تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د لنگوټې اهميت د قرآن او سنت په رڼا کي
 
  September 23, 2015
  0
مولوي احمد شاکر 

الله تعالى په قرآنکريم کي  د نبي علیه السلام د تابعدارى حکم کړئ دئ  او  دا يې د خپل محبت دپاره معيار گرځولى دئ  او د دې په مخالفت کولو باندي يې وعيدونه (سزاگانې) بيان کړي دي ، د بلي خوا د فتنو  په  دې  ډکه  زمانه کي که  وگورو  نو په  نظر راځي  چي  خلگ  د اسلامي تعليماتو  څخه  ورځ  تر بلي  نا اشنا کيږي  په عادتونو او تقليدونو  ان تردې  ، چي په شکل اوصورت کي هم خلگو د سنتو تابعداري پريښې ده او دغربيانو په تقليد کي اخته سوي دي  . 

اسلام  ، چي  چيري دعقېدو ، عبادتونو او معاملاتو اړوند  بيان کړئ دئ هلته يې د تهذيب  ، ثقافت ، اخلاقو او عادتونو اړخ  هم  واضح کړى دئ  او د انسان د پر مختګ  له پاره يې  يو منظم  او  کامل  د عمل  نظام  تيار کړئ دئ ، ديو مسلمان استوگنه ، د هغه  شکل او صورت جوړول  څرنگه  چي په کار دي هم هغسي دا ټول  اسلام واضح کړي دي . 

               نو  پر همدې اساس په اسلام کي لنگوټه تړل هم يو خوښ او  د مسنون جامو (لباس) يو کړۍ ده ، خو متاسفانه ، چي نن  سبا عوام خوپرېږ ده  ان تردې ځيني خواص هم دې طرفته خاصه  توجه  نه کوي 
نو اوس دلته تاسو درنو لوستونکو ته دلنگوټې اهميت دقرآن  او سنتو په رڼا کي بيانوو   ، الله جل جلاله فرمايي :

إِذْ تَقُولُ لِلْمُؤْمِنِينَ أَلَن يَكْفِيكُمْ أَن يُمِدَّكُمْ رَبُّكُم بِثَلاَثَةِ آلاَفٍ مِّنَ الْمَلآئِكَةِ مُنزَلِينَ ﴿١٢٤﴾ بَلَى إِن تَصْبِرُواْ وَتَتَّقُواْ وَيَأْتُوكُم مِّن فَوْرِهِمْ هَذَا يُمْدِدْكُمْ رَبُّكُم بِخَمْسَةِ آلافٍ مِّنَ الْمَلآئِكَةِ مُسَوِّمِينَ. (  سورة  ال عمران ايت ١٢٤-١٢٥٢)
        ژباړه:  کله  چي  تا مؤمنانوته  وويل : ايا دا چي ستاسيورب په درو  زرو  راکښته کېدونکو ملائکو ستاسو مدد وکړى ستاسو د پاره کفايت نه کوي ؟ هو ولي نه ! که تاسو صبر وکړئ او د مخالفت څخه ځانونه وژغورئ  او دا اوس  ګړى مشرکان درته راسي ستاسو رب  به په پنځو  زرو  علامې لرونکو ملائکو تاسو مدد وکړي .     

 اوس ددې آيات مبارک څخه  دا خبره  څرگنده  سوه ،  چي ملائکي علامه لرونکي به راځي دا  چي علامې  به يې څرنگه  وې؟ يعني   لنگوټې به  وې کالي به وي اوکه به کوم بل شى وي په  اړه يې قرآنکريم وضاحت نه دى  ور کړئ   او د نبي علیه السلام  په  اقوالو کي  د دې  وضاحت  داسي  رانقل  سوئ  دئ  :

عن على رضي الله عنه قال قالَ رسول صلی الله علیه وسلم إِنَّ اللَّهَ أَمَدَّنِى يَوْمَ بَدْرٍ وَحُنَيْنٍ بِمَلاَئِكَةٍ يَعْتَمُّونَ هَذِهِ الْعِمَّة . (رواه ابوبکر بن ابى شيبه في مصنفه ).
 
 ژباړه : حضرت على رضي الله عنه وايي  نبى کريم صلی الله علیه وسلم وفرمايل ، چي بېشکه الله جل جلاله  د بدر او حنين په ورځ په داسي ملايکو زما مرسته وکړه ، چي زما په شان يې  لنگوټې  تړلي  وې . 

 ددې  روايت  څخه  داڅرگنده  سوه ، چي دعلاموڅخه  مراد لنگوټې دي او بل دا چي لنگوټه تړل  د الله جل جلاله  خوښه  ده  نو ځکه يې ملايکي  هم  په دې  صورت او شکل  را  استولې.  په  بل  مبارک آيت  کي  الله  جل جلاله  فرمايي  : قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَاللّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ . ﴿ سورة ال عمران ايت ٣١﴾                                   

       ژباړه : و وا يه  دوئ ته  اې محمد  که  چيري يې تاسي  چي  محبت کوئ  د الله جل جلاله   سره متابعت  وکړي  زما ، چي محبت به وکړې الله جل جلاله  له تاسو سره مغفرت به وکړي تاسي ته الله  جل جلاله  مغفرت کونکى او ډېررحم  والادئ .  
 
            د دې  آيت مبارک په تفسير کې تفسير معارف القران را وړي ، چي محبت يو پټ  شى دئ ، د چا سره  د چا محبت  سته  او که  نه ،کم  دى او که زيات  د دې هيڅ  پېمانه  پرته  د دې څخه نسته ، چي دحالاتو او معاملو څخه اندازه   واخيستل  سي  او کومې نښانې او علامې  چي  وي  په  هغو پېژندل کېږي. 

       نو که په دنياکي نن يو سړى د خپل حقيقي مالک  د محبت  دعوه کونکى وي نو   ښه  او  خراب  به يې د نبى علیه السلام  په تابعدارۍ سره معلوميږي  کم  سړى  ، چي په خپله دعوه کې زيات ريښتنى وي  دومره  به  دى دنبى کريم  صلی الله علیه وسلم  په تابعدارۍ کي زيات اهتمام کونکئ  وي ، څومره  چي خپل  په  دعوه کي کمزورى وي په هم هغه اندازه بۀ د رسوالله صلی الله علیه وسلم  په تابعدارۍ کي  سست  او کمزورى  ليدل کيږې . او همدارنگه سهيل بن عبدالله ويلې دي چي  د الله جل جلاله  سره  د محبت  علامه  د قرآن  محبت  دئ   ،  دقرآن  سره د محبت علامه   دنبى علیه السلام  سره محبت دئ او  دنبى کريم  صلی الله علیه وسلم  سره د محبت علامه  د سنتو  سره  دنبى کريم   صلی الله علیه وسلم  د سنتو سره د محبت علامه ده. ( تفسير المنير  )
 
             ددې پورتني  بيان  څخه  دا څرگنده  سول ، چي   د الله  جل جلاله  او  د  الله د رسول   صلی الله علیه وسلم  ، سره محبت  يوازي  د نبي کريم  صلی الله علیه وسلم   د سنت طريقې په متابعت سره  حاصليږي . 
         ددې په څېر دا هم روښان سول چي لنگوټه دالله  جل جلاله  خوښه او د نبى کريم  صلی الله علیه وسلم  ښايسته سنت دئ ځکه نبى  علیه السلام   دا د مسلمانانو او کافرانو په منځ  کي  فرق بللې ده  او همدارنگه  يې  د مسلمانانو  له  پاره  تاج نومولېده . 
 
       نو دهر کس لپاره  پکار ده  چي د نبى  علیه السلام   د سنت  طريقې  پيروي  وکړي  د  بيري  او  شرم  څخه  دي پرته  هغه  پر ځان عملي کړي ،  ځکه  چي محبت داسي يو شى دئ  ، چي کله  په زړه کي  ځاى  ونيسي  نو محبوب لره پر  هر شي  غلبه  ورکوي نه بيا دننگ  او ناموس  پر والري  او نه  د شرم  او پيغور پروا لري  الله  جل جلاله  دي په خپلي  مهربانۍ  سره  خپل  او د خپل  حبيب  محبت را نصيب کړي .

      دلنگوټې  اهميت  د احاديثو  په  رڼا کي:      دحديثوپه کتابو کي ډېر حديثونه  دلنگوټې  په باره کي  راغلي  دي  خو دلته يوازي دنمونې لپاره څو حديثونه بيا نوو ، چي د نبى  علیه السلام   دسنتو عاشق ته داڅرگند سي چي واقعا  لنګوټه  دنبي  علیه السلام   سنت  ده  . 

د لنگوټې  په باره کي تا کيد  :
 عن عبادة قال قال رسول الله  صلی الله علیه وسلم  عليكم بالعمائم فإنها سيما الملائكة، وارخوا لها خلق ظهوركم .  رواه البهقي في شعب الايمان مشکوة . ص٣٧٧ ) 
 
        ژباړه :د حضرت عبدالله بن عمر  رضي الله عنهما څخه روايت  دئ ، چي نبى کريم  صلی الله علیه وسلم  فرمايي : پرتاسو باندي د لنگوټې تړل  لازمي ده  ، ځکه  دا علامه  دملايکو ده  او شمله يې شاته  ايله  کوئ .
         د مؤمن  او  مشرک  په منځ کي فرق: عن رکانة قال قالَ رسول الله  صلی الله علیه وسلم  الْعِمَامَةُ عَلَى القَلَنْسُوَةِ فَصْلُ مَابَيْنَنَا وَبَيْنَ المُشْرِكِينَ يُعْطَى يَوْمَ القِيَامَةِ بِكُلِّ كَوْرَةٍ يُدَوِّرُهَا عَلَى رَأَسِهِ نُوراً   ( کننر العمال ١٨ )
 
      ژباړه : د حضرت  رکانه  رضي الله عنه   څخه  روايت دئ  ، چي  نبى علیه السلام   فرمايي :  پر رخچينه  باندې  لنگوټه  تړل  زموږ  او  د مشر کينو  په  منځ کي بېلونکې علامه ده  او  د لنگوټې  پر هر وله چي پر سر راپيچل سوې وي  د قيامت  په  ورځ  نور   ورکول کيږي . 

  د لنگوټې  سره لمونځ : عن ابن عمر رضي الله عنهما قال  قالَ ر سول الله  صلی الله علیه وسلم  صَلَاةُ تَطَوُّعٍ أَوْ فَرِيضَةٍ بِعِمَامَةٍ تَعْدِلُ خَمْسًا وَعِشْرِينَ صَلَاةً بِلَا عِمَامَةٍ ، وَجُمُعَةٌ بِعِمَامَةٍ تَعْدِلُ سَبْعِينَ جُمُعَةً بِلَا عِمَامَةٍ. ( کننر العمال  ١٨  ) 
 
      ژباړه:  د عبدالله  بن  عمر رضي الله عنهما څخه روايت دئ  ، چي  نبى  صلی الله علیه وسلم   فرمايي : نفلي او فرض لمونځ  چي د لنگوټې سره  ادا سي  د پنځه  ويشتو  لمنځونو سره  چي بېله لنګوټې وي برابر دئ او د جمعې لمونځ ، چي د لنګوټې سره وي  د جمعې د اويا (٧٠) بې لنګوټې لمنځو سره برابر دئ  .
 

         دا خو دلنگوټې ديني  فايدې  دي . او که په طبې  نظر  ورته و کتل سي نو  په دې کې  بې  شمېره طبي فايدې  هم  سته  چي  د مثال  په  ډول  موږ دلته څو راو ړو . 
(١)کوم څوک ، چي لنگوټه پر سر کوي نو هغه  به  د لمبې وهلو  له ناروغۍ  څخه  ژغورلى  وي .
(٢)کوم څوک چي لنگوټې پر سر کوي هغه به د دايمي نزلې له ناروغۍ څخه  ژغورلى وي ، که بالفرض  دا ناروغي هم وي  نو د هغې اثر  او  اغېزه  به هم  کمه  وي  .
(٣)  لنگوټه د دماغي تقويت  او  حافظې له پاره  يو عجيب  اثر  لري 
(٤)  دلنگوټې له کبله د انسان حلم  او حوصله  زياتيږي . 

        يو پاکستانى ډاکټر عزيزاحمد ، چي  دنفسياتو ماهر دئ وايي : کله  چي  زه دنفسياتو په باره کي دلوړو زدکړو له پاره خارجي هيوادونو ته ولاړم  نو هلته  د نفسياتي او روحې ناروغيو څخه  د حفاظت او ژغورني لپاره دلنگوټې  په شان  يوه جامه کارې ده  او پر سر تړل کېده ،کله  چي مادا کار وليدئ  نو فورا ً مي وويل  ، چي داخو لنگوټه ده ،  چي  زموږ  پيغمبر صلی الله علیه وسلم   استعمال کړې او هم  يې  د امت له پاره يو سنت کاربللى دئ . هغو دنفسياتو ماهرانو دا ځکه پر سر کول ، چي دهمدې کبله په انسان کې دمسايلو او مصايبو  قوت پيداکيږي  اوله  نورو  ډېرو   روحي او نفسياتي  مرضونو څخه ساتل کيږي .( سنت نبوي اور جديد  سائنس  ١٥١ )
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۸ ګڼه
 
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته