تازه سرليکونه
د (نبوي سيرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مختصر نبوي سیرت (۲۰)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 23, 2023
  0
لیکوال: شیخ موسی بن راشد عازمي
 ترجمه: سلطان محمود صلاح/تعلیم السلام ویب پاڼه
 
مختصر نبوي سیرت
(شلمه برخه) 
 
د رضوان بیعت
 
o د دې خبر له اورېدو وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو اصحابو رضي الله عنهم ته د بیعت امر وکړ؛ نو په داسې حال کي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم تر یوې وني لاندې ناست و اصحابو رضي الله عنهم بیعت ورسره وکړ او دغه بیعت د «بیعت الرضوان» په نوم یادیږي.
 
o بیعت الرضوان ځکه ورته ویل شوي چي په ترسره کولو یې الله تعالی له بیعت کوونکو خوښ او راضي شو، قرآن فرمایي: «لَقَدْ رَضِيَ اللَّهُ عَنِ الْمُؤْمِنِينَ إِذْ يُبَايِعُونَكَ تَحْتَ الشَّجَرَةِ فَعَلِمَ مَا فِي قُلُوبِهِمْ فَأَنْزَلَ السَّكِينَةَ عَلَيْهِمْ وَأَثَابَهُمْ فَتْحًا قَرِيبًا».[الفتح/  ۱۸].
 
ترجمه:یقینا چي الله هغه مهال له دې مؤمنانو راضي شو چي تر ونه لاندي یې له تا سره بیعت کاوه او پر هغه څه پوه شو چي د دوی په زړونو کي وو، نو ځکه یې پر دوی سکینه نازله کړه او نژدې فتح یې د بدلې په توګه ورکړه.
o غوره او راجح روایت وايي چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مهاجرو او انصارو اصحابو رضي الله عنهم له ډلې څوارلس سوه (۱۴۰۰) تنه  غوره اصحاب د دې بیعت د ترسره کولو شرف لري.
 
o له دې غوره ډلي ځینو له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د مرګ بیعت وکړ (چي تر مرګه به ورسره ولاړ وي) او یو شمېر نورو داسي بیعت ورسره وکړ چي د جګړې له ډګره به نه تښتي، او واقعا چي دا د اسلام په تاریخ کي تر ټولو ستر بیعت دی.
 
o د (بیعة الرضوان) د شرف او افضلیت له پاره دا کافي ده چي الله تعالی له بیعت کوونکو خپله رضا او خوښي څرګنده کړې ده.
 
o د رضوان بیعت د شرف درلودونکو د منزلت او افضلیت په اړه یو شمېر احادیث هم راغلي دي، د مثال په توګه: «عَنْ ‏ ‏جَابِرٍ ‏ ‏عَنْ النَّبِيِّ ‏ ‏صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ‏ ‏قَالَ: ‏ ‏لَيَدْخُلَنَّ الْجَنَّةَ مَنْ بَايَعَ تَحْتَ الشَّجَرَةِ». رواه الترمذي. تر ونه لاندي بیعت کوونکي به جنت ته ځي.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: «لا يَدْخُلُ النارَ أحدٌ مِمَنْ بايعَ تحتَ الشَّجرةِ». رواه الامام أحمد في مسنده. هغه کسان به دوزخ ته لاړ نه شي چا چي تر ونه لاندې بیعت کړی دی.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «لا يَدْخُلُ النَّارَ -إنْ شاءَ اللَّهُ- مِن أصْحابِ الشَّجَرَةِ أحَدٌ، الَّذِينَ بايَعُوا تَحْتَها». رواه الامام مسلم. که الله کول د ونې له ملګرو به؛ هغه چي تر ونه لاندي یې بیعت کړی، یو تن هم دوزخ ته نه ځي.
 
o بل دا حدیث شریف:  وَعَنْ جَابِرٍ: «أَنَّ عَبْدًا لِحَاطِبٍ جَاءَ إِلَى النَّبِيِّ - صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ - يَشْكُو حَاطِبًا إِلَيْهِ، فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، لَيَدْخُلَنَّ حَاطِبٌ النَّارَ. فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ: كَذَبْتَ، لَا يَدْخُلُهَا فَإِنَّهُ قَدْ شَهِدَ بَدْرًا وَالْحُدَيْبِيَةَ» ، رَوَاهُ مُسْلِمٌ. د حاطب رضي الله عنه یو غلام له خپل بادار (حاطب نه) د شکایت له پاره نبي صلی الله علیه وسلم ته راغی، عرض یې وکړ:یا رسول الله! حاطب به دوزخ ته ځي(ځکه له ما سره ظلم کوي)! رسول صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: دروغ دې وویل، هغه به دوزخ ته نه ځي، ځکه هغه په بدر او حدیبیه کي د حضور ویاړ لري.
 
o جابر بن عبدالله رضي الله عنهما ویلي: «وَعَنْ جَابِرٍ قَالَ: كُنَّا يَوْمَ الْحُدَيْبِيَةِ أَلْفًا وَأَرْبَعَمِائَةٍ، قَالَ لَنَا النَّبِيُّ - صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ - أَنْتُمُ الْيَوْمَ خَيْرُ أَهْلِ الْأَرْضِ».مُتَّفَقٌ عَلَيْهِ. د حدیبیې په ورځ زموږ شمېره یو زر او څلور سوه تنه وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وفرمایل: تاسو نن د ځمکي د اوسیدونکو تر ټولو غوره ټولی یاست.
 
o بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د عثمان رضي الله عنه له پاره په خپله له ځان سره بیعت وکړ، خپل مبارک ښی لاس یې پر چپ مبارک لاس کيښود او وې فرمایل: «هذِهِ لِعُثْمَانَ». دا د عثمان له پاره.
 
o په دې سره عثمان رضي الله عنه د دې ستر بیعت له شرف هم برخمن شو، انس رضي الله عنه ویلي: فَکَانَتْ یَدُ رَسُولِ اللَّهِ  صلی الله علیه وسلم لِعُثْمَانَ خَیْرًا مِنْ  أیدینا لأنفسنا: د عثمان له پاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک لاس زموږ له پاره له خپلو لاسونو ډېر غوره و.
 
o قریش چي د نبي صلی الله علیه وسلم د اصحابو رضي الله عنهم له دې ستر بیعت خبر شول، ووېرېدل او سولې ته یې زړونه ښه کړل، همغه وه چي سُهَیْل بن عمرو یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د خبرو اترو له پاره ولېږه.
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته