تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ارتجاع - شاته تګ!
 
  October 12, 2014
  0
 
 
 ليکنه: مولوي احمدالله "ابوالبدر"
 
پخوانیو کافرانو به د پېغور  پر ډول ویل : د خداي تعالی جل جلاله رسول صلی الله علیه وسلم بدلون غواړي، نوښت غواړي، د خدای جل جلاله پېغمبر صلی الله علیه وسلم ټینګار کوي چي مريې دي د خپل بادار له سترخوانه ډوډۍ وخوري، معصومي نجوني دي ژوندۍ تر خاورو نه لاندي کیږي ، تور او سپین دواړه د یوه آدم علیه السلام زامن دي، د لات او منات پر ځای دي د یوه خدای جل جلاله عبادت وسي او داسي نور نوي شیان .

اوسني کافران بیا وايې : مسلمانان باید بدلون راولي هر څه نوي کړي تر شا ولاړ نسي د حضرت عمررضي الله عنه وخت دي نه تازه کوي ، د خالدبن وليد رضي الله عنه ، طارق بن زياد اوعبدالملک وختونه دي هېر کړي .

بیا دې د ابن رشد او غزالي فلسفه نه وړاندي کوي ، د ابن سینا او مولانا رومي افکار دي پرېږدي بیا دي له ځانونو څخه د اروپا استاذان نه جوړوي چي د دنیا خلک ورته د شاګردۍ لپاره ورځي.
 د کافرانو د دغه دوه رنګه خبرو څخه ښکاري چي دوی د مسلمانانو نه پخلا کېدونکي ابدي د ښمنان دي، دوی به هیڅکله د مسلمانانو ښیرازي او ښه ورځ ونه غواړي خو مسلمانان دي خپلو اسلافو ته وګوري خپل پخواني برم دې رایاد کړي هغه برم چي د قیصر او کسرا خولې يې په خاورو ډکي کړې، له پرتګاله تر کاشغره يې آباد ښارونه ترنګین لاندي وه د دنیا ستر محدثین، لوی فقهاء ، لوی فیلسوفان، ادیبان، شاعران، تاریخ پوهان او د علمي ښاخونو ټول ماهرين په اسلامي دنیا کي او سېدل .

هو ! موږ باید تر شا ولاړ سو، خپل برم تازه کړو خپل عزت خوندي کړو موږ باید تر شا ولاړ سو، تر شا ولاړ سو!

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۲ ګڼه
---------------------
یوه بله اړونده علمي لیکنه: په اروپا کي د مسلمانانو د بریاوو تاریخ
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته