تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ولي مو په معاش کي برکت نشته؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 25, 2023
  0

لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


ولي مو په معاش کي برکت نشته؟


نن سبا اکثره ملګري په اکثره مجالسو او هم په فردي ناستو کي د معاش د برکت د نشتوالي او کموالي څخه سر ټکه وي او هر یو همدا وایي چي معاش مو نه بس کيږي او ګوزاره ولا سخته ده، د دوی دا خبره رښتیا هم تر یوه بریده سمه ده او یقناً چي زموږ د اکثره مامورینو یو طرف ته معاش کم دی او بل طرف ته يې بي برکته دئ.


زه به کوشش وکړم چي په دې لیکنه کي د معاش د  برکت د نشتون او کمیدا لاري په نښه او حل لاري پیدا کړم، هیله ده چي لیکنه له پیله تر پايه ولولئ.


په خپل وخت نه حاضریدل 


زموږ اکثره مامورین په خپل وخت دندو ته نه حاضریږي چي دا د دې لامل کيږي چي کارونه په خپل وخت اجرا نه شي او کله چي کارونه په خپل وخت اجرا نه شي نو هو به هو یې اثر په معاش پریوزي او د معاش د دې برخې برکت له منځه ځي. 


په رسمي وخت کي شخصي کارونه ترسره کول 


د معاش د برکت د نشتون بل لامل، دا دی چي موږ په رسمي وخت کي خپل شخصي کارونه ترسره کوو چي په رسمي وخت کي شخصي کارونه ترسره کول هم د معاش برکت جرحه کوي.


په رسمي وخت کي د خپلوانو او دوستانو کارونه ترسره کول 


د معاش د برکت د نشتون بل لامل دا هم دی چي موږ اکثره مامورین په رسمي وخت کي د خپلوانو او دوستانو اصولي او روا کارونه مخکي وړو او همکاري ورسره کوو، چي دا هم د دې لامل کيږي چي د دندي پوره حق ادا نه شي.


له خپل وخت څخه مخکي تلل


زموږ اکثره مامورین وړاندي له دې چي د حاضرۍ  خپل وخت پوره شي نو دوی مخکي له مخکي ځي چي دا چاره هم د معاش د برکت په نشتون کي رول لري ځکه چي کله یو مامور له رسمیاتو مخکي لاړ شي نو د هغه کارونه ټکني کيږي او کله چي کارونه ټکني شي نو د دندي حق هم نه ادا کیږي.


په رسمي وخت کي بهر تلل 


زموږ اکثره مامورین چي کله سهار راشي او حاضري امظاء کړي نو بیا بهر له نورو کارونو پسي ورک وي او خپل شخصي  یا هم د نورو خپلوانو او دوستانو  کارونه خلاصوي چي دا کار هم د معاش د برکت د نشتون لامل کيږي.


امتیازي او ضافه کاري اخیستل او کار نه کول


د معاش د برکت د نشتون یو بل لامل دا هم دی چي ځيني هغه مامورین چي نومونه یې په امتیازي او اضافه کارۍ کي وي، خو له رسمیاتو وړاندي او یا هم د رسمیاتو سره سم له شعباتو بهر کيږي چي دا هم د معاش د برکت د نشتون لامل ګرځي.


تقوا 


تقوا د هر  کار او دندي د برکت لپاره اساس او بنسټ دی، د تقوا په وسیله په هر کار کي برکت رامنځته کيږي، هر کله چي یو کار د تقوا له مخي مخته لاړ شي نو برکت یې یو  په دوه کيږي، په موږ کي د تقوا د نشتون له امله مو معاش هم بې برکته دی.


اخلاص


ډېری مامورین که په شعبه کي هم وي خو د اخلاص د نشتون له امله به درته هغه دغه کوي او ستا کار به نه اجرا کوي، چي دا په کارونو کي د اخلاص نشتون بیا په معاش کي د برکت د نشتون لامل کيږي، هر کله چي په کارونو کي اخلاص موجود وي نو د هغه اثر د انسان په ټول ژوند وي نو راځئ چي هر کار ښه په اخلاص او متانت سره ترسره کړو.


د تجربې نشتون 


په معاش کي د برکت د نشتون یو لامل دا هم دی چي کله کله یو مامور د یوه بست لپاره تعین شي خو هغه د دې بست مطابق تجربه نه لري او کله چي تجربه نه وي نو خود بخوده د بست  حق سم نه ادا کيږي، د بست د حق نه ادا کول مستقیما د معاش په برکت اثر کوي او معاش بي برکته کيږي.


د ظوابطو پر ځای روابط 


کله کله داسې هم کيږي چي یو کس وړتیا ونه لري او په یوه بست د رابطې په اساس مقرر شي، نو دا هم د دې لامل کيږي چي د معاش برکت دې جرحه شي دا ځکه چي کله هم یو تن د خپل مسلک له مخې په دنده ونه ګمارل شي نو هغه بیا د دندي حق نه شي ادا کولای او کله چي د دندي حق ادا نه شي نو خود بخوده یې اثر په معاش پریوزي.


په شعبه کي غیبت کول


دا چي غیبت کول په هره لحظه او لمحه ښه کار نه دی خو په شعبه کي غیبت کول بیا بد په دې دی چي ستا په معاش باندي اثر لري او د دې په وسیله هم امکان لري چي ستا د معاش برکت له منځه لاړ شي.


په کارونو کي د دقت نشتون


یو بل لامل چي زما په نظر د معاش برکت له منځه وړې هغه په کارونو کي د دقت نشتون دی او ځیني ملګري غواړي چي یو کار ژر ترسره کړي او یا هم له کاره ځان خلاص کړي نو بیا کار بې له دقته او پاملرنې مخته وړي چي دا چاره هم د معاش برکت ټکنی کوي.


یو له بل سره همکاري نه کول


یو بل لامل چي د معاش د برکت د نشتون سبب کيږي هغه دا دی چي مامورین  یو له بل سره په کارونو کي همکاري او تعاون نه کوي، هر کله چي یو مامور د خپلې شعبې د بل مامور سره  همکاري او تعاون ونه کړي نو اثر یې خامخا د معاش پر برکت پریوزي.  


رخه او کینه کول


کله کله چي یو مامور د خپلي شعبي د مستقیم آمر له لوري وستایل شي، دلته هغه مامور چي د ستایلو قابل نه وي نو په زړه کي یې له ستایل شوي مامور سره رخه او کینه پیدا کيږي، چي دا کینه او رخه پیدا کول هم د معاش په برکت اثر لري، موږ او تاسو ته پکار ده چي په ټول ژوند کي له کینې او رخې څخه باید ځان وساتو.


له معاش څخه صدقه نه ورکول 


له معاش څخه صدقه نه ورکول هم د دې  لامل کيږي چي د معاش برکت دي بیخي ختم شي، دا ځکه چي د صدقې ورکولو سره معاش کي برکت راځي.


هر هغه مامور چي د میاشتي په پای کي د خپل معاش لږه حصه هم صدقه کړي نو د هغوی معاش بیا ډېر زیات برکت کوي او ډېرې کمي روپۍ یې هم د ډېرو شیانو لپاره بسنه کوي.


پکار ده چي هره ورځ باید صدقه وشي خو د معاش د اخیستو په شپو ورځو کي خو حتمې ده چي صدقه وشي تر څو مو معاش کي زیاتوالای راشي.


اطاعت نه کول


د آمر اطاعت نه کول یوه ستره ګناه ده، هر کله چي مامور د خپل آمر اطاعت ونه کړې نو خامخا  ګنهګاریږي او کله چي یو کس ګنهګار شي نو اثر يې پر مال او ځان پریوزي.


خیانت کول 


د معاش د برکت د نشتون یو لامل هم خیانت کول دي، خیانت کول نه تنها چي د معاش برکت له منځه وړې بلکي یوه ستره ګناه هم ده.

 

فساد کول


د معاش د برکت د نشتون یو بل ستر لامل فساد کول دي، فساد یوازې دا نه دی چي د کار په مقابل کي له یو چا څخه پیسې واخیستل شي بلکي پورته او نور ډېر موارد چي په خپل وخت ترسره او ادا نه شي فساد بلل کيږي.


له موقفه ناوړه استفاده کول


اکثره مامورین چي بلي ادارې ته لاړ شي، د دې لپاره چي یو کار یې ژر خلاص شي، نو ځان ورته معرفي کړي چي زه د فلانکۍ ادارې مامور یم تاسي ما سره دلته همکاري وکړئ زه به مو بیا هلته کله خدمت وکړم، چي دا هم د معاش د برکت په نشتون اثر کوي. 

 

www.taleemulislam.net

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته