تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د خپلي مېرمني څخه سخت زهیر یم
 
  February 5, 2013
  0

 تعليم الاسلام  دارالافتاء 


مسلسله شمېره : (۱۰۳)

نوم: احمد

د اوسېدو ځای: افغانستان
         
سوال : زما يو ورور چي تر ما ٤ کاله کشر وو د کنسر (سرطان) د ناجوړۍ څخه مړ سو خو ده واده کړي و او دا زما ورېنداره ما په نکاح کړه او ما خپله هم واده دلود ما ددغه ورينداري سره د الله د پاره او زما د مور دپاره  ، 
يو نيم کال تير سو يو اولاد پيدا سو ، خو اوس زه ددغه ښځي سره يوه شپه هم نه سم تيرولاى يو رقم بد مي ورڅخه راغلي دي خو دا ښځه هم جوابونه راکوي ، پر ارامه مي نه پريږدي ډېر پريشانه يم ، خو تاسو يو لاره په لاس راکي چي څه وکړم ؟ زه ا وزما کور مکمل په دوبى کي دى .

 جواب : 

حامداً  و  مصلياً

تاسو د صبر او تحمل څخه کار واخلئ ،رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي چي  مومن دي د مومني ښځي څخه کرکه او نفرت نه کوي که د هغي د يوه خوی او عادت څخه بد وړې ، په هغي کي به بل  دا ډول خوی او عادت وي چي هغه به يي خوښيږي ، او په قران پاک کي الله جل جلاله فرمايلي دي  چي ښايي تاسو به د يو شي څخه بد وړي ، خو هغه به  ستاسو لپاره خير وي .

کېدلاى سي چي الله ددغي ښځي څخه داسي اولادونه درکړي چي د هغوی په اخلاقو او ديانت مو سترګي خونکي سي .

جواب : مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح : مولوي عبدالهادي اغا 
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: لاَ يَفْرَكْ مُؤْمِنٌ مُؤْمِنَةً إِنْ كَرِهَ مِنْهَا خُلُقًا رَضِىَ مِنْهَا آخَرَ. رواه مسلم و احمد

(٢): وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَإِنْ كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَنْ تَكْرَهُوا شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللَّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرً. سورت النساء ايت١٩ .

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته