تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د بنده سرکښي او د الله تعالی رحم
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 3, 2024
  0

لیکنه: جاوید احمد ادبیار/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د بنده سرکښي او د الله تعالی رحم

 

‎کله چي موږ ګناه وکړو نو الله تعالی زموږ پر ګناه باندي پرده اچوي، عزت مو راخوندي کوي، بيا په سلګونو د بخښني لاري راته ښيي، چي کله بخښنه وغواړو سمدستي بخښنه راته کوي؛ تر داسي اندازې چي هغه ګناه مو په نېکي را بدله کړي او د هغه نېکي ثواب څو چنده کړي ترڅو موږ د عذاب مستحق نه سو.


په همدې اړه الله تعالی فرمايي:


‎إِلَّا مَن تَابَ وَءَامَنَ وَعَمِلَ عَمَلًا صٰلِحًا فَأُولٰٓئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّـَٔاتِهِمْ حَسَنٰتٍ ۗ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا.[سُوۡرَةُ الفُرقان : ۷۰ ]


‎ژباړه: مګر دا چي چا (له ګناهونو څخه وروسته) توبه ايستلې وي، ايمان یې راوړى وي او نېک اعمال یې کړی وي؛ د دغسي خلكو بدۍ به الله تعالی په نېکیو بدلي کړي او الله ښه بخښونكى او خورا زیات مهربان دى.


کله چي یې بدي په نېکيو وربدله کړه بیا د هغه نېکۍ ثواب لس چنده ورکوي.


په همدې اړه الله تعالی فرمايي:


مَن جَاءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ عَشْرُ أَمْثَالِهَا [سورة الانعام : ۱۶۰]


ژباړه: کوم څوک چي یو نېک او ښه کار وکړي نو الله تعالی به یې لس چنده بدله ورکوي.


دا هرڅه الله تعالی د دې لپاره کوي چي الله تعالی د خپلو بندګانو لپاره د بخښني یوه بهانه غواړي، خو هم محاله شیطان هم خپل ټول ژوند د الله تعالی دوښمنۍ، زموږ ګمراه کېدلو او جهنم ته داخلېدلو ته وقف کړی دئ.


الله تعالی دي مو په خپل فضل نېک او صالح بندګان کړي

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته