تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: عیسی (ع) چي راسي په کوم مذهب به وي
 
  March 26, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۵۴۷)

نوم: تهمينه
    
سوال : هر کله چي عیسی علیه السلام په اخره زمانه کی راسي نو په کوم مذهب به وي؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

عيسي عليه السلام چي مځکي ته را کښته سي د پخوا په شان د نبوت او رسالت د لوړ مقام څښتن بلل کيږي. البته شريعت يې د رسول الله  صلى الله عليه وسلم په بعثت سره منسوخ سوى دى.  د محمدي شريعت مطابق به د الله جل جلاله عبادت کوي او هم به محمدي شريعت ته خلګ را بولي.

د نبي مقام د امت تر هر مجتهد لوړ دى، ځکه نو عيسى عليه السلام په اجتهادي ډګر کي د بل چا تابع نه دى، بلکي نور کسان به دده  د اجتهاد متابعت کوي.
 
جواب : مولوي سيدعبدالباري 
الجواب صحيح :مولوي عبدالهادي اغا
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): عن أبي هريرة قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : والذي نفسي بيده ليوشكن أن ينزل فيكم ابن مريم حكما عدلا فيكسر الصليب ويقتل الخنزير ويضع الجزية ويفيض المال حتى لا يقبله أحد... الخ ، وفي رواية کيف انتم اذا نزل فيکم وامامکم منکم : مشکوة . فيه دليل على أن عيسى عليه الصلاة والسلام لا يكون من أمة محمد عليه الصلاة والسلام بل مقررا لملته ومعينا لأمته عليهما السلام . مرقاة شرح مشکاة : ج١٠، ص٢٣٢ . طبع امداديه .

(٢): به تحقيق ثابت شده است با حديث صحيحه کي عيسى علیه الصلاة والسلام فرومي ايد از اسمان بزمين ومي باشد تابع دين محمد صلى الله عليه وسلم وحکم مي کند بشريعت انحضرت .اشعة اللعمات شرح مشکاة : ج٤، ص٣٧٣ . باب نزول عيسى عليه السلام .
 
------
د مذهب د صحیح پوهاوي لپاره دا کتاب لوستلای سی: د تقلید شرعي حیثیت
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته