تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د امت یووالی (۵)
  تعلیم السلام ویب پاڼه
  May 13, 2023
  0

د امت یووالی
(پنځمه برخه)

 

لیکوال: مفتي محمد شفیع عثماني رح
ژباړن: مولوي رحمت الله نړیوال

 

که په سلفو صالحینو کي اختلاف وي، خلک باید څه وکړي؟


دداسي اختلافاتو اړوند چي په هغه کي د صحابه کرامو دوې رایې وي، امام ابو حنیفه رح فرمایي: أحد القولین خطأ والمأثم فیه موضوع. (جامع بیان العلم ص۸۳ ج ۲)


ژباړه: په دوو متضادو قولونو کي یو خطا دئ، خو ګناه یې بخښل سوې ده.


او له امام مالکرح څخه د صحابه وو رضي الله عنهم د خپلمنځي اختلاف په اړه پوښتنه وسوه، نوموړي وفرمایل:


خطأ و صواب فانظر في ذالک. (جامع بیان العلم)


ژباړه: په دې کي ځیني صحیح دي او ځیني غلط دي، مجتهدین دي له فکر کولو وروسته یو لوری متعین کړي. 


د امام مالک رح له دې قول څخه دوه ټکي واضح سول، یو دا چي په اجتهادي اختلافاتو کي یو لوری صحیح او بل غلط وي او بل دا چي ددې حق او ناحق په اختلاف کي د دواړو لورو تر منځ شخړي او جګړې ناروا دي، البته دومره کولای سي چي څوک پر ناحقه بولي، هغه دي په نرمۍ او همدردۍ پر خپله ناحقي تنبیه کړي، که یې مقابل لوری ومني خو ډیر ښه، که یې ونه مني نو خاموش دي سي، بحث او جګړه یا بدي خبري دي نه ورته کوي.


د امام مالک رح د ارشاد بشپړ متن دا دی:


کان مالک رح یقول: المراء والجدال في العلم یذهب بنور العلم من قلب العبد، وقیل له رجل له علم بالسنة فهو الجادل عنها قال و لکن لیخبر بالسنة فان قبل منه و الا سکت. (اوجزالمسالک شرح موطا مالک ج۱ ص ۱۵)


ژباړه: امام مالک رح فرمايي، چي په علم کي شخړه او جګړه د انسان له زړه څخه د علم نور باسي، یوه ځني وپوښتل چي یو کس چي د حدیثو علم لري ایا هغه د حدیثو د ساتنې لپاره شخړه کولای سي؟ وې فرمایل: نه، دی باید مخاطب په صحیح خبره پوه کړي بیا که یې هغه ومني نو ډیر ښه، کنې چوپ دي سي، له نزاع او جګړې څخه دي ډډه وکړي.


محمد بن عبدالرحمن صیرفي رح له امام احمد بن حنبل رح څخه وپوښتل چي په یوه مسئله کي که د صحابه کرامو رضی الله عنه  په خپل منځ کي اختلاف وي، نو ایا موږ کولای سو چي له فکر کولو وروسته دا پرېکړه وکړو چي په دې مسئله کي فلان صحیح او فلان غلط دئ؟  امام احمد رح وفرمایل:


لایجوز النظر بین أصحاب رسول الله صلی الله علیه وسلم.


ژباړه: د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه وو رض ترمنځ اختلاف کي خلکو ته فکر کول نه دي روا.


صیرفي رح وویل نو بیا د چا پر قول عمل وکړو؟


امام احمد رح وفرمایل: تقلد أیهم شئت. (جامع)


ژباړه: په دوی کي چي دي کوم یو خوښ سو د هغه اتباع وکړه.


د مجتهدینو امامانو په دې قولونو کي خو د امام ابوحنیفه رح او امام مالک رح مسلک دا سو، چي د صحابه وو رضی الله عنه تر منځ که په یوه مسئله کي اختلاف وي نو له دوی وروسته فقهاوو ته په کار ده چي دلایلو کي فکر وکړي، د چا قول چي له حدیثو سره ډیر نژدې وبولي، هغه دي غوره کړي او د امام احمد رح په نزد ددې هم اړتیا نسته، و دواړو خواوو ته چي صحابه رضی الله عنه وي بیا چي د چا قول یې خوښ سو غوره دي یې کړي.


حضرت ابی ابن کعب رض او حضرت عبد الله بن مسعود رض په یوه مسئله کي  اختلاف ؤ، حضرت عمر فاروق رض  چي واوریدل، نو  په غوصه سو، د بهر را وواتی او وې فرمایل، چي افسوس د رسول الله صلی الله علیه وسلم په صحابه وو کي دداسي دوو کسانو جګړه ده چي د خلکو سترګي و دوی ته دي او خلک له دوی څخه ددین استفاده کوي، بیا یې د دوی  پرېکړه داسي وکړه چي :


صدق أبی رضی الله عنه و لم یال ابن مسعود رضی الله عنه.

 

یعني صحیح خبره خو ابی ابن کعب رضی الله عنه وکړه خو ابن مسعود رضی الله عنه هم کوتاهي نه ده کړې.


بیا یې وفرمایل چي زه دي بیا په راتلونکي کي څوک په داسي مسایلو کي پر جګړه ونه وینم، کنې دومره(...) سزا به ورکړم. (جامع العلم ص۸۴ ج۲)


د فاروق اعظم رضی الله عنه له دې فرمانه یوه دا خبره ثابته سوه، چي په اجتهادي مسایلو کي یو قول حق وي او دویم که څه هم حق نه وي خو پر هغه هم ملامتي نه سي ویل کيدلای.


دویمه خبره دا ثابته سوه چي په داسي اجتهادي مسایلو کي پر اختلاف زور کول له اهل علم سره نه ښایي، چي له هغه څخه یو پر بل ملامتي او یا د نزاع او جګړو خطرات پیدا سي.


ابن عبدالبر رح د امام شافعي رح د یوه تفصیلي بحث د را نقلولو وروسته فرمايي: د امام شافعي رح په دې خبرو کي ددې دلیل سته چي مجتهدین دي په خپل منځ کي یو د بل تخطیه نه کوي یعني په دوی کي دي یو وبل ته دا نه وايي چي ته پر غلطي او خطا یې.(جامع بیان العلم ص۷۳ ج۲) لامل یې دا دی چي په داسي اجتهادي مسایلو کي هیڅوک دا حق نلري چي خپل قول دي په یقیني توګه حق او صحیح وبولي او د بل قول دي په یقیني توګه غلط او خطا وبولي. له اجتهاد او پوره فکره کولو وروسته چي هم کومه رایه خپله کړي، د خطا او غلطۍ امکان پکي سته او کيدلای سي چي د بل قول دي صحیح او حق وي.


خلاصه داده چي د جمهورو علماوو په نزد په اجتهادي اختلاف کي د علم الهي په اعتبار په دوو مختلفو رایو کي حق رایه خو یوه وي، خو دا معلومول چي په دې کي حق کومه ده ددې یقیني ذریعه له هیچا سره نسته، په دواړو خواوو کي د صحیح او خطا احتمال سته، مجتهد به په خپل غور او فکر یو لوری راجح کوي او د عمل کولو لپاره به یې غوره کوي. 


نور بیا... 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته