تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د خوب رښتيني کېدل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 30, 2023
  0

لیکنه: نعمت الله شاکر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د خوب رښتيني کېدل 


د خوب تعبير او ارمانونه مو حتما يوووخت پوره کيږي.


تاسو فکر کړی دئ، چي د يوسف عليه السلام خوب تر شل کاله زيات وخت وروسته رښتيا سو.


دا ممکنه ده، چي د خوب تعبير رښتيا سي، که څه هم تر زياتو کلونو وروسته وي، حتمي نه ده چي يو څوک خوب وويني او په دا بله ورځ دي هغه کار وسي. لکه څنګه چي يوسف عليه السلام په وړوکتوب کي خوب ليدلی وو، چي يوولس ستوري، لمر او سپوږمۍ هغه ته سجده کوي، چي د ستورو تعبير د هغه وروڼه، د لمر تعبير پلار او د سپوږمۍ تعبير مور وه، هغه خپل پلار ته ور پياد کړه، چي دا د هغه خوب تعبير دئ، چي ما درته ويلی وو، نن زما رب جل جلاله هغه خوب رښتيا کړ(وَقَالَ يَا أَبَتِ هَٰذَا تَأْوِيلُ رُؤْيَايَ مِن قَبْلُ قَدْ جَعَلَهَا رَبِّي حَقًّا) نو دلته تر شل زيات کلونه تير سوي وه، چي د هغه خوب رښتينی ثابت سو، چي د کورنۍ غړو هغه ته سجده وکړل.


نو نهيلي مه کوئ، د خپلو خوبونو او ارمانونو د تحقق لپاره هڅي وکړئ، صبر او انتظار وکړئ.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته