تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غرونو پر څوکو؛ (دوهمه برخه/ بې وزله صحابه! )
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 16, 2024
  0

لیکنه: مولوي عبدالرحیم راشد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د غرونو پر څوکو
 په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول
(دوهمه برخه/  بې وزله صحابه! )


بې وزله صحابه!


قدرمنو لوستونکو! په سریزه کي مو د هغو کسانو اړوند چي یوازي یې د اخروي ژوند د ښکلا ترلاسه له پاره د دنیا خوندونه پرې ايښي او تل په دې هڅه کي وه، چي څنګه یو له بل څخه د نېکیو په تر سره کولو کي مخکي سي، فکرونه وهل ابتدایي خبري وکړې.


اوس به راسو د دې کاروان د څو تنو بې وزلو لارویانو حال وګورو، چي څومره د آخرت په غم کي ډوب وه.


راسئ! چي د ابو هریره، سلمان، ابوذر او بلال رضی الله عنهم حال وګورو، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلل او د شتمنو کسانو څخه یې خپل شکایت ورته وړاندي کړل.


د تعجب خبره داده بې وزله اصحابان مبارکان له شتمنو څخه شکایت کوي!


هو! خو د څه له امله شکایت کوي؟ آیا له دې امله چي د شتمنو خواړه د دوی تر خوړو خوندور دي؟ یا له دې امله چي د شتمنو جامې د دوی تر جامو غوره دي؟ یا له دې امله چي د شتمنو کورونه د دوی تر کورونو لوړ دي؟


نه! هیڅکله د دوی شکایت د دې شیانو څخه نه وو او نه یې په داسي شیانو کي یو له بل څخه وړاندي والی کوی.


دوی د الله رسول ته راغلل او ورته وې ویل: اې د الله ګران رسوله! ستا لوري ته د دې له پاره راغلي یو چي د شتمنو خلکو څخه خپل شکایت درته وړاندي کړو.


رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د څه شي په اړه شکایت ځني لرئ؟


دوی ورته وویل: اې د الله رسوله!

شتمنو خلکو تر موږ لوړي درجې او مرتبې وګټلې، زموږ په رکم لمونځونه کوي او زموږ په ډول روژې نیسي، مګر د دې سره-سره دوی مالونه او جایدادونه هم لري چي هغه خیراتوي او موږ هیڅ نه لرو، چي خیرات یې کړو.


رسول الله صلی الله علیه وسلم هغو ته وویل: داسي شی در و نه ښیم، چي د شتمنو څخه به وړاندي سئ او ستاسو څخه وروسته هم څوک لاس رسی ورته ونه لري؟


هغو وویل: هو! را وې ښیاست.


رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: تر هر لمانځه وروسته درو دېرش(۳۳) واره سبحان الله، درو دېرش(۳۳) واره الحمد لله او څلور دېرش(۳۴) واره الله اکبر وایاست.


که چیري مو دا عمل تر سره کړ، نو د هغو کسانو څخه چي تر تاسو مخکي وه، وړاندي والی مو وکړ او ستاسو څخه وروستي کسان به هیڅکله تاسو ته در و نه رسېږي.


اصحابان مبارکان د دې کلمو په اورېدلو سره زیات خوشحاله سول، نو تر لمانځه وروسته د دوی د تسبېح، تحمید او تکبیر آوازونه په مسجد نبوي کي پورته سول.


شتمنو اصحابانو مبارکانو چي کله بې وزله اصحابان مبارکان د داسي ذکرونو په حالت کي ولیدل، نو پوښتنه یې ځني وکړله، چي دا څه شي دي؟


هغو د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه خبري چي دوی ته یې کړي وې، شتمنو ته وکړې، نو کله چي شتمنو د یادو ذکرونو فضیلت واورېدی، نو هغو هم پیل په وکړ.


هو! حتی ابوبکر، عبدالرحمن بن عوف او زبیر بن عوام رضی الله عنهم هم شروع په وکړل او تر هغه وروسته به ټولو صحابه کرامو که شتمن ول، که بې وزله، یاد ذکرونه تر لمونځونو وروسته ویل. بې وزله اصحابان مبارکان بیا رسول الله ته ورغلل او ورته ویې ویل: اې د الله رسوله! دا خو زموږ شتمن وروڼه هم د یادو ذکرونو له فضیلت څخه خبر سول او دوی یې هم اوس وایي، نو یو بل شی موږ ته راوښیاست؟


رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: چي دا د الله جل جلاله فضل دی، چا ته یې چي خوښه سي ورکوي یې.


الله صلی الله علیه وسلم په قرآنکریم کي فرمايي: إِنَّهُمْ كَانُوا يُسٰرِعُونَ فِى الْخَيْرٰتِ وَيَدْعُونَنَا رَغَبًا وَرَهَبًا ۖ وَكَانُوا لَنَا خٰشِعِينَ. [سورة الانبیاء:۹۰]


ژباړه: دغو كسانو د نېکۍ په چارو کي ځغاستي وکړلې او موږ یې له میلان او وېري سره بللو او زموږ په وړاندي غاړه ايښوونكي وه.


دا واضحه سوله چي انسان باید تل کوښښ وکړي، چي څنګه د یو او بل مسلمان ورور څخه ځان په نېکیو کي مخکي کړي.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته