تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
عرب يي بايد و ګټي
 
  January 20, 2013
  0

 بسم الله الرحمن الرحيم

 

ليکوال: علامه ابو الحسن علي الندوي رحمة الله علیه

ژباړه: عبد الواحد (ريحان)
 
اوله برخه

عرب يې بايد و ګټي
د قران وعده  ده  چي عرب ګټونکي  دي

د نه منلو وړ برى
بيله شکه نړيوال صيهونيزم د خپلو هغه خواهشاتو په لاس ته راوړلو کي بر يالى دي  چي د دوی د وحشي خوبونو څخه ها خوا ته موجود وه، اکثره دغه خواهشات، خيالي او ميدونه او د ورځي خوب ليدنه خپله يهودو ته هم ډير وختي  ښکاره سول لږ عربو او نورو و ګړو ته مګر دا هرڅه ډير په اساني سره په لاس راوړل سوي او اوس سرته رسيدلي واقيعتونه دي. 

د اسرائيلو تآسيس
د اسرائيلو دولت د لمړي ځل د پاره د عربي نړۍ په زړه يعني د هغوي و ديني ارامګاوو ته ځای و نيوی. وروسته د صيهونيستانو د خوا څخه و پارول سوه  چي د عربو د قوي قوم په منځ کي د غمجني حادثې د جوړيدو مسئوليت په غاړه واخلي. هغوی نه دا چي د مصرهوايي قوه په څو ساعتونو کي له منځه يووړل بلکي يروشلم ، د جوردن غربي بانک او سيناټاپو يي د څو ورځو په موده کي تر خپل واک لاندي راوستل.

د عربو د پاره تر دي بل څه خطر جوړيداي سي؟  چي دوي ئي د خپل ځان پر باور ناکام او ددښمن په وړاندي ئي د مبارزې فيصله وردړي وړي کړل. نژدي ټول د مصر ښارونه د اسرائيلو د زړه راښکونکو قطارونو لاندي دي. ددې سره سره د سوريي ستراتيجيکي غونډۍ هم په شدت سره ځان ته راکشوي. هغوي اوس په ډير زړور توب د سيمي د عربو فوځي قرارګاوي او هوايي ډګرونه تر خپل واک لاندي راوستلاي سي. دا سي هم معلوميږي  چي کولاي سي ټوله عربي نړۍ د ځان غلامه کړي ان داچي په سعودي عرب کي زموږ مقدساتو ته ځان ورسوي. 

د صيهونيزم اهداف
اسرائيلي مشرانو د خپل هغه اهانتي هدف د پټولو پر اهميت فکر نه دي کړى چي يو وار بيا نامسلمانه عربي سيمي چي يو وخت ددوي مستعمره وې بيا لاس ته راوړي. صيهونيزم اوس و هغي ورځي ته انتظار باسي چي د نړۍ ټول واکمني په لاس راوړي او يونړيوال ځواک سي  چي په تلمود کي يي وعده اود صيهون د مشرانو د پروتو کولونو يوه برخه ده. همداسي  چي ټوله نړۍ ئي دولت او په در نښت د يهوديزم خدمت ته سرونه ټيټ سي .

اساسي پوښتنه
دا هغه څه دي چي زموږ څخه د سمدستي توجه هيله ښئي.موږ بايد د ځان ياد ماضي څخه چي هغه هم د اينده د پاره يو ويرجن شګون دي وپوښتو چي صيهونيزم کله په خپلو ويروونکو اهدافو بريالى کيږي يا بريالى سوى؟
اياد لوړي ارزو درلودونکي يهودو تر لاس لاندي به ټول مسلمانان او عرب د يومټ رحمت هيله و درلودلاي سي؟

ايا دوی به ددې صلاحيت ولري  چي ټولو هغه وحشي اهدافو ته ځان ورسوي  چي خپل نه زغمل کيدونکي او په ځان غره يهودى نظر په خپور کړي او په دې وسيله د يهودي ماشومانو د مټانو په زور په فرضي ډول دخپل واک د غزولو وعدې جاري کړي؟

ايا دوی به ددې توان ولري چي په پوره مهارت خپل قوت د نړۍ پر اقوامو استعمال کړي ترڅو امر وکړي لارښوني وکړي او اړيي باسي خپل احسان پر ټاکلي ملتونو، مذهبي او فکري کړيو ،په خپله نيکمرغي او لوړوالي وتپي،  چي په دې شکل د تير پر امتياز خوند واخلي؟ البته موږ ودې سوالونو ته فيصله سوى جواب نه سو ويلاي تر څومو ودې حيرانوونکي او بې حده جهان ته په يو نظر کتلي نه وي.

تر څومو ددې جهان د برم لرونکي (ستر) خالق سره خپل افکار نښلولي نه وي چي هغه قانونونه چي دده د خوا څخه ددي د پاره خپاره سوي چي د نړۍ چاري په اداره کړي همدا سي تاريخي عمليه او تجربه  چي انسان ددې دنيا په دې لږ په ته کيدونکې خاورينه سياره کي په لاس راوړي.
 

موږ کولاي سو يوازي هغه وخت دې وختي راښکاره سوالونو ته د قناعت وړ جواب ووايو  چي د انسانيت د صلاحيتونو جاج واخلو او د هغه د ذاتي خوښيو څخه خبر داره و اوسو. که چيري موږ د انسانيت د نسب په باب اصلي پوهه دهغه د غوره والي، جنايت او تقدير په هکله تر څېړني لاندي ونيسو نو بيله کومي اشتباه د اللهي قانون چي پر دې نړۍ حکومت کوي اصلي هدف ته اشاره ده. 

ان شاء الله نور بیا...

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته