سي ځکه محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم په مکه کي اول د توحید دعوت شروع کړی او تقریبا دیارلس کاله يې په مکمل ډول د عقیدې او د الله د وحدانیت دعوت خپلو امتیانو ته وکړی.
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته