تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
بد امنیتي او ویني تویول د اسلام له نظره (۱۱)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 22, 2023
  0

کوال : مولانا محمد عبدالقوي صاحب
ژباړن: علي الله متوکل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

بد امنیتي او ویني تویول د اسلام له نظره
( دوولسمه برخه) 

د خلکو پر مصیبتونو خوشحالي کول


عن واثلة رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم لا تُظْهِرِ الشَّمَاتَةَ لأَخِيكَ فَيَرْحَمَهُ اللَّهُ وَيَبْتَلِيكَ


ژباړه: د حضرت واثله رضی الله عنه څخه روایت دئ، چي رسول صلی الله علیه وسلم و فرمایل: د خپل ورور پر مصیبتونو باندي خوشحالي مه کوئ، کېدای سي الله تعالی پر هغه رحم وکړي او تا په هغه مصیبت اخته کړي. (رواه الترمذی و قال هذا حسن غریب)


که کوم مسلمان په مصیبت او تکلیف کي وي، نو تاسي ور باندي خوشحالي مه کوئ، ځکه دا ثابته نه ده، چي تاسي دي همېشه محفوظ یاست. الله جل شانه به هغه له دې مصیبت او تکلیف څخه خلاص کړي او تا به په دې مصیبت اخته کړي او دا تجربه سوې ده، چي څوک د چا پېښې کوي، د بدن په یو غړي پوري ئې خاندي او یا مسخرې کوي، دا کس خپله په هغه عیب او مصیبت اخته کيږي او نورو خلکو ته باید د هغوی عیبونه د اصلاح په نیت و ښودل سي، نه داچي پېغور ورکول سي. رسول صلی الله علیه وسلم فرمایي: که یو څوک پر خپل مسلمان ورور باندي د یو ګناه عیب و تړي، دا کس تر هغو نه مړ کيږي، تر څو خپله نه وي په اخته سوی. (ترمذي)


و ګاونډیانو ته په ژبه د تکلیف ورکونکي ښځي عذاب


عن ابی هریرة رضی الله عنه قال قال رجل یا رسول الله! ان فلانة تذکر من کثرة صلاتها و صیامها و صدقتها غیر انها تؤذی جیرانها بلسانها قال هی فی النار قال یا رسول الله! ان فلانة تذکر من قلة صیامها و صدقتها و صلْوتها و انها تصدق لآوار من الاقط و لاتؤذی بلسانها جیرانها قال هی فی الجنة رواه احمد و البیهقی)


ژباړه: د ابو هریرة رضی الله عنه څخه روایت دئ، چي یو سړي نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته وویل: ای د الله رسوله! د هغه فلانۍ ښځي د ډېرو لمونځونو، روژو او خیراتونو یادونه کيږي، مګر هغه په خپله ژبه ګاونډیان ازاروي، نبي کریم صلی الله علیه وسلم و فرمایل: همدغه ښځه د جهنم په اور کي ده. هغه سړي بیا وویل: ای د الله رسوله! یوه بله ښځه ده هغه لږ لمونځونه کوي، لږ روژي نیسي او لږ صدقه کوي او یوازي د پنیرو یو څو ټوټې د الله په لار کي ورکوي، مګر په خپله ژبه سره ګاونډیانو ته تکلیف نه ورکوي، رسول الله وفرمایل: هغه په جنت کي ده.


یعني، د کور تر خلکو وروسته، چي موږ له چا سره ډېره رابطه لرو، هغه ګاونډیان دي. کله د ماشومانو او کله بیا د نورو موضوعاتو پر سر ستونزي رامنځته کيږي، چي په پایله کي کینه او عناد را منځته کيږي او خپلمنځي اړیکي له منځه ځي. یو پر بل تهمتونه وايي، غیبت کوي او یو د بل څخه کرکه کوي. ځیني ښځي سخت مزاج او تېزه ژبه لري، نو ځکه د دوی له خبرو څخه د ګاونډیانو تر منځ جګړه رامنځته کيږي.


د یوې ښځي په هکله رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: ډېر لمونځونه کوي، ښه صدقه ورکوي، نفلي روژې به هم ډېري نیسي، خو و ګاونډیانو ته د تکلیف رسولو په خاطر به دوږخ ته ځي.


اوس وګورئ! هغه څوک، چي و ګاونډیانو ته تکلیف رسوي، هغه ته نه لمونځ ګټه رسوي او نه روژه. د رسول الله صلی الله په وړاندي د یو داسي ښځي ذکر وسو، چي یوازي فرضي لمونځ، فرضي روژې او فرضي زکات ادا کوي. د نفلي صدقې و خواته دومره زیات پام نه کوي، بس کله کله یو نفلي لمونځ ادا کړي او ځیني وخت یو کوچنۍ ټوټه پنیر صدقه کوي، خو ګاونډیان ئې د ژبي له ضرره په امان دي. نو رسول صلی الله علیه وسلم و فرمایل دا ښځه جنتي ده. 


 په اسلامي شریعت کي مسلمانان د خپلو ګاونډیانو سره و ښه سلوک ته تشویق سوي دي، که د هغوی لخوا کوم تکلیف و ده ته ورسېږي، نو باید صبر پر وکړي. 


سیدنا رسول صلی الله علیه وسلم فرمایي: ماته جبرائل علیه سلام، د ګاونډیانو سره د ښه سلوک په هکله راته بار بار وصیت وکړ، ما دا فکر کاوه چي په میراث به ئې را شریک کړي. (بخاري او مسلم)


یو وخت رسول صلی الله علیه وسلم و فرمایل: په الله قسم مؤمن نه دئ، په الله قسم مؤمن نه دئ، په الله قسم مؤمن نه دئ، پوښتنه وسوه، څوک مؤمن نه دئ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل : د چا ګاونډی چي د هغه د شرارتو(بدو چلونو)  څخه په امن کي نه وي. 

نوربیا... 


مأخذ: د "بې امنیتي او وژني"  کتاب څخه

 

 

www.taleemulislam.net 

 

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته