تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
پسرليه تا وګټل !
 
  June 15, 2014
  0
ليکنه : حاجي عبدالحميد ارغندابی 

ژمي  خپل د تاړاکونو ټغر زموږ له هيواده په بيړه اوتلوار وايست .
هغه د خپلو وتلو په شېبوکی وارخطا او تلولی غوندي ښکاريدئ.

ژمی د خپلو صميمي ملګرو (يخني او سيلۍ ) سره يوځای د سترګو په رپ کي له انظارو فناءسو .
ژمي نه له چا څخه رخصت واخيست او نه چا په مخه ښه ورته وويل ، په ډيري مايوسۍ او بېوسۍ ووت!

هغه د خپلوناوړو کړو – وړوڅخه د خجالت احساس کاوه ، ددغه اصل له مخي يې په پټه خوله خپله کډه څټ ته وغورځوله ، د غله يا نابللي ميلمه په څېر د تشريفاتو پرته روان سو ، ځکه هغه د کونډو ، يتيمانو ، اونورو بېوزلانو سره د ظلم په تور  تورن وو ، له همدې امله نا آرام وو او کله ناکله به يې د تيښتي په تکل د مناسبي لاري لټون او څار کاوه ، هغه د خپلو ناجايزو اعمالو د وخيمو عواقبو انتظار يوست !
د ژمي تيښته له نيته نه وه وتلي نو ځکه يې زموږ د بېوزلو اومظلومو هيوادوالو سره د زړه سوي چلند نه کاوه .

د ژمي د واکمنۍ ختمول مظلومانو ته د خوښۍ پیغام او پر بېوزلانو باندي د زړه سوي  انعام وو، هغه د پسرلي د فطري توان او زور په برکت د قدرت له ګدۍ را کوز کړه سو او پلی د ارمانه ډک زړه ولاړئ .

 د ليونيو غوندي د يوه نامعلوم هدف پر لور وخوځيدئ .
نور به ددې هيواد په ګوټ ګوټ کي د بلبلو د شور او زوږ نغمې اوريدل کيږي ، د پسرلي ښکلی نسيم به هر سهار د ګلونو تنکۍ غوټۍ غوړوي او دا دوياړ او افتخار ټاټوبی به نور د اغزيو له وجود څخه پاک سوی په ګلو رنګين وي ان شاءالله!

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۱ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته