تازه سرليکونه
د (فتوا قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د مصروفیت سره حفظ کول څنګه دی؟
 
  November 26, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء 


مسلسله شمېره : (۳۲۵)

نوم:  یاسیر

سوال : څوک چي غواړي د قرانکریم حفظ یاد کړي په لوی والي کي او مصروفیت يې ډېر وي او دی بیريږي چي د مصروفیت په خاطر ور څخه هیر نه سي نوبیا څنګه دی؟

جواب : په موسوعه کي یې ویلي دي چي د قران کریم حفظ فرض کفایي دی خو اوس کفایه فرض اداء  سوی دی، په هر کلي کي الحمدالله  ډېر حافظان سته (۱). نو ستا لپاره حفظ کول ښه کار دی په دې شرط چي پر ځان دي باور وي چي پالنه یې کولای سې او که دي پر ځان باور نه وي نو بیا نه حفظ ښه دی. الله مه کړه چي تر هغه حدیث لاندي رانه سې چي اعظم د ګناهونو داده چي یو سړی قران کریم یا یو سورة یاد کړي بیا یې بیرته هېر کړي.(۲)

جواب: مولوي عبدالهادي آغا
الجواب صحیح: مولوي سيد عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء 
کندهار افغانستان


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): و کذا في درالمختار: وحفظ جمیع القران فرض کفایة. ج۱، ص۳۹۸
 
(۲):قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : " عرضت علي أجور أمتي حتى القذاة يخرجها الرجل من المسجد وعرضت علي ذنوب أمتي فلم أر ذنبا أعظم من سورة من القرآن أو آية أوتيها رجل ثم نسيها " . مشکوة، باب المساجد و مواضع الصلوة 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته