لیکنه: زینب سلطان/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
هوښیار اوسه
د ژوند په مختلفو حالاتو او مرحلو کي انسان بیلا بیلي تجربې حاصلوي، داسي تجربې چي ځیني انسانان ورسره هوښیاران کیږي او ځیني بیا د همدې تجربو د وجي د ژوند څخه مایوسه کیږي او سختیو ته تسلیمیږي. ناخبره په دې چي دا تسلیمیدل یې د ژوند ښکلي هستي او د ځواني غوره ځواک ور ختموي، دا تسلیمیدل د انسان پر روح باندي مستقیمه اغیزه لري چي په سبب یې انسان ذهن ته دا فکر ورکوي چي نور ژوند معنا نه لري او د ژوند کولو څخه بیزاره کیږي.
برعکس هوښیار انسانان د تجربو څخه درس اخلي او بیا ځلي کوښښ کوي چي ژوند کي لویي لاسته راوړني ولري، د سختیو سره مبارزه کوي، د چا څخه توقع او تمه نه لري، ځان ته د خوشحالۍ دلایل لټوي او په هر حالت کي د الله تعالی په یاد او پر الله تعالی د توکل په وجه د کامیابي اوج ته رسیږي.
تجربې او زحمتونه مو باید د هوښیارتیا لامل وګرځیږي نه د مایوسي او غفلت.
هوښیار انسان د ناکامي په وخت کي د بیا کامیابه کیدلو لپاره پلان جوړوي او فکر کوي چي څنګه د تجربې څخه په ګټه اخیستلو بیرته کامیابه سي؛ مګر کمزوری انسان د ماتي خوړولو په وخت کي همت د لاسه ورکوي او د بیا کوښښ کولو څخه نفرت کوي او د کامیابي لپاره ګام نه اخلي.
د پورتنیو دوو اشخاصو ژوند په مکمل ډول متفاوته دی، د ناکامه شخص په څیر د همت بایللو پر ځای که د کامیابه شخص جوړیدلو لپاره کوښښ وکړئ نو باوري اوسئ چي د ژوند اصلي خوند به حس کړو، خوشحالي به تجربه کړو او د ځان سره یوځای به نور اشخاص هم خوشبخته کړو.
www.taleemulislam.net